دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
تاريـــــــــخ

   

د ټولنيزو پو هو بر لاسي پو هان د انساني تاريخ ټول مهال په دوو لويو برخو ويشي چي لومړې برخي ته د انسان او انساني ټولنو لرغونی پير او دوهمي برخي ته يی د انساني ټولنوتار يخي پير نوم ورکړيدۍ . د انسان او انساني ټولنو د لرغوني پير څيړنه او پيژ ندنه د لرغونپوهني دسپلين په مرسته تر سره کيږی . لر غونپوهان د خپلو څيړنو ساحه په دريو لويو پيرونو ويشي او هر لوې پير د ﻻ ښه پو هيدنې په نيت په ﻻندي مهالونو ويشي :
الف == د ډ بري پير
لومړۍ = د ډ بري پخوانۍ مهال
دوهم = د ډبري منځنۍ مهال
دريم = دنوي ډ بري مهال
څلورم = د ډبرو او مس مهال
ب == د ژړو فلز پير
لومړۍ = د ژړو فلز پيل مهال
دوهم = د ژړو فلز پراختيامهال
دريم = د ژړوفلز په دوهم رديف کي مهال
ج == د وسپني پير
لومړۍ = د وسپني پيل مهال
دوهم = دلومړني مدنيتونو مهال
دريم = د لومړنيو سياسي نظامونومهال
د لر غونپوهانو او مو رخينو پر دي ټکي يوالي شته چي د دي دوو لويو پيرونو بيلتون او جلا والۍ په بنسټيزه توګه هغه وخت کيدونکۍ بريښي چي د څيړنی لپاره يوه وړوکی ساحه وټاکل شي او که په ټوليزه توګه د يوه هيواد او يا يوي لويی وچي په اړه د څيړني خبره را منخ ته کيزي په هغه حال کي د لرغوني پير او تاريخي پير ترمنځ د کرښي ټاکلۍ يا کال او نيټه نشي په ګوته کيدلاي . د دي لنډ ي سريزي په نظر کي نيولړ سره د افغانستان د لر غوني زمانی په باب اړين مطالب تر تيب او درنو لوستونکو ته د در ناوي سره يوځای وړاندي کيږي .

د افغانستان تاريخ منځنۍ پير هغه زمانې په بر کي نيسي چي په بنسټيزه توګه د لر غونې تاريخ په ورستيو څپرکو کي تر څيړنې او مطالعی ﻻندي نيول کيږی . د افغانستان د لرغونې تاريخ پير او منځني تاريخ پير تر منځ څرګنده او روښانه کرښه نه شي په ګوتو کيدلاي ، د همدي لاميل پر بنسټ په دوديزه توګه منځنۍ زمانه زموږ هيواد ته د اسلام مبارک دين د را رسيدو وروسته ټاکل سوی او په دي ترتيب د افغانستان تاريخ منځنۍ زمانه تر دريو لويو سرليکونو لاندې مطالعه او څيړل کيږي :
لو مړی : عربی لښکر او د افغانانو پاڅونونه
دوهم : خپلواک افغاني اسلامي دولتونه
دريم : د افغان او افغانستان غوړيدنه
تاريخ پو هان باور لري چي د هر هيواد د تاريخ مهال ويش د هغه هيواد د ملي وياړنو او ارزښتمنو پيښو پر بنسټ کيږي ، خو دا چي هيوادونه په ټوليزه توګه د نړۍ د هيوادونو او ملتونو سره د پر له پسې اړيکو له امله متا ثر ( ګټه من يا زيانمن ) کيږي ځکه نو اړينه بريښي چي د هيوادونو ملي تاريخ هم د نړيوال تاريخ د مهالونو او پيرو نو د اټکليز ويش سره سمون ولری . په دي برخه کي د درنو لوستونکو پام د افغانستان د منځني تاريخ يو شمير د پام وړ مطالبو ته را اړوم چي د پورتني وېش په نظر کي نيولو سره ترتيب شويدی .

د افغانستان تاريخ اوسنۍ زمانه د افغانستان د پيدايښت او پراختيا سره يو ځای پيل کيږی . د مورخينو او څيړونکو باور دادې چي د افغانستان اوسنۍ زمانه کيدای شي ډير بابونه او سر ليکونه ولری ، د دي وينا د سپيناوی لپاره په اوسنۍ زمانه کی د افغانستان ستراتيژيک ارزښت ته پام اړوی . د دي سره سره زيات شمير مورخين د افغانستان د اوسنۍ زمانې په تاريخ د ښه پوهيدولو په نيت يوازی په څلورو لويو سر ليکونو کی د دي پير بيان او وضاحت کړيدۍ :
لومړۍ : د افغانستان او افغاني امپراتورۍ پراختيا
دوهم : کورنۍ شخړې او بهرنی يرغلونه
دريم : بيا خپلواکی او اماني پير
څلورم : ننه نۍ زمانه
د اڅرګنده ده چي د افغانستان د اوسنۍ زمانې تاريخ ټول اړخونه يوازی تر پورتنيو سر ليکو نو لاندي نه شي مطالعه او څيړل کيدلای،د ياد شوو سر ليکونو دا ټاکنه يوازی د لومړۍ افادی په توګه وړاندي کيږی . د يو بل اړين مطلب يادونه هم په کار ده چي د افغانستان د اوسنۍ زمانې تاريخ هغه څلورمه برخه چي ننه نۍ زمانې ته بيله سويده ، هغه به د يو بيل څپرکي په توګه تر بحث او څيړنی لاندي وی ، په کار ده چي د ابرخه د درنو لوستونکو په ګډون فعاله وساتل شې .

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006