د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( دوهمه برخه )
يوويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت چي په بابل کي وم ، دا ( هغه ) هېوادونه چي زما څخه سرکښه شول . پارس (Persia )، ايلام (Elam )، ماد ( Media ) ، اشور( Assyria )، مصر ( Egypt )، پارت ( Parthia ) ، مرګيانا( Margiana ) ، ستاکېديا ( Sattagydia ) ، سايتيا ( Scythia ) .
د وويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د مارتيا ( Martiya ) په نوم د ثين ثي خري (Cincikhri ) زوی د پارس په يوه ښار کي چي کوګاناکا ( Kuganaka ) نوميږي اوسېدئ . او د ايلام څخه را وپاڅېدئ . او وګړو ته يې وويل چي زه ايمانش ( Imanish ) د ايلام پاچا يم .
درويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هغه وخت زه ايلام ته نږدې ووم . وروسته له هغه ايلاميان زما څخه وډارشوه . مارتیا چي د هغوی لارښود وو ، را چاپيره کړ او هغه يې وواژه .
څلور ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ د ماد اوسېدونکئ فرورتېس (Phraortes ) نومئ په ماد کي ښورښ وکړ . داسي يې وګړو ته وويل چي زه خشهاترايت ( Khshathrita ) د ثاکساريس (Cyaxares ) له ذاته يم . ورسته يې د ماد لښکر چي د هغه په قصر کي ( وه ) زما نه يې سرکښي وکړل او د هغه فرورتېس په لوري ولاړل . او هغه په ماد کي پاچا شو .
پنځه ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ زما تر امر لاندي پارسي او مادي ځواک لږ وو . وروسته مي لښکر وليږه . د هيدارنېس (Hydarnes ) په نوم زما يوتن مرئې وو هغه مي د لښکر سالار وټاکئ . داسي مي هغه ته وويل : ( چي ) هلته ولاړ شئ هغه مادي لښکر چي خپل ځان زما ( تابع ) نه ګڼي هغه وځپئ . ورسته له هغه وهېدارنيس د لښکر سره ولاړ ، چي ماد ته ورسېدئ د مارو (Maru ) په نوم د ماد ښار يوه اوسېدونکي د ماديانو سره جګړه وکړه هغه چي د ماديانو مشر وو . هغه وخت هلته نه وو ، او اهورامزدا زما مرسته وکړه ، د اهورامزدا په غوستنه زما لښکر هغه سرکښه جګړه ماران زيات وځپل . د انا مکا ( Anamaka )مياشتي ٢٧ مه ورځ تيره وه . هغه وخت چي جګړ ه پېل شوه . ورسته له هغه په ماد کي د کمپاندا ( Kampanda ) په نوم سيمه ما ته پاته شوه تر څو چي زه ماد ته ورغلم .
شپږ ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ زما يومرئې د دادارشي (Dadarshi ) په نوم چي ارمن وو ، هغه مي ارمنستان ته وليږئ . هغه ته مي وويل : مخ ته ولاړ شه او هغه سرکښه لښکري چي ځان زما ( تابع ) نه ګڼي وځپه . وروسته دادارشي وخوځيدئ . چي ارمنستان ته ورسېدئ ، ټوله هغه سرکښان سره راټول شوه او د دادارشي پر ضد يې جګړه پېل کړه . د زوزاهيا (Zuzahya ) په نوم د ارمنستان يوه وګړي جګړه وکړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکروهغه سرکښان ډير وځپل . د تيورا واهرا (Thuravahara ) مياشتي ٨ مه ورځ تيره وه ، چي دا جګړه وشوه .
اوه وېشتمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ بيا دوهم ځل سرکښه کسان سره راټول شوه او د دادارشي په وړاندي ئې جګړه پيل کړه . د ارمنستان يوه تن د تېګر ا ( Tigra ) په نوم دا جګړه وکړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهو رامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د تيوراواهرا د مياشتي ١٨ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت جګړه پېل شوه .
اته ويشتمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ د دريم ځل لپاره سرکښه کسان سره راټول شوه او د دادارشي په وړاندي ئې جګړه پيل کړه . دارمنستان يوه تن د دژي اوياما (Uyama ) په نوم جګړه وګړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . زما لښکرو د اهورامزدا په غوښتنه هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د تا ېګارسي (Thaigarci ) مياشتي ٩ مه ورځ تيره وه چي دا جګړه پېل شوه . وروسته دادارشي زما په غوښتنه په ارمنستان کي پاته شو ، تر هغه چي زه ورسېدم .
نه ويشتمه کرښه ؛ داريوش پاچا وائې ؛ وروسته مي د وايميسا (Vaumisa, ) په نوم پارسي مرئې ارمنستان ته وليږئ او هغه ته مي وويل : وړاندي ولاړ شه او هغه سرکښه کسان چي خپل ځان زما ( تابع ) نه ګڼي هغه وځپه . وروسته وايميسا وخوځېدئ . چي ارمنستان ته ورسېدئ ( هلته ) ټوله سرکښان راټول شوه او جګړه ئې د وايميسا په وړاندي پيل کړه . يوه سيمه چي ايزلا (Izala ) نوميږي او د اشور اړوند ده ، جګړه پيل شوه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . د انا مکا ١٥ مه ورځ تيره وه ، چي دا جګړه وشوه .
ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ بيا دوهم ځل سرکښان راټول شوه او د وايميسا په وړاندي ئې جګړه پيل کړه . د او تي يارا (Autiyara ) په نوم په ارمنستان کي جګړه پيل کړه . اهورامزدا زما مرسته وکړه . د اهو را مزدا په غوښتنه زما لښکرو هغه سرکښه کسان ډير وځپل . دتيوراواهرا تن ( Thuravaharâthen ) نږدې ورستئ ورځي وې چي جګړه پېل شوه . . وروسته له هغه وايميسا زما لپاره په ارمنستان کي پاته شو ، څو چي زه ورسېدم .