دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
کلــــــــتور

   
د کلتور پرته ټولنه ژوندۍ نه شی بلل کيدای د ټو لنيز ژوند يوه څرګنده څيره د هغی ټولنې کلتور دۍ . په ټولنه کي يوشمير داسی کړنی او کوونی د ولسي چاپير يال په دننه کي را پيداکيږی ، وده کوی او په پايله کي د هماغه ملت په ملی دود بدليږی . زموږ ټولنه هم دهمدی روند لرونکې ټولنه ده .د ملی دودونو لپاره صنفبندی يا دکټه ګوريو يادول ستونزمن کار دۍ ، د دی لپاره چي په ملی دودونو د پوهيدلو لاره اسانه شوی وی ، اړينه ده چي لاندی ويش په نظر کي ولرو :
لومړۍ : ملی سمبولونه
دوهم : ملی ارزښتونه
دريم : په ملی حد منل شوی کړه وړه
په نړۍ کي ټول هيوادونه او ولسونه د همدې معيارونو او مميزاتو پر بنسټ خپل ملي دودونه جوته وی او د ودی زمينه يی برابروی . په دې برخه کي هڅه کيږی چي د ګران هيواد افغانستان ملی دودونه را څرګند او د هغو ستونزو يادونه وشی چي د ملی دودونو په وړاندي شته

هيوادونه او ميلتونه د وياړ ځانګړني او بيلګي لري چي د ملي سمبولونو تر سرليک لاندي پيژندل کيږي . دا بيلګي نه يوازي د هغه اولس او ملت د يوالي او پيوستون لپاره معنوي او ذهني شرايط برابروي ، بلکي د هغه اولس او ملت لپاره د پر له پسې پايښت وړ چاپير يال هم منځ ته راوړي . هغه هيوادونه او اولسونه چي پر خپلوملي سمبولونو نياو او باور ولري ، هغه د نورو هيوادونو په منځ کي د پايښت وړتيا پيدا کوي او د ودي لاره وهي .

ولسي کلتور په ټولنه کي د ولس د کړو وړو هغه ټولګه ده چي پر بنسټ يې خپل ورځنۍ چاری پر مخ بيايي . ولسي کلتور پراخ اړخونه لري چي د مروجو توليدي و سايلو څخه بيا تر ګړنۍ ويناوو پوري ټولي خواوی لکه خواړه ، کالې ، ودانۍ ، باور ، دوستي ، دښمني ، زېږد ،مړينه ، واده او نور په لمن کي لری ، د دې لپاره چي په دي برخه کي د اړينو مطالبو په اړه يادونې ولرو لا زمه ده چي هر عنوان ته د بيل بحث په توګه پام وساتل شي

اتنو لو جستان او ټولنپوهان په دي باور دي چي د کلتور پيژندنې لپاره د يوه ټاکلې تعريف او افادې بيان او وينا ستونزمن کار دۍ . که لس تنه اتنو لوچستان راغونډ کړو او د هريوه څخه د کلتور تعريف او مانا وغوښتل شي نو په پايله کي به موږ خپل په وړاندي د کلتور لس تعريفونه ولرو . د دې مطلب مانا داده چي هر اتنو لوجست به د کلتور هغه تعريف وړاندي کړي چي د هغه له نظره د کلتور افاده په ښه ډول را پيژندلای شي . دا چي ولې د اتنولوجستانو تر منڅ د کلتور پر تعريف اتفاق او يو والې نشته ﻻ ميل يې دا دي چي کلتور يو ډير اړ خيزه مفهوم دۍ . هر اتنو لو جست د کلتور هغه اړخ ته پام وي چي د هماغه له نظره د کلتور اصلي زړې ، بنسټ او يا هسته جوړه وي . د دې ټولو بې اتفاقيو سره سره اتنو لوجستانو د کلتور په دو برخو ويشل منلی چي يوه برخه يې د مادي کلتور تر سر ليک لاندې څيړي او بله برخه يې د معنوي کلتور په نوم تر څيړنې او مطالعې لاندي نيسي . د مادي او معنوي کلتور موضوع د کلتوري بحث اصلي زړې جوړه وی چي په خپل وار به مخ ته راشي . اتنو لوجستان د دي لپاره چي د کلتور په اړه ډيالوګ يې په سمه لار روان شوې وي په لاندی درويو سرليکونو کي خپلي ارادې او افادې بيانوي :
لومړۍ : کلتور او کلتوري مفاهيم
دوهم : د کلتور تاريخ او د هغه ماديت او معنويت
دريم : کلتور او ټولنه
هڅه کيږي چي د پورتني ويش پر بنسټ د اتنو لوجستانو او کلتور پوهانو نظريې او ايديالونه را بر سيرن شي . د يادولو وړ ده چي دوستانواو مينه والو برخه بايد په دې ټولګه کي وساتل شي په دي نيت به د خپلواکو نظرونو پاڼه هر وخت پرانستې وي

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006