دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
استاد کهزاد نه هيريدونکۍ افغان مورخ او لرغونپوه

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

 

 

استاد کهزاد نه هيريدونکۍ  افغان مورخ او  لرغونپوه

مرحوم استاد کهزاد

 

ليکنه او څيړنه ښايې د هرچا هيله وي ، خو دا هيله هغه وخت تر سره کيږي چي پر له پسې هڅي او زيار ور سره مل وي  ،  هره هڅه هم نه شي بريالۍ کيدای . په دې لاره کي د برياليتوب راز په هغه مينه او سپيڅلي ارمان پوري تړلي دۍ چي هيله من يې غواړي او د تر لاسه کولو لپاره يې هر ربړ او ستونزه پر ځان ومنۍ ، استاد کهزاد د همداسي لوړ ملي ارمان لپاره زده کړه وکړل ، ويې لوستل ، وه يې څيړل  او ويې ليکل ، په دې هيله چي  د دې هيواد راتلونکي نسلونه په خپل تاريخ ، کلتور ، او د زمانې په لمن کي  د خپل هيواد په وياړنو  او د تير مهال په  هره پيښه هغسي چي وه او هغه سي چي پيښه سويده ، ويې لولي او پوه شي .

د استاد کهزاد د ژوند هر برخه د دې وينا پوره سپيناوۍ کوي ، هغه لا د ښونځۍ زده کوونکۍ وو چي د خپل هيواد د تاريخ په اړه يې د فرانسوي لرغونپوهانو سره  په دې هيله چي د  هيواد په  تاريخ اوپه لرغونو پيرونو کي  د دې هيواد په ارزښت پوه شي  ، د ژباړي چارو ته ودانګل  . د ښو ونځۍ څخه د فراغت سره سم يې د فرانسوي ژيې د ژباړي کار د فرانسوي کار پوهانو سره پيل کړ ې . د همدې ژباړنو چارو د هغه په ژوند کي د هغه د راتلونکي  برخليک د هغي ذاتي ميني سره سمون ورکړ چي له پخوايې هيله وه ، هغه د هيواد د ملي وياړونو او تاريخ سره سپيڅلې مينه درلوده او هغه مينه يې  داسي وپالل چي د ژوند تر ورستيو ورځو يې خپل ذهن ، خپل قلم او خپل توان  دريغ نه کړ  .  زه په دې ليکنه کي د استاد کهزاد  د علمي هڅو هغه ټولو اړخونو ته  نه ګرځم ، چي استاد تر سره کړيدي ،  يوازي غواړم چي د  استاد هغه  سفرونه را ياد کړم چي د هيواد بيلا بيلو برخو ته يې د هيواد د لرغوني تاريخ او لرغوني برم د لا ښه پيژندلو په نيت تر سره کړي  او ورسره هغه  ونډه  هم را ياده  کړم چي د هيواد د لرغونپوهني په برخه  کي يې تر سره کړيده  .

هغه وخت چي استاد کهزاد  خپلي لومړنۍ علمي او کلتوري هڅي پيل کړي ، د لر غونپوهني علمي څانګي  زموږ په هيواد کي ديوه ځوان دسپلين په توګه لومړني ګامونه پورته کول . د افغانستان او فرانسې هيوادونو  تر منځ  لومړي رسمي تړون کي   په ١٩٢٢ زيږد کال د دواړو هيوادونو د هئيتونو تر منځ لاسليک شو ، چي  په افغانستان کي  د علمي او رسمي سپړنو  پيل ګڼل کيږي  . له همدې کالونو وروسته په هيواد کي يوپه بل پسې يوشمير سيمي د فرانسودي لرغونپوهانو له خوا تر څيړلو وروسته وسپړل شوې ، چي له نيکه مرغه يې ښې پايلي درلودۍ .

استاد کهزاد د هيواد بيلا بيلو سيمو ته د فرانسوي لرغونپوهانو سره د سيمو د سروې او څيړنو په نيت پر له ښسې سفرونه وکړل ، چي  د هر سفر پايله يې د هيواد  دتاريځ د يوې ناڅرګندي برخي را پيژندل وه ، ، په ١٣١٠ لمريز کال استاد د هيواد سهيل لويديځو سيمو ته د يوه بهرني ټيم سره  داسي ارزښتمن سفر وکړ چي د کابل ، غزني ، کندهار ، ګرشک او فراه سيمي يې د يوه څيړونکي او مورخ په توګه سروې او په اړه يې زياتي علمي او هر اړخيزي ليکني وکړې ، چي  ليکونو يې نه يوازي د هغو سيمو په پيژندلو کي يې ستر ه ونډه درلودل بلکي د راتلو نکو څيړنو لپاره يې د مورخينو او لرغونپوهانو لاره لنډه او څرګنده کړل  . د لښکر ګاه په نوم ليکل شوۍ اثر کي د استاد  د دې يون لاس ته راوړني په ښه توګه برملا سويدي .

 

                                 

            په لښکرګاه  کي ديوې دتاريخي ودانۍ پاته شوني

((  د سروبي څخه تر اسمار  )) پوري د استاد کهزاد هغه ليکنه ده چي  د ١٣١١ لمريز کال د سفر پر وخت  چي  د  دنمارکي  او فرانسوي څيړونکو سره يو ځای  تر سره کړۍ و .  په لاره کي پرتې سيمي  لکه  سروبي ، کنړ، اسمار ، بريکوټ  او يوشمير نوري سيمي د يوه افغان څيړونکي په توګه وليدلې او د سروبي څخه تر اسمار پوري ليکنه يې داسي بشپړه کړه چي  له يويخوا يې د تاريخي پلوه  د دې سيمو ارزښت را برملا کړ او له بله پلوه  يې د يوه اتنولوجست مورخ  په توګه    په سيمه کي د ميشتواولسونو او وګړو اتنکي څرک را څرګند کړۍ . د لومړۍ ځل لپاره يې د نورستانيانو اتنکي جرړي  لرغونو اريائيانو ته ورسولې او په دې تر تيب يې  په نورستان کي د ميشتو اولسونو په اړه   هغه ټول  بيلا بيل اندونه او بر بنسټه سوچونه چي د نورستانيانو په اړه رايج او يا ويل کيدل ، هغه يې رد او د خپلو څيړنو د رښتينوالې لپاره يې  هر اږخيز او ډاډمن اسناد او لاسوندونه وړاندي کړل . چي نه يوازي د کورنيو مورخينو د قبول وړ وکرځيدل بلکي د بهرنيانو لپاره هم د يوي معتبري نظريې او رښتيني  مودل په توګه يې خپل موقف وموند  .

                                         

          دنورستان دوه تنه  ځوانان              په نورستان د ميشتو اولسونو کوچانۍ ژوند         

 د همدي سفر يوه بله نه هيريدونکي لاس ته راوړنه په کابل موزيم کي د نورستان د اولس لاسي صنايع  ، کلتوري او فرهنګي اثارو په زړه پوري نندارتون ته زمينه برابره ول  دي ، چي په دې برخه کي د استاد کهزاد ونډه ټاکونکي او لومړنۍ وه .

 

                                              

 په  نورستان کي د لرګيو څخه جوړي سوي دوۍ پژۍ ، چي په ملي موزيم کي ساتل کيدې  .

  

د هيواد شمالي برخو ته د استاد کهزاد سفر ځانګړي لاس ته راوړني  درلودې . په ١٣١١ لمريز کال د ميزان په مياشت کي  يې يو اوه ويشت ورځنۍ سفر له کابله پيل کړ . د ښکاري درې  څخه تير شو او د ايبک سيمه يې وليدل ،

                                                    

                  د ايبک لرغوني ستوپه                                            د ايبک لرعونې ځای

 لرغوني بلخ  ته ولاړ ،  بالا مرغاب يې وليدۍ او له هغه ځايه  پخواني او تاريخي هرات ته ولاړ او هغه  تاريخي سيمي يې هم د يوه برلاسي مورخ په توګه  وليدلې

   

 د لرغوني هرات يوعسکر کوټ                              

 

، بيا دګرشک او کندهار له لاري کابل ته راستون شو ، استاد کهزاد خپل  دا يون په دويوو ارزښتمنو ليکنو کي چي د (( په افغانستان کي دريزره کيلومتره سفر ))  او   (( د کوه بابا او هريرود  په مسير کي ))  ډير په زړه پوري جوت کړيدۍ . په دې لار کي  يې د هغو ټولو تاريخي سيمو او ابداتو پيژندنه وکړل  چي استاد او د هغه سره مل  بهرني هئېت  يوځاي وليدل .

د هيواد سهيل ختيځو سيمو او په ځانګړي توګه  پکتيا ته د استاد کهزاد رسمي سفر هغه وخت تر سره شو چي د ګرديز په ميرزکې  نومي کلي  کي د يوې لرغوني خزانې خبر د وخت چارواکو ته په ١٣٣٦ لمريز کال  ورسيدۍ . استاد کهزاد ديوه علمي ټيم د مشر په توګه چي د فرانسې د ډافا د ټيم څيړونکو هم ورسره ملګري وه ، سيمي ته ولاړل . په ميزکه کي د سروې او لومړنيو څيړنو وروسته  يې سمدستي  په مير زکه کي  څيړني پيل کړې ، چي      د دې سپړنو په نتيجه کي تر لس زره زياتي طلايې ،نقره يې او مسي  سکې تر لاسه او  کابل موزيم ته  وسپارل شوې  . په دې مسکو کاتو کي د افغانستان د لرغونو زمانواو په ځانګړي توګه   تر اسلامي دورو وړاندي زمانو پور   اړوندي سکې  تر لباسه شوې چي د هيواد د لرغوني تاريخ په اړه يې  ارزښتمن مالومات درلودل .

لنډه دا چي استاد کهزاد د هيواد زياتي برخي وليدلې ، د هغو علمي سروې يې وکړل او هم يې په اړه داسي ليکني وکړي چي زموږ د هيواد په تاريخ کي وياړلۍ  او نه هيريدونکۍ ځای لري  . په دي برخه کي د هغو مقالو او ليکنو لړۍ را يادوم چي استاد د لرغونپوهني په اړه ليکلي او خپريې کړيدي . البته د پوه ره يادوني او پاملرني خبره  ده چي د استادکهزاد  ټولي ليکني او او هغه تاريخي  ليکل شوي اثار او کتابونه چي  د هيواد تاريخي شهکارونه  دي ، په دې لنډه ليکنه کي يي را يادول او پيژندل  شوني کار  نه دۍ  ، يوازي د بيلګو په توګه د  هغو مقالو يادونه کوو چي د لرغونپوهني په اړه يې د هيواد په بيلا بيلو مجلو او يا کالنيو کي خپرې کړيدي :

١ : لرغونپوهنه په افغانستان کي ؛

٢د بلخ پر سيمه سپړني  او څيړني ؛

٣ : په افغانستان کي د لرغونپوهانو سفرونه :

٤ : باختر اود سره کوتل عبادتځای  ؛

٥ : د کاپيسا او بګرام درې پوړيزه لرغونې ښار :

٦ : د سره کوتل اورتون ؛

٧ : په کوشان ښار کي ؛

٨ : د منديګک د سپړنو پای ؛

٩ : د سره کوتل سپړني ؛

١٠ په غزني کي سپړني او د اثارو بياجوړونه ؛

او داسي په لسګونو نوري ليکني ، استاد کهزاد د بهرنيو څيړونکو يوشمير داسي   ليکني هم ژباړلي چي د هيواد په تاريخ کي ارزښتمن او پباوړۍ ځای لري  ، چي د بيلګي په توګه د يوشمير ژباړل شويو ليکنو بيلګي را يادوو :

١ : په افغانستان کي نوي سپړني ، د پروفيسور هاکن   ليکنه ؛  ١٣١٦ لمريز کال .

٢ : د سيستان په نادعلي کي د سپړنو راپور ، د فرانسوي لرغونپوه ګيرشمن   ليکنه ؛  ١٣١٧ لمريزکال .

٣ :  د منډيګک سپړني  ، د مسيو ګزل ليکنه ؛ ١٣٣٤ لمريز کال .

٤ : سور کوتل  ، د هاکن ليکنه .؛ ١٣١٦ لمريز کال .

٥ : د افغانستان لرغونۍ هنرونه ، د بنجامن رولاند ليکنه ؛ ١٣٤٦ لمريز کال

او په دې تر تيب په لسګونو نور ليکني او ژباړي د استاد کهزاد څخه د ملي ارزښتمن ميراث په توګه را پاته دې . د استاد کهزاد څخه پر دري او پښتو ليکنو او کتابو نو سربيره ، نور ليکني چي په بهرنيو ژبو يې ليکلي د يوه ارزښتمن ميراث په توګه پالته دې ، په دې برخه کي د بيلګي په توګه د يو شمير اډارو يادونه کوو :

١ : د باميان لارښود : په انګليسي ژبه  ١٣٣٥ لمريز کال .

٢ : د افغانانو دود اودستور ، په فرانسوي ژبه ، ١٩٥٣ زيږد کال .

٣ : سکندر په افغانستان کي ، په فرانسوي ژبه ، ١٩٤٦ زيږد کال .

٤ : د کابل لار ښود ، په انګليسي ژبه ، ١٣٤٦ لمريز کال .

٥ : د افغانستان او هندوستان اړيکي ، په فرانسوي ژبه ١٣٣٢ لمريز کال .

او داسي نور ي زياتي مقالې او اثار يې په بهرنيو ژبو ليکلې او په دې تر تيب يې  د بهرنيانو لپاره  په ملي احساس او افغاني مينه د افغانستان د پيژندلو زمينه برابره کړيده . دا داوسنيو ځوانو نسلونو دنده ده چي د استاد کهزاد  هغه ملي او افغاني خيال او ايديال   ته لا نوره  وده ورکړي او د هغه پياوړي استاد علمي څيړني او کلتوري هڅو ته په درنښت وګوري او د درناوي حق يې وساتي .

يادونه : د ليکني په متن کي د يادشويو مطالبو د هري برخي لپاره د مرجع ليکل به د دې ليکني تر کرښو زيات شي ،  د درنو لوستونکو څخه په درنښت هيله کوم چي د مطالبو د ثقم او رښتنتوب لپاره لاندي اخځونو ته ورشي .    

باوري . رسول  . ( کهزاد او لرغونپوهنه ) .  ياد نامه کهزاد ، ١٣٦٧ .

١ : پو لاديان . عبدالجليل . (  تاريخچه مختصر تحقيقات مشترک افغانستان – فرانسه ) . باستانشناسي افغانستان . ١٣٦٣ .

٢ : فانوس . (  کهزاد تاريخ شناس برچکاد تاريخ )  . باستانشناسي افغانستان . ١٣٦٢ .

د استاد کهزاد د عکس په اړه يادونه

دمرحوم استاد کهزاد عکس د فردا سايټ څخه نقل شويدۍ.

له هغوۍ څخه مننه

ليکوال : پوهنوال رسول باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006