دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( دريمه برخه)

                                   د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( دريمه برخه )

 

يودېرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ وروسته له هغه زه د بابل (Babylon )  څخه را ووتم  . د ماد (Media  ) پر لور وخوځېدم، چي  ماد  ته ورسېدم  دهغه ښار يو اوسېدونکئ د کوندورو(    Kunduru   )  په نوم  ، په هغه سيمه کي چي فراورتيس  (   Phraortes   )  ځان د ماد پاچا باله ، د خپلو لښکرو سره زما په وړاندي  د جګړې په نيت راغئ .  د هغه سره مي جګړه وکړه  . اهو را مزدا زما سره مرسته وکړه  . د اهو را مزدا په غوښتنه  هغه فراورتيس  مي ډير وځپئ . د  ادوکانا ئېشه (Adukanaisha )  ٢٥ ورځي تيري شوي وې ، چي جګړه وشوه .

دوه ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛ وروسته ، فراورتيس (Phraortes )  د خپل يو شمير سپورو سره وتښتېدئ .  په ماد کي  د   راګا   (Raga )  په نوم  سيمه  د سوروانه شول  . وروسته مي د هغه په  تعقيب  لښکر وليږه  . فرورتيش  ونېول شو او ما ته راوستل شو . ما هم د هغه پوزه    او هم دوه غوږونه پرېکړل  او ژبه مې ور غوڅه کړل ، او يوه سترګه مي ور ړنده کړل .  او وروسته تر هغه مي دايکبتانا(  Ecbatana  )   د يوه برج په دننه  کي په دار وځړاوه . او د هغه  پلويان  وليدئ .   

دري ديرشمه کرښه : داريوش پاچا وائې ؛ يو تن  سګارتي  (Sagartian )  د ثيسانتخما  (Cisantakhma )  په نوم  زما ( امر ) نه سر وغړاوه . داسي يې خلکو ته وويل چي : زه د سګارتي پاچايم  ،او د ثايکسا ريس (Cyaxares )  له ذاته يم . وروسته  مي تخمس پادا (Takhmaspada )  په نوم  زما يوه تن مرئې  د پارسي او مادي لښکر لارښود وټاکئ  او هغوئ ته مي وويل  :  مخ ته ولاړ شئ هغه سرکښه کسان چي ځان  ز ما ( تابع ) نه ګڼي وځپئ .  وروسته  تخميس پادا  د لښکرو سره هغه لوري ته وخوځېدئ .  د   چي ثيسا نتخما   سره يې جګړه وکړه . اهورا مزدا زما سره مرسته وکړه  .  د اهورامزدا په غوښتنه  زمالښکرو هغه سرکښان وځپل او  چي ثيسانتخما يې ونېوئ . ماته يې راوست .  وروسته مي د هغه پوزه دوه غوږونه ور غوڅ کړه او يوه سترګه مي  ور ړنده کړه . زما د ماڼئ  سره  مي  تړلئ وساتئ ټولو خلکو هغه وليدئ او وروسته مي هغه په اربيلا  (Arbela ) کي په دار وځړاوه .

څلور ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وائې ؛   دا هغه  دي چي په ماد کي مي  تر سره کړل .

پنځه ديرشمه کرښه   : داريوش پاچا وائې ؛پارتيا (Parthia ) او هاير ثانيا( Hyrcania  ) زما څخه وګرځېدل  ( نافرمانه  شول  )ځانونه يې د فراورتيس (Phraortes )  وبلل . زما پلار هايستاسپس(  Hystaspes )  چي په پارت کي وو  ، د هغه نه وګړ ي وګرځېدل  او سرکښه شول . وروسته  هايستاسپس  د خپلو ملګروځواکونو سره وخوځېدئ . د ويشپاوزاتي  (  Vishpauzati, ) په نوم  ښار کي  يې د پارتيانو سره جګړه  وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه  ، هايستاسپس(  Hystaspes )  هغه سرکښان ډير وځپل .  دا د وياخنا  (Viyakhna  ) مياشتي ٢٢ ورځ تيره شوې وه ، چي دا جګړه وشوه .

شپږديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته مي  يوشمېر پارسي لښکر  د راګا (Raga  ) څخه دهايستاسپس مرستي ته وليږل ، چي لښکر هايستاسپس ته ورسېدل ، وروسته  هايستاسپس هغه لښکر د ځان سره ( مل ) کړه  ،او  وخوځېدئ . په پارتيا (  Parthia  ) کي د پتي ګرابا نا (Patigrabana ) په نوم ښار کي يې د ښورښيانو سره جګړه وکړه . اهورامزدا زما سره مرسته وکړه  . د اهورامزدا په غوښتنه  ، ويشتاسپ هغه ټوله سرکښان ډير وځپل .  د ګارما پادا(Garmapada )  لومړۍ ورځ تيره وه چي  دهغوئ  ترمنځ دا جګړ ه  پيل شوه .   

اوه ديرشمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ تر هغه وروسته هېواد زما شو . دا ( دي ) هغه  دي چي زما په وسيله په پارتيا کي تر سره شويدي .

اته ديرشمه کرښه   : داريوش پاچا وايې ؛ يو ايالت چي  د مارګيانا (Margiana  ) په نوم ياديږي ، ښورښ وکړ  . د فرادا (Frada  )   په نوم يو تن د مارګيانا اوسېدونکو  خپل مشر وټاکئ . وروسته مي  دادارشي  (Dadarshi )   په نوم زما پارسي مرئې  و باکتريا (Bactria  )  ته وليږئ ، او هغه ته مي وويل چي مخ ته ولاړ شه او هغه ځواکونه چي  ځان زما ( تابع ) نه ګڼي وځپه . وروسته دادارشي د لښکرو سره هغه لور ته وخوځېدئ . د مارګيا نيانو سره يې جګړه وګړه  . اهورا مزدا زما مرسته وکړه  . د اهورامزدا په غوښتنه زما لښکرو  ټوله سرکښان  ډير وځپل . د اسي ياديا (Asiyadiya )   ٢٥ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت چي دا جګړه پيل شوه .

نه ديرشمه کرښه  ؛ داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه هېواد زما شو . دا  ( دي ) چي زما په وسيله په باکتريا کي تر سره شويدي .

څلوېښتمه کرښه  : داريوش پاچا وايې ؛ د  واهيازداتا (Vahyazdata ) په نوم يوتن په تاراوا(Tarava ) نومي ښار کي  چي د پارس  په ياويتيا (Yautiya )  سيمه کي ميشت وو . هغه د دوهم ځل لپاره ښورښ وکړ . داسي يې وګړو ته وويل چي : زه سميردېس ( Smerdis  ) د کوروش زوئ يم . وروسته هغه  پارسي ځواکونو چي ماڼئ ته پخوا د  انشان  (Anshan ) څخه راغلي وه زما په وړاندي  يې   ښورښ وکړ .  او د هغه  واهيازداتا  لوري ته واوښتل او ( هغه ) په پارس کي پاچا شو .

نوربيا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006