دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د بېستون ډبرليک بشپړه پښتو ژباړه

 

Biston's Inscription

 

ژباړونکئ : پوهنوال باوري 

                                                  د بېستون ډبرليک  

                                                  بشپړه پښتو ژباړه

 ( د يادېدو وړ څو ټکي  )

په ايران  کي د بېستون  لرغونې ټولګه د نړيوال کلتوري ميراث په ليکلړ کي وکښل ( ثبت ) شوه . د بېستون په لرغونې ټولګه کي د نورو اثارو او لرغونو توکو برسيره هغه تاريخي ليکنه چي د بېستون ډبرليک په نوم نامتو شوئ دئ ، نه يوازي د ايران بلکي د دې سېمي د لرغوني تاريخ لپاره د لومړي لاس اخځ په توګه د ارزښت وړ دئ .  همدې ارزښت  ته په پام سره مي دا اړينه وګڼل چي د بېستون ډبر ليک په پښتو وژباړم .

 د دې موخي د پلي کېدو لپاره مي د بېستون ډبرليک د موندلو هڅي وکړې ، د ډبر ليک انګليسي او پاړسي متنونه مي  پيدا کړ ل او د کار د اسانتيا په هيله مي د ډبرليک پاړسي متن د ژباړي نيت  وکړ ، خو کله چي مي پاړسي او انګليسي متنونه سره پر تله کړل ، په پاړسي متن کي مي يو شمير تيروتني او نېمګړتياوي  ولېدلې  ، د بيلګي په توګه د پاړسي متن شمېره پر له پسې نه ده ليکل شوې ، په داسي حال کي چي د انګلېسي متن شميره پر له پسې ليکل شوېده ، په پاړسي متن کي  د ډبر ليک يوشمير کرښي نه دي ليکل شوي او يا د پامه لوېدلي دي ، خو په  انګلسي متن کي ټولي کرښي شته . يوه بله نيمګړتيا داوه چي په پاړسي متن کي د يو شمير هغو سيمو او وګړو نومونه اړول شويدي ، چي د ډبرليک په متن کي راغلي دي  ، خو په انګليسي متن کي  نومونه د ډبر ليک د متن سره برابر دي . دا  او په دې ډول نوري لويې او وړې تيروتني مي مخي ته راغلې  ، ځکه د پاړسي متن د ژباړ ي څخه وګرځېدم او  د يونسکو وړد هړيټيج ، ايران چمبړ سوسايټي ، سايس اونلاين  او يو شمير نورو انتر نيټ پاڼو  څخه  مي دبېستون ډبر ليک انګلېسي متن ، د ژباړي لپاره وټاکئ . په دې هيله چي د ځوانو څيړونکو او د لرغوني تاريخ مينه والو لپاره د ګټي وړ وګرځي ، په وړو وړو برخو کي يې  دخپرېدو تکل کوم . ( ژباړونکئ )

                                                   د ډبرليک په اړه لنډي څرګندوني  

د هخامنشيانو دريم پاچا داريوش  د خپلي واکمنۍ پېښ ليک د بېستون په ډبرليک کي حک او ليکلئ دئ .  د دې ډبر ليک  اوږدوالۍ په ټوليزه توګه شل متره او پنځوس سانتي متره او سور يې اوه متره او اتيا سانتي متره ته رسيږي . د ليکنو او انځورونو په تړاو دا ډبر ليک په دريو برخو وېشلئ دئ . تر ټولو زياته برخه يې نه متره او اتيا سانتي متره اوږدوالۍ لري  او سور يې درې متره  او دريشپيته سانتي متره ته رسيږي  ، چي  ٤١٤ څلورسوه څوارلس کرښي ليک لري  او دا برخه په يوشمير ايراني خپرونو کي د پخوانئ پارسي ليک په نوم ياديږي  . د همدې  لوئ ډبرليک ښئ لور ته د انځورونو او ليکنو برخه شته  چي د ايلامي ډبرليک په نوم ياديږي . دا برخه پنځه متره او شپېته سانتي متره اوږدوالۍ لري او سور يې  درې متره او اويا سانتي متره ته رسيږي  . او د بيستون  ډبرليک دريمه برخه  کيڼ لورته  ليکل شوېده چي اوږدوالي يې  پنځه متره او اوه شپيته سانتي متره رسيږي  ، او سور يې درې متره  او دريشپيته سانتي متره دئ .دا برخه هم په ايراني خپرونو کي د پخوانئ ايراني ليک په نوم ياديږي چي  ټوله ٥٩٣ پنځه سوه درينوي کرښي لري . د اکدي  يا بابلي ليک په نوم د دې ډبر ليک يوه بله برخه شته چي د ايلامي ليک بر سر ښئ لوري ته ليکل شوېده . دا برخه  د ذوزنقې  په شکل حک شوېده چي لوړوالي يې څلور متره او سور يې دوه متره  او دوه پنځوس سانتي متره دئ  ، په داسي حال کي چي د وروستۍ برخي سور  يې دوه متره او يو ويشت سانتي متره ته رسيږي ، د ډبرليک دا برخه  يوسل او دولس کرښي لري . په ټوليزه توګه د دې ډبر ليک ارتوالئ  يوسل اوشل متره مريع ته رسيږي .   

 

                                                                 بشپړ متن

 

لومړئ کرښه  : زه داريوش (  Darius ) لوی پاچا ، د پاچاهانو پاچا ، د پارس پاچا ، د هېوادونو پاچا ، د هيستاسپس Hystaspes )    ( زوی ، د ارسامس  ( Arsames) لمسې .

دوهمه کرښه  : داريوش پاچا وايي ؛  زما پلار هيستاسپس(  Hystaspes )  ، د هيستاسپس  پلار ارسامس   ( Arsames )   ، د ارسامس پلار اريا رامنی ( Ariaramne) ، د اريا رامنی  پلار تېس پېس  ( Teispes )، د تېس پيس پلار  (  Achaemenes )     هخامينش .

دريمه کرښه  : داريوش پاچا وايي  ؛ د دې امله موږ هخامنشي وبلل شو چي د ډير پخوا اصيل  يو ، د ډير پخوا زموږ کورنۍ پاچاهان  وه .

څلورمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ ٨(  تنه )زموږ له نيکه ګانو څخه پاچاهان وه . زه نهم ( يم ) موږ ٩ ( تنه )يو په بل پسې  ( په دوو څانګو کي ) پاچاهان يو .

پنځمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ د اهورامزدا) Ahuramazda ( په غوښتنه زه پاچا يم  .  ماته اهورامزدا پاچاهي راکړېده .

شپږمه کرښه : داريوش پاچا وايي ؛ دا ټوله  هغه هېوادنه ( دي ) چي ما ته راغلل او د اهورامزدا په غوښتنه زه د هغوپاچا وم . پارس  ( Persia)، عيلام (Elam)، بابولونيا) (Babylonia، اسيريا  Assyria) (، اربيا (Arabia)، مودرای)   Egypt  (  هغه چي سيندونو ته څيرمه دي those ( فنيقيان ) ، سارديس) Sardis (( اونيا ،( Ionia)  ،( Media) ميديا ، ارمېنيا ( Armenia)، کپادوسيا ( Cappadocia) ، پارتيا (  Parthia) ، درنګيانا ( Drangiana)  ،ارېيا  ( Aria) خوارزميا( Chorasmia)   ، باختريا  Bactria) (، سغديانا (Sogdiana) ، ګندارا(   Gandara ) ، سا يتيا  (  Scythia ) ، ستاکيديا Sattagydia   )  ،اراکوزيا  (  Arachosia )   ماکا (  Maka ) او ټوله  ديرويشت هېواده . 

اوومه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هېوادونه چي ماته راغلل . د اهورامزدا په غوښتنه زما مريان  شول . ماته يې باج راکړ .او په شپه او ورځ کي هغه کوي   چي زما له لوري ورته وويل شي .

اتمه کرښه :   داريوش پاچا وايې  ؛  په دې هېوادونو کي چي څوک مي پلوي وو،  هغه ته مي ښه ډالئ ورکړې  او هغه څوک مي پوره وځپئ چي زما پلويتوب يې نه کاوه . د اهورا مزدا په غوښتنه  دا هېوادونو زما د قانون درناوئ کوي  ، هغسي چي زما له لوري ورته وويل شي هم هغسي کيږي .

نهمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ اهورامزدا ما ته دا پاچاهي وبخښل  . اهورامزدا زما مرسته وکړه چي دا پاچاهي لاس ته راوړم ، او د اهورامزدا په مرسته دا پاچاهي  لرم . 

لسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ دا ( دئ ) هغه څه دي  چي تر پاچا کېدو وروسته مي تر سره کړيدي . کمبايسيس ( Cambyses  ) د کوروش  زوئ زما نه مخکي پاچا وو . د سميرديس(  Smerdis ) په نوم  دهغه يو ورور وو چي د کمبوجيه پلارنئ او مورنئ سکه وو . وروسته کمبوجيه هغه وواژه ، خو خلکو ته مالومه نه شوه چي سميرديس مړ شويدئ . تر هغه وروسته کمبوجيه د مصر په لور ولاړ ، خلکو سرکښي وکړه  ( نافرماني ) وروسته تر هغه په هېواد کي درواغ زيات شول هم په پارس ، هم په ماد  او هم په ټولو هېوادونو کي .

يولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛تر هغه وروسته يوتن جادوګر د ګايوماتا( Gaumata ) په نوم  چي دپايسهياوودا (Paishiyauvada) څخه وو ،  پاڅون وکړ ، يو غر ( د ) ارکادر (Arakadr) په نوم . هغه وخت چي يې  پاڅون وکړ  وېخن مياشتي څوارلسمه ورځ تيره شوې وه . هغه وګړو ته داسي درواغ وويل  (  چي  ) زه   ، سميرديس  د کمبوجيه ورور اود کوروش زوئ  يم . وروسته له هغه ټول وګړي د کمبوجيه څخه وګرځېدل او په هغه پسې لاړل  هم پارس ، هم ماد  ، هم نور هېوادونه . پاچاهي يې ځان ته واخستل . د ګراما پادا (   Garmapada  ) مياشتي ٩ مه ورځ تيره وه ، هغه وخت يې پاچاهي  د ځان کړه . وروسته له هغه کمبو جيه پخپله ومړ .

دولسمه کرښه ؛ داريوش پاچا وايې ؛ ګايوماتا جادوګر د کمبوجيه څخه پاچا هي واخستل . هغه ( پاچاهي ) چي د ډيري زماني راهيسي زموږ د کورنۍ وه . ( خو ) وروسته تر دې ګاېوماتا نومي جادوګر  د کمبوجيه څخه واخستل . پارس ، ماد او نور ايالتونه د هغه په نوم شول  . هغه ټوله ونېول او پاچا شو .

ديارلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ هيڅ څوک نه وو،  نه پارسي او نه مادي او نه څوک زموږ له ذاته ( تخم ) څخه وو چي پاچاهي د هغه جادوګر ګايو ماتا  څخه ترلاسه کړي  . اولس ډير زيات له هغه نه ډاريدئ  ، ډير هغه کسان چي  هغه سمير ديس (  Smerdis   ) يې پيژندلئ وو هغه يې مړه کړل  ، په دې خاطر چي ګويا بيا به مي رسوا کړي  ، چي زه سمير ديس د کوروش زوي نه يم . هيڅ يوه  د دې توان نه درلود چي دګاېو ماتا په اړه يو څه و وايې  ، تر څو چي زه راورسېدم  . وروسته مي د اهورا مزدا څخه مرسته وغوښته ، اهورا مزدا زما سره  د مهربانۍ مرسته وکړه . د با ګيادي (  Bagayadi ) مياشتي ١٠  مه ورځ تيره شوې وه . هغه وخت ما  ګاېو ماتا او د هغه څو تنه نږدې  مهم  مرستندويان ( د هغه ) ووژل .  د  سيکا يووتي (  Sikayauvati ) د ماد په  سيمه  کي د نې سيا (  Nisaya)  په نوم ( يوتن ) مي هلته مړ کړ .پا چاهي مي له هغه واخيستل . د اهورامزدا په غوښتنه زه پاچا شوم  . اهو را مزدا پاچاهي ماته راکړه .

څوارلسمه کرښه  :  داريوش پاچا وايې ؛ هغه پاچاهي چي زموږ څخه اخستل شوې وه ، هغه مي له سره جوړه کړه . ما هغه  ( بيرته  ) پرحال کړه .هغسي چي پخوا وه . هغسي ما وکړل . ما هغه نياوتونونه ( پرستيشګاه ) چي د ګاېو ماتا  جادوګر په امر  وران شوي وه  ، ورغول .اولس ته مي رمې او مرئيان چي ګاېو ماتا  ترې اخستي وه بيرته ور وګرځول .  ما اولس پر خپل ځای  مېشت  ( استوار ) کړ . هم پارس ، هم ماد او هم هغه نور هېوادونه ، هغهسي چي وړاندي وه . هغه څه چي اخيستل شوي  (   وه  ) بيرته مي ور وګرځول . د اهورا مزدا په غوښتنه مي دا وکړل . ما هڅه وکړه چي خپله کورنۍ  بيا هغه ځای ته ورسوم  ، چي پخوا وو . همداسي مي د اهورامزدا په مرسته  وکړل چي بيا ګاېو ماتا زموږ کورنۍ  را چاپير نه کړي .

پنځلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛  دا ( دئ )  هغه څه چي تر پاچا کېدو ورسته مي کړيدي .

شپاړسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛هغه وخت چي مي ګاېوماتا جادوګر  مړ کړ ، تر هغه وروسته د اسينا  (Asina   ) په نوم د اوپادارما (         Upadarma      )  زوی په  ايلام (   Elam) کي پاڅون وکړ،  او وګړو ته يې وويل چي  زه د ( Elam ) پاچا يم  . تر هغه وروسته  ايلاميان واوښتل ( نافرمان ) . د هغه اثينا پلويان شول . هغه په ايلام کي پاچا شو . يو بل تن  په بابل کي  د نيد نيتوبل (Nidintu-Bel)  په نوم د ا ينايرا (      Ainaira    )  زوی ، هغه په بابل کي پاڅېدئ . داسي يې وګړي تير ايستل ( چي )  : زه نيبوچا دير زار (    Nebuchadrezzar  ) د نابوني دوس (       Nabonidus  ) زوی يم . وروسته له هغه ټول بابليان د نيد نيتوبل  پلويان شول . بابل واوښت ( نافرمان )  هغه په بابل کي پاچاهي خپل کړه .

اوولسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛  وروسته مي يوه خبرتيا ايلام ته وليږل . د اسينا  (       Asina)  يې نېولئ ماته راوست  او هغه مي و واژه  .

اتلسمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه زه د بابل پر لور وخوځیدم . د هغه نيد نيتو بل  په لور چي ځان يې نيوچادر زار باله . د نيد نيتو بل  لښکرو دجله په خپل واک کي درلوده . هلته ودريدئ  .  د اوبو تل  ډير کښته  ( عميق )وو . وروسته ما خپل لښکر پر ژيو ( مشکها )  او اوښانو سپاره کړل . او د يوشمير لپاره مي اسونه برابر کړل . اهورا مزدا زما سره د مرستي مهرباني وکړل  او د اهورامزدا په غوښتنه  د دجلې څخه تير شوم . او هلته مي د هغه نيد نيتوبل  لښکري زياتي وځپلې . د اسيا ديا  (     Asiyadiya) د  مياشتي   ٢٦  ورځي تيري شوي وې .

نولسمه کرښه  :  داريوش پاچا وايې ؛  وروسته له هغه زه د بابل پر لور روان شوم . لا بابل ته نه وم رسېدلې  چي د زازانا  (    Zazana     )   په نوم  هغه ښارچي  د فرات پر څنډو پروت دي ،  هغه  نيد نيتوبل   چي ځان يې  نيبوچا دير زار  باله د خپلو لښکرو سره زما په وړاندي د جګړې ډګر ته راغۍ . ورسته مي ( دهغه سره ) جګړه وکړه . اهورا مزدا زما سره د مرستي مهرباني وکړه . د اهورامزدا په غوښتنه ما د نيد نيتوبل      لښکري زياتي وځپلې . او پاته په اوبو کي ولوېدې . اوبو هغه يوړول . د انامکا (     Anamaka    )  مياشتي  ٢  ورځي تيري وې  چي جګړه مي وکړه .

شلمه کرښه : داريوش پاچا وايې ؛ وروسته له هغه   نيد نيتوبل    د څو تنو سپرو سره وتښتېدئ  او د بابل پر لور ولاړ . وروسته له هغه زه د بابل پر لور وخوځېدم . د اهو را مزدا په غوښتنه  مي بابل هم ونېوۍ . او هم مي  نيد نيتوبل   را ټينګ کړ . وروسته   ( مي ) نيد نيتوبل   په بابل کي مړ کړ .

د دې ژباړي نوري برځي په لاندي تړاونو کي ولولئ

د بېستون ډبرليک بشپړه پښتو ژباړه ( دوهمه برخه )

د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( دريمه برخه)

د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( څلورمه برخه )

د بېستون ډبر ليک بشپړه پښتو ژباړه ( پنځمه برخه)

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006