دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دروزګان ولايت د نوم اړولو په تړاو نظر غوښتنه

 

 بابوزي په قلم :


د هېواد اولسمشر او ملي شورا ته يو وړانديز

                                 د روزګان  ولايت دي د(  اراکوزيا  )  او يا ( هراوتيا ) په نوم يادشي
 
د سيمو د نومونو اړول او نوم ايښودل د دې لپاره کيږي چي ځانګړۍ جغرافيايې موقعيت څرکند کړي ، دا نومونه يا د تاريخي هويت پر بنسټ ايښودل کيږي ، ياد سيمو او اولسونو په خوښه دود ګرځول کيږي او يا هم واکمنه اداره  د يوې سيمي لپاره  نوم  غوره کوي  او بيا يې د تعميم او په اولسونو کي  د منلو  چاري  په پر له پسې توګه څاري  او پالني ته يې هوډمن پاته کيږي  .
په  افغانستان کي   د ١٣٤٣ لمريز کال را هيسي يو اداري واحد د روزګان ولايت په نوم رسميت درلود چي ځانګړي حدود او سيمه يې په بر کي نيولې وه ، د وخت د غوښتني پر بنسټ هغه وخت د هېواد د يوشمير نورو ولاياتو په څير  د روزګان ولايت هم  د خپل  مرکز په نوم ونومول شو .  د روزګان نوم هغه مهال پر ولايت ومنل شو چي  مرکز يې  روزګان وو . د دوو کالونو  وروسته د روزګان مرکز د تيرين کوټ ښار ته نقل شو ، خو د روزګان ولايت نوم بدل  نه شو .
په کار دا وه چي هغه مهال د روګان ولايت نوم ته پام شوۍ وای . په هيواد کي د داسي ولا يتونو بيلګي شته چي د خپل مرکز په نوم ياديږي ، لکه کندهار ، کابل ، بغلان ، او نور ، خو داسي ولايت نشته چي د خپلي ولسوالۍ په نوم نومول شوئ وي  ، دا يوازي د روزګان ولايت دۍ چي د زياتو بدلونو وروسته بيا هم د خپلي يوې ولسوالۍ په نوم ياديږي  .
اوس چي د روزګان ولايت په اداري ويش او ځمکني ارتوالي کي بدلون راغلۍ دۍ ، اړينه بريښي چي د پخوانيو تيروتنو سمون ته پام واړوو . اوس  په پخواني روزګان کي دوه ستر بدلونونه راغلي چي د نوم اړولو او يا د نوم  سمون ته يې اړتيا پيښه کړېده . لومړۍ بدلون خو څو کاله وړاندي پيښ شوۍ وو چي د  روزګان  ولايت مرکز ترين کوټ وټاکل شو ،  په دې ډول هغه هويت تر پښتني لاندي راځي چي  روزګان درلود ،  دوهم بدلون  دا دۍ چي په دې ورستيو کي د پخواني روزګان يو شمير ولسوالۍ د روزګانه بيلي او د دايکندي په نوم د بيل ولايت او اداري واحد په توګه د هېواد په ادري ويش کي منل شويدۍ .
اوس د دې وخت را رسېدلۍ چي د روزګان ولايت پر نوم له سره غور وشي ، هيله من يم چي د ښاغلي اولسمشر او ملي شورا درنو غړو ته به د زياتو ويلو او ليکلو اړتيا نه وي ، د يادو شويو منطقي  ارونو پر بنسټ به د هېواد   جغرافيا پوهانو او مورخينوته دنده وسپاري چي  روزګان ولايت لپاره د نوي نوم  ټاکلو او يا پيداکولو چاري تر سره کړي  . او په دې ترځ کي د دوو تاريخي نومونو  وړانديز د خپل لوري بيځايه نه ګڼم چي  اوسنۍ روزګان دي  د ((  اراکوزيا  ))  او يا (( هراوتيا  )) په نوم  و نومول شي .  ستاسو نظر او رايه څه ده ؟ تاسو کولای شۍ چي زما د ايميل له لاري   (  babozay@hotmail.com  )خپل نظر راورايه  راوليږۍ  . د دوو اونيو وروسته به د راليږل شويو رايو راپور په همدې پاڼه کي خپور شي .
په درنښت
بابوزئ

                                         دنظر غوښتني پايله

                            د روزګان ولايت د نوم اړولو په تړاو د نظر غوښتني پايله

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006