دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
استاد کهزاد نه هيرېدونکۍافغان مورخ او لرغونپوه

                     

                                استاد کهزاد نه هيرېدونکۍافغان مورخ او لرغونپوه

 

د پوهنوال رسول باوري  دهغي  وينا متن  چي د افغانستان  د جوړېدلو د ٢٦٠ مي کاليزي په وياړ جوړ شوي  نړيوال سيمنار  کښي واورول شوه . دا سيمنار چي په جرمني هېواد کي د افغان کلتوري ودي  ټولني له لوري يې تابيا شوې وه ، د افغانستان د پنځو نامتو مورخينو( خدای بخښلو  فيض محمد کاتب ؛ احمد علي کهزاد  ؛ علامه حبيبي ؛ مير غلام محمد  غبار  او قاضي عطالله  خان )  علمي او څيړنيزو هڅو  ته ځانګړې شوۍ وو . د يادولو ده چي دا ليکنه د هغو دوو پخوانيو ليکنو لنډه کۍ ټولګه ده چي پخوا خپرې سوېدي  ، مينه وال کولای شي چي بشپړ تفصيل يې په        ( احمد علي کهزاد د افغاني پوهانو له نظره  -  استاد کهزاد نه هيريدونکۍ افغان مورخ او لرغونپوه) تړاونو کي ولولي  :

                                 لراوبردپرانستني پرمهال

                               په جرمني کي د نوي  افغانستان د جوړېدلو د ٢٦٠ مي کاليزي يو انځور

د غونډي درنو برخوا لو اسلام عليکم ! تر هرڅه وړاندي  تاسو ټولو ته  د افغانستان  دجوړېدلو د ٢٦٠ مي کليزي  مبارکي وايم  .
----- زه خوشاله يم چي يو ځل بيا ستاسو په وړاندي په دې ستر جشن کي  د خپلي مقالې د لوستلو فرصت پيدا کوم .
-----  ما خپله ليکنه  د  :  ( استاد کهزاد نه هيرېدونکۍ  افغان مورخ او لرغونپوه ) تر سر ليک لاندي  د سريزي پرته په دريو وړو عنوانو نو کي ليکلې ده . لنډه سريزه ، د کهزاد ژوند ژواک  ؛ په هېواد کي د استاد کهزاد علمي سفرونو ځانګړني  ؛ او استاد کهزاد د افغاني پوهانو له نظره ؛ زه به هڅه وکړم چي دا ټول په لنډه توګه او لږ وخت کي ستاسو خدمت ته وړاندي کړم .
-----  په سريزه کي مي دې ټکي ته پام اړولۍ چي د شلمي پيړۍ د مورخينو تر منځ د پيښو پر تسلسل  او په ځانکړې توګه د لرغونو مدنيتو د پيدايښت په اړه دوه ځانګړي ليد لوري  په ګوته شويدي .
-----   يوهغه چي  د لرغونې نړۍ مدنيتونه د يوه ځانګړي ټاټوبي څخه ناشي او زيږنده ګڼي  چي دا ليد لور د ډيپوزن په نوم  مشهور شوئ دۍ . د دې ليدلوري په سر سر کي استراليايې داکتر اليوت سميت   معرفي شوئ دۍ .
----  دوهم  هغه ليد لورۍ دۍ چي د مدنيتونو پيدايښت د سيمه ايزو شونتياو پر بنسټ څيړي او باور لري چي د هري سيمي مدنيت ځان ته او ځانګړۍ دۍ . دې لېد لوري ته يې دسيمه ايزو شونتياو ليدلوري نوم ورکړۍ دئ . د دې ليد لوري په سر سر کي د انګلستان نامتو لرغونپوه او مورخ ګوردن چايلد ياديږي . استاد کهزاد هم د چايلد په څير د هغو مورخينو او لرغونپوهانو په لړ کي دۍ چي د مدنيتو نوجرړي   د هغو سيمو په شونتياو کي څيړلي او منلي دي .
======== 
========  داستاد کهزاد ژوند ژواک : دا زما د ليکني لومړۍ برخه ده . په (  ١٢٨٧ ) لمريز کال د ثور د مياشتي په اتمه نيټه  چي د (  ١٩٠٨ ) ميلادي کال د اپريل مياشتي(   ٢٨  ) مه کيږي  د کابل ښار د ميوند واټ په لومړۍ برخه کي د يوه لوستي  کورنۍميرزا محمد علي خان په کور کي يو ماشوم وزيږدئ چي د احمد علي په نوم يې و نوماوه . ماشوم د پلار تر لارښوني لاندي د ليک لوست کالونو ته ورسېد ، لومړۍ د سيد عبدالحميد مدرسې ته ولاړ او بيا د اتحاد او حبيبيې  ښونځيو کي درس ولوست او په  ١٣٠٨ لمريز کال د استقلال ښونځۍ څخه فارغ شو .
------- احمدعلي د ليک لوست او زدکړي ځانګړۍ استعداد درلود لا د ښونځۍ زده کونکۍ وو چي د خپلي ښونځۍ د جريدې چاري ورته وسپارل شوې او په خورا زړه راکښونکي ډول يې د جرېدې چاري سمبال کړې او هغه مهال يې د هېواد نامتو ژورناليست غلام محي الدين  انيس پام ځانه ته را واړاوه او د ښونځۍ جريده يې د انيس په چاپي موسيسه کي خپرول .
------ د ښونځۍ څخه تر فراغت وروسته سمدستي په سلطنتي ارګ کي د فرانسوي لرغونپوه مسيو کزال سره د ژباړن په توګه دندي ته وګمارل شو . ، هغه مهال يې په فرانسو ژبه د افغانستان په اړه تاريخي او کلتوري ليکنه وکړل چي بيا وروسته يې د هغې ليکني پر بنسټ فرانسوي علمي موسيسو د نامتو افغان څيړونکي په توګه ومنۍ .
------  کهزاد په لنډه موده کي د ښه ژباړن په توګه وپيژندل شو ، په بهرنيو چارو وزارت کي د ژباړن او بيا په ايتاليا کي د افغان سفارت د مامور په توګه دندي ته وګمارل شو ، خو د څه مودې وروسته يې هغه دنده پرېښودل  او هېوادته راوګرځېدۍ چي ورسره سم د کابل توقيف ځای کي بندي شو، هلته يې د افغانستان لرغونۍ  تاريخ وليکۍ چي ورسته همدې اثر د افغانستان د مطبوعاتو لومړۍ درجه جايزه وګټل .
------ په بيلا بيلو اداري پستونو کي يې دنده تر سره کړېده ، د موزيم د مدير ، د تاريخ انجمن د مشر ، د کلتوري سلا کار دنده او نوري اداري چاري  ورته سپارل شويدي ، خو کهزاد تر هرڅه وړاندي  د يوه څيړونکي ، مورخ  او لرغونپوه په توګه زموږ د هېواد په علمي کړيو کي پيژندل شوئ دئ .
------   د استاد کهزاد په سلګونو ملي سيمنارونو او په لسګونو نړيوالو کنفرانسونو کي  ګډون کړۍ چي له برکته يې د افغانستان  تاريخ او کلتور په ملي او نړيوال ډګر کي د پوهېدلو او پيژندلو وړ وګرځول شوئ دۍ .
 ------ د همدې کنفرانسونو په لړ کي د ايتاليا هېواد د لرغونپوهني انستيوت له لوري ورته د داکترۍ وياړ او د پر فيسرۍ لقب ورکړل شو . او هم يې  په امريکا کي د لرغونپوهانو د نړيوالي  غونډي څخه د برلاسي څيړونکي مقام او د سروزرو مدال تر لاسه کړيدئ  . په لنډه توګه ويلای شو چي د استاد کهزاد د ( ٧٥ ) کلن ژوندانه  زياته برخه  د افغانستان د وياړونو سره تړلې ده .

=======
  زما د ليکني  دوهمه برخه  په افغانستان کي د استاد کهزاد د علمي سفرونو ته ځانګړتياو ته بيله شوېده .
------ استاد کهزاد په خپل وياړلي او ګټور ژوند کي تر ٥٥ زيات علمي او څيړنيز کتابونه او رسالې  او تر دوه سوه زياتي  علمي مقالې او بيانيې  ليکلي دي ، چي د بيلګي په توګه  په دوه ټوکه کي  د افغانستان لرغونۍ تاريخ ، افغانستان در پرتو تاريخ  ، بالا حصار او تاريخي پيښي  ، لوۍ کوشاني کنشکا  او نور يادولای شو .
 ------ ما په دې ليکنه کي يوازي هغو کتابونو او رسالو ته پام اړولۍ چي  د استاد کهزاد  د هېواد بيلا بيلو سبمو ته  د خپلوعلمي سفرونو په پايله کي ليکلي او خپاره شويدي .
----- په افغانستان کي د استاد کهزاد لومړنۍ علمي يون  په (  ١٣١٠ ) لمريز کال د کابله تر هلمنده وو ، چي په لار کي يې د عزني ، زابل  ، کندهار ، ګرشک او فراه  تاريخي او لرغوني سيمي هم وليدلې او په اړه يې ارزښتمن مالومات را ټول کړل .  د دې سفر په پای کي استاد کهزاد خپل نامتو څيړنيز اثر د لښکرګاه په نوم وليکۍ او په دې اثر کي يې د هغي سيمي جغرافيايې  ارزښت اوتاريخي وياړنو بشپړ سپيناوۍ وکړ ،  او داسي نوي برسيره وني يې  څرګندي کړې چي تر هغه وړاندي چا نه وې تر سره کړي .
----- د استاد کهزاد دوهم علمي يون د کابله تر کنړ او نورستان پوري  په (   ١٣١١ )لمريز کال  تر سره شو . کهزاد د لاري پر سر پرتې ټولي سيمي  د يوه مورخ او لرغونپوه په توګه وڅيړلې او دا ځل بيا کهزاد يوازي د يوه لرغونپوه په توګه نه بلکي د يوه اتنولوجيست مورخ په توګه يې د سيمي په اړه پراخي څيړني او سپړني تر سره کړې . د دې پوهنيز يون پايله د هغه نامتو اثر پنځول شوه چي  هغه يې  د سروبي تر اسماره  په نوم ونوماوه . په دې اثر کي د لومړي ځل لپاره د يوه افغان مورخ له لوري د نورستان د ميشتو وګړو اريايې ريښه را څرګنده شوه او په ملي موزيم کي هم د لومړي ځل لپاره د نورستان د کلتوري اثارو نندارتون پرانستل شو .
------- په هېواد کي دننه د استاد کهزاد دريم علمي يون د هېواد  شمالي  سيمو ته د (  ١٣١٢ ) لمريز کال تر سره شو . دا يون   د لرغوني بلخ څخه بيا تر جوزجان ، فارياب ، بادغيس او هرات پوري ورسېدۍ . په دې سفر  کي استاد کهزاد دوې نامتو رسالې وليکلې چي يوه يې د افغانستان په شمال کي دری زره کېلومترو په واټن علمي سفر  او بله رساله يې  ( د کوه بابا او هريرود په مسير کي  ) تر سر ليک لاندي وليکلې . دنوښت سره سم ليکل شوي دا رسالې نه يوازي دا چي د
هېواد په تاريخ کي خوارا ارزښتمن دۍ بلکي  بهرنيو څيړونکو  يې د لرغونو سيمو د سروې او څيړني لومړني پړاونه هم  ګڼي .
------ د شل کاله ځنډ وروسته يو ځل بيا استاد کهزاد د هېواد سهېلي سيمو پکتيا ته ولاړ ، په دې سفر کي  يې د مرزکې څخه تر ٣٠ زره زيات تاريخي او لرغوني مسکوکات د سپړنو او
پلټنو په ترځ کي تر لاسه کړل او هغه يې د هېواد ملي موزيم ته وسپارل . د دې علمي يون پايله د استاد کهزاد هغه نامتو څيړنيز اثر پنځول شوه  چي د ( د افغانستان لرغوني مسکوکات  ) تر سر ليک لاندي يې وليکۍ . دا اثر اوس د کورنيو او نړيوالو څيړونکو لپاره د يوه معتبر ماخذ په توګه منل شوۍ دۍ .
------ په لنډه توګه استاد کهزاد په هېواد کي يوازنۍ مورخ دۍ چي هم يې د هېواد تاريخي سيمي ليدلي - سپړلي دي او هم يې  په اړه د علمي  معيارونو سره سم څيړنيز اثار ليکلي او خپاره کړيدي .

=====
د مقالې دريمه برخه د هغو افغاني ليکوالو او پوهانو نظريو ته ځانګړې شوېده چي د استاد کهزاد په اړه يې ليکلي او يا ويلي دي . زما په دې ليکنه کي  تر ( ١٥ ) پنځلسو زياتو افغان پوهانو نظريات  ياد شويدي ، چي زه دلته د وخت د سپما په هيله يوازي څو بيلګي يادوم :
-----   دکانديد اکادميسن پوهاند مير حسين شاه خان په نظر (( کهزاد رښتيني مورخ او دعلمي څيړنوپلوي او د سپيڅلي شخصيت خاوند دئ . ))
----  د مرحوم سر محقق دوست شينوارۍ په نظر (( استاد کهزاد د افغانستان  د لرغوني تاريخ برلاسۍ څيړونکۍ او د لرغونو وياړونو رښتينۍ مورخ دۍ ))
----- د نامتو ليکوال  اکبر شورماچ په نظر  ( استاد کهزاد  لومړنۍ  افغان څيړونکۍ دۍ چي  د نورستانيانو تير تاريخ  او اتنيکي ريښې يې څرګندي کړ ې . ))
----- د سر محقق مير احمد ګربز له نظره  (( استاد کهزاد په هېواد کي  د لرغونو اريائيانو نامتو اتنو لوجيست   او ارين پوه دۍ   . ))
----- او په پای کي غواړم په يوه لنډه جمله کي و وايم چي : د افغانستان لرغونۍ تاريخ د کهزاد پيژندني پرته نشي بشپړ ېدلای . 
ستاسو د پاملرني څخه مننه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006