دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه (شپږمه او ورستئ برخه )

                          

                                 د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه (شپږمه او ورستئ برخه  )

 

يو اويا يمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ دا هغه څه دي چي ما د خپل پاچا کېدلو وروسته  په دوهم او دريم کال  کي تر سره کړيدي . يو ايالت چي  ايلام  (Elam )  نوميږي  ، بيا ياغي شو . يو تن چي اتا مېتا (Atamaita ) نومېدئ په ايلام  کي ... د هغو مشرشو . بيله ځنډه مي خپل څلورم پوځ ( هلته ) وليږئ .زما يو پارسي  مر ئې چي ګو بر ياس  (Gobryas ) نومېدئ  د هغه لښکر مشر وټا کئ . او ګو بر ياس د ايلام پر لوري وخوځېدئ  ، د ايلاميانو سره يې مقابله پيل کړه . ګو بر ياس بيله ځنډه ايلاميان وځپل  او د هغو مشر يې ونېوئ . هغه يې ماته راوست  او ما هغه  و واژه ، وروسته له هغه ايالت زما شو .

دوه اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ ايلاميان ډير بې وفا دي . اهو را مزدا د هغوئ مرسته ونه کړه . اهو را مزدا زما مرستندوئ شو . او د اهو را مزدا په غوښتنه زه بر يالئ شوم  او هغوئ مي له منځه يوړل .

درې اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا د اهو را مزدا مهرباني او لويه مرسته  ده چي  چا ته ژوند ورکړي  اويا څوک مړ کړي .

څلور ايا يمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ له هغه جګړې ورو سته د خپل پوځ سره سايتيا  (   Scythia ) ته ولاړم . هلته سا يتيا را ته سر کښيښود ( تسليم  شول )  . سايتيا ئيان  زما سره شول او زه بحيرې ته ورسېدم . او هغه بل خوا ټوله  زما دپوځ  په وړاندي ودريدل  ، وروسته مي جګړه  ( ور سره  )  وکړه او هغوئ مي ډير وځپل . او د هغوئ نور ( مشران ) هم . ما هغوئ ونېول او بنديان مي کړل  او هغوئ چي زما مخه  يې نيول ،و مي وژل .  د هغوئ مشر  سکونخا (  Skunkha ) مي ډير وځپئ . او بيا مي هغوئ ته بل مشر وټاکئ . وروسته تر هغه دا ايالت زما شو .

پنځه اويا يمه  کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ سايتيا ئيان مي وځپل  او اهو را مزدا زما مرسته وکړه او د اهو را مزدا غوښتنه او مهرباني وه چي  هغه ټوله مي له مېنځه يوړل  .

شپږ اويا يمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا د اهو را مزدا مهرباني او لويه مرسته  ده چي  چا ته ژوند ورکړي  اويا څوک مړ کړي .

 

د ورستۍ برخي سره ورستۍ يادوني  :

 

لکه چي په پيلامه کي مي څو اړينوټکو ته د درنو لوستونکو د پام اړولو په نيت څو کرښي  ليکلي وې ، دادۍ د دې  ژباړي په ورستۍ برخه کي هم د دريو اړينو ټکو يادولو ته ستاسو درنو لوستونکو پام اړول غواړم :

لومړۍ : هڅه مي وکړل چي د بېستون کتبې بيلا بيلي نسخې ( د فارسي او انګليسي بيلا بيلي نسخې  )  د ژباړی پر مهال په پام کي ونيسم او د بشپړېدو لپاره يې  هڅي پر له پسې وساتم . چي له نېکه مرغه دادۍ د بېستون کتيبې  د هغو نسخو څخه چي  تر اوسه مي لوستلي  او ليدلي دي  ، د هغو په بشپړه ژباړه بر يالۍ شوم .

دوهم : هڅه مي وکړل چي د سيمو او کسانو د نومونو سره يوځای د هغو نومونه په انګليسي رسم الخط هم وليکم ، چي د لوستلواوپيژندلو پر مهال  دتير وتنو مخه ونيول شي .

دريم  : دا ورستۍ برخه چي تاسو درانه لوستونکي يې لولۍ ، د بېستون په فارسي متونو کي نه ده راغلې ، ښايې دپامه به لويدلې وي او يابه يې په فارسي متن کي د زياتولو اړتيا نه وي ليدل شوې .خو هغه يوه نيمګړتيا چي په انګليسي متن کي شته هغه په همدې ورستۍ برخه کي درې اويايمه او شپږ اويا يمه کرښه په يو ډول ليکل شوېده چي ښايې  بيا ( تکرار ) ليکل شوې وي . 

د دې ژباړي  په پای کي د دې ټکي يادول هم اړين ګڼم چي ، که ښاعلي لوستونکي د دې کتيبې  د ژباړي په اړه کومه نېوکه ،  نظر او يا  وړانديز لري  او يا يې تر دې لا بشپړ متن په واک کي لري ، زما سره د همدې پاڼي د اړيکو له لاري ، را بطه وکړي ، ډير به يې منندوئ يم .

په درنښت

تيري برخي په لاندي سر ليکونو کي ولولئ :

د بېستون ډبرليک بشپړه پښتو ژباړه

د بېستون ډبرليک بشپړه پښتو ژباړه ( دوهمه برخه )

د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( دريمه برخه)

   د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( څلورمه برخه )

د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( پنځمه برخه)

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006