دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د روزګان ولايت د نوم اړولو په تړاو د نظر غوښتني پايله

د بابوزي په قلم

                                     د روزګان  ولايت د نوم  بدلولو په اړه د نظر غوښتني  پايله

ستاسو ټولو ورڼو خوېندو منندوۍ يم چي د روزګان  ولايت لپاره د نوم اړولو په تړاو  ټولپوښتنه کي مو ونډه واخستل  .  د ويلو او ليکلولومړۍ خبره دا ده چي  په دې ټولپوښتنه کي  د هېواد هغه شمير ليکوالو ، پوهانو  او څيړونکو چي د انتر نيت اسانتيا يې درلودل  ، د دوو اونيو په ترځ کي  خپل نظرونه د خپل علمي صلاحيت اوادبي کرامت په مراعات او نظرکي نيولو سره  د وړانديز  لوستونکو ته څرګندکړل  . هم يې د وړانديز نيمګړتياوي په ګوته کړې او هم يې  د سپيناوي لپاره وضاحتونه و ليکل  ، زه د خپل لوري تاسو ټولوته  د زړه له کومي مننه او کور ودانۍ وايم .
که د اندونو منځپانګو ته ځير شو ، په ټوليزه توګه درې لړه موندلای شو . لومړۍ هغه چي دروزګان ولايت د نوم د بدلون غوښتونکي دي ، دوهم هغه چي  د روزګان  ولايت  دنوم  بدلون  نه غواړي او دريم هغه چي د دې وړانديز  تر څنګ  او يا تر دې وړانديز لومړۍ د نورو ستونزو يادونه  غواړي .
نن  دجمعې ورځ  د ١٣٦٨ لمريز کال د تلي شپږمه  نېټه چي  د ميلادي(  ٢٠٠٧ ) کال د دسپتامبر مياشتي  (   ٢٨  ) نېټې سره برابره  ده  ،   ټولو( ١٣٣ ) تنو ښاغليو هېوادوالو په خپل ارنوم او يا مستعار نوم خپل ليدلوري ، د نظر مهم  ټکي  او اندونه  څرګند کړيدي . د دې ټولو  اندونو   څخه پنځه اويا ( ٧٥ ) تنه هغه ښاغلي  دي  چي د وړانديز تر څنګ د نورو ستونزو يادول  اړين ګڼي   ، شپږ څلويښت ( ٤٦ ) تنه هغه ښاغلي دي چي  د بدلون غوښتونکي دي ،  دوولس ( ١٢) تنه هغه ښاغلي دي  چي دنوم بدلون  نه غواړي  . په دې توګه د نظر غوښتني  لومړنۍ پايله دا څرګندوي چي  د روزګان اوسنۍ نوم دي  په اراکوزيا واړول شي .  دې ټولو ښاغليو  هېوادوالو  يا په مخامخ د بريښنا پاڼي د لاري او يا هم زما د ايميل د لاري  په دې نظر غوښتنه کي ونډه اخستې ده . د ياودني وړ ګڼم چي  زما د ايميل پر ليکه  رسېدلي  ټول ايميلونه  د استثنا پرته  بريښنا پاڼي ته ليږل شويدي  .
د دې يادوني  ځان  پوروړۍ  ګڼم  چي د هغه شمير درنو ليکوالو ، څيړونکو او پوهانو څخه  د زړه له کومي مننه و کړم چي مهرباني يې کړې او خپل اند ونه يې په خپل ارنوم څرګند کړي دي ، په ځانګړي توګه د نامتو مورخ داکتر نبي مصداق ، افغان لرغونپوه  رسول باوري  ، د خواږه نثر ليکوال  نعمان دوست ، ښه شاعر او ليکوال حاجي امين  باوري ،  ګران ورور خواخوږۍ ،ښاغلۍ عبدا لله لودين ،  ښاغلي رحمت الله عثماني  او يو شمير نور اود دې تر څنګ  دهغه شمير نامتو ليکوالو او څيړونکو څخه چي په مستعار نومونو يې ليکني کړي  او نظرونه يې څرګند کړيدي ، هم د زړه له کومي مننه کوم .  
په ليکل شويواندونواو نظرونو کي  د  يادولو درې د پام وړ ټکي شته چي لږ تر لږه  ديوې لنډي توضيح غوښتونکي دي . لومړۍ هغه  نسبتا ګونګ مطلب  يادوم چي په وړانديز کي  شته او يو شمير دوستانو هغه ته ګوته نيولې ده ، او هغه د بلخ ولسوالۍ  بيلګه وه چي په نوم يې ولايت ياد شويدئ ، دا زما تيروتنه ده  چي په ټول هېواد کي مي بايد د دې استثنا يادونه کړې وای ، خو زه درنو لوستونکو ته دا ويل غواړم چي  له يوېخوا بلخ  يو داسي تاريخي نوم  دئ چي د هر افغان سره يې تاريخي شاليد شته  او بل  دا چي  د بلخ ولايت د پيل څخه په همدې نوم يادشوۍ  او تر اوسه  دکوم ځانګړي بدلون پرته پر خپل حال پاته دۍ ، خو د روزګان ولايت  برخليک بيل دۍ ، يوځل يې  مرکز بدل شو ، بيا يې يوه  ولسوالۍ په غزني او يوه علاقه داري په کندهار ولايتونو پوري وتړل شوې  او تر هغه وروسته پر دوو ولايتونو وويشل شو  اود حېرانتيا ځای لا  دا دۍ چي تر اوسه په دې ويش کي دوې ولسوالۍ   ( ګيزو او نېش )   د وﻻيت  په محدوده کي له سره ځاې نه لري او موقف يې ورک دۍ چي په کوم ولايت پوري تړلي دي  ، او په دې ډول نوري  اداري او ټولنيزي ستونزي  شته چي  ما او يو شمير نورو دوستانو هغو ستونزو ته  په تيرو ليکنو کي ګوته نېولې  او اړين تفصيل يې  وړاندي شوۍ دۍ .
د يادوني دوهم ټکۍ د هغو لږ شمير هېوادوالوپوښتنه او غوښتنه وه   چي د اراکوزيا  او هراوتيا د نومونو په اړه يې   درلودل .   زه فکر کوم چي په وړانديز کي  مخامخ د مسلې ټولي خواوي نه شي ځاېدلای ، د ليکنيزو ارونو له مخي د وړانديز  لومړۍ متن بايد لنډ او اړوندو کسانو ته د پوهېدلو وي . هر وړانديز ضميمه او تړاونه لري چي د مباحثې په ترځ کي ورته اړتيا پيښيږي . د دې سره – سره ښايې  د نورو دوستانو د ليکنو څخه به يې مالومات بشپړ شوي وي ، خو زه يوازي د اراکوزيا په اړه غواړم وليکم   : زه دا منم چي د اراکوزيا منځنۍ برخه اوسنۍ کندهار دۍ ، خو اراکوزيا  د لرغوني درنګيانا ، هريوا ، ستاکېديا  او ګندروسيا په منځ کي پرته سيمه وه . چي د اوسني غور څخه تر بلوچستانه  د اوسني نيمروز څخه تر غزني پوري سيمي يې په بر کي درلودې  . که دا تاريخي نوم د اړوندي سيمي پر يوې برخه کښيښودل شي ، دابه  دهغه تاريخي هويت د بيا يادولو لا ميل شي چي اوس يې د هېواد پر هيڅ يوه سيمه  نوم نه اورېدل کيږي  . د دې خبري يادول هم اړين ګڼم چي دتاريخي جغرافيا پوهانو له نظره که د يوې تاريخي سيمي پخوانۍ نوم د هغې سيمي پر يوه برخه پاته وي او يا ونومول  شي ، دا به د تاريخي هويت د سپيناوي لپاره  خورا اغيزمنه چاره وي .    
   په ټولپوښتنه کي د برخه والو  زيات شمير د روزګان  نوم د بدلون پر ځای او يا د هغه وړانديز تر څنګ  د هغو ناخوالو او زړه ريږدونکو حالاتو يادونه کړې چي  اوس يې د ټول هېواد او بيا د روزګان ولايت د ميشتو اولسونو لمن نيولې او پر کمبله يې هره ورځ د غم نارې وهل کيږي . زه په بشپړه توګه د هغو هېوادوالو د دې نظر سره موافق يم چي هغه ناخوالي بايد يادي شي او د ليري کولو لاري چاري ورته پېداشي . خو يوه ټکي ته د ګرانو لوستونکو پام اړول غواړم او هغه دا چي ، د روزګان ولايت په اړه دا زمالومړنۍ ليکنه نه ده ، ښايې يو شمير دوستانو او هېوادوالو به په دې اړه زمانوري ليکني لوستلي هم وي  . د بيلګي په توګه زما يوه بله ليکنه چي ( روزګان يې نه لري ) تر سرليک لاندي  په روزګان نومي مهالنۍ ( پنځمه  ګڼه ١٣٨٦ لمريز کال د وري مياشت ) کي خپره شوه . په هغه ليکنه داسي وه چي : 
((      د بابوزي په قلم
پر افغان اولس مشر د رو زګان چيغه
روزګان يې نه لري  :
١ -  روزګان  قير سرک نه لري .
٢ -  روزګان بريښنا نه لري .
٣ -  روزګان عالي ليسه  نه لري .
٤ -  روزګان  ورځپاڼه ، را ډيو  او تلويزيون نه لري .
٥ -  روزګان  د چښلوصحي او به نه لري .
ښاغلې اولسمشره ! تاسو به خامخا و واياست چي دا نه لري نو څه لري ؟
١- د کار لپاره بشري توان لري  ، چي کار ورته نه پيدا کيږي .
٢ - د بريښنا بندونو لپاره ډير مناسب ځايونه لري ، چي دجوړېدلو نيت يې نشته .
٣ - د زدکړې  او روزلولپاره ځوان نسل لري ، خو  ښونځۍ ورته نشته  .
٤ - د خبرونواوريدلو هيله اودسندروذوق لري ، خو لاس رسئ يې نشته .   
٥ -  دکرهڼيزو مځکو لپاره د خړو اوبو ګټور سيندونه او ويالې لري ، خو ګټي اخستلو ته چمتو شوي نه دي  .
ښاغلې اولسمشره دا چيغه به تاسو ته ورسيږي اوکه نه ؟ ))
 زما ليکني او په وړاندي يې بېځایه نيوکي  هم ښايې يو شمير دوستانو لوستي وي ، که چا نه وي لوستلي  ، زه  تاسو ښاغلي د يوې بيلګي لوستلو لپاره  د انتر نيت دې تړاو ته رابولم  : ( تاسو د سرچ په ستون کي دا پته شامله کړۍ تاسو به د ټول افغان د بحث فورم ته ورسوي  ، چي سر ليک يې دۍ د غمخور روزګان څه غواړي )
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=18584&highlight=#18584  ) 
هغه مهال چي مي د روزګان چيغه پورته کړل يو شمير ورڼو په يوه او بله بهانه زما ليکنه تحرف او بلي خواته کش کړل چي تاسو لوستونکي د هغو غبرګونو نو تر لوستلو وروسته ښه قضاوت کولای شۍ .
زه غواړم د پايلي په توګه دوه ټکي ياد کړم لومړۍ دا چي روزګان د پخوانيو دولتي ستراتيژيو پر بنسټ د لړزانده برخليک سره مخ دۍ ، په پخوانيو دولتي ستراتيژيو کي يو خورا مهم ليدلورۍ داو چي په هيواد کي د ميشتو اولسونو تر منځ د ادارې ويش يوه ګډوله او پيوند کولای شي چي ملي يواوالي ته لاره پرانيزي ، همدا ستراتيژي وه چي د هېواد يو شمير ولايتونه يې چي د اولسونو د ګډون شونتياوي يې درلودې ، هغه يې سره پيوند او وتړل چي تر يوه بريده يې ګټوري پايلي هم درلودې  ، روزګان ، غزنۍ ، نيمروز ، هرات ، بادغيس ، پروان ، او يو شمير نور د همدې ستراتيژۍ بيلګي دي . خو  هغه پخوانۍ ستراتيژۍ  د اوسنۍ واکمني ادارې له لوري   ړنګه شوې  او د نويو واکمنو  ، مشاورينو او سلاکارانو د ليدلورو  پر بنسټ  د نويو ستراتيژيو د پلي کولوچاري پر له پسې  پلي کيږي . په دې لړ کي يوازي  روزګان دۍ چي سرکونډۍ ورکول کيږي ، خمکنۍ پراختيايې  ناڅرګنده  اوبلکل  له پامه پريوتۍ دۍ .
دوهم ټکي دا چي که د ښاغلو هېوادوالو له لوري ورکړل شوي نظرونه او اندونه په احصائيوي اصطلاح بيلګه (نمونه ) وګڼو د نوم د بدلون په ګټه زياتو هېوادوالو خپله رايه څرګنده کړېده .  دې پايلي ته په پام ، که  اوسني روزګان ته د ( اراکوزيا )  تاريخي نوم  ورکړل شي  ، له يويخوا به هغه تاريخي نوم بيا را ژوندۍ شي له بله اړخه به دهغو سيمو او ولسواليو برخليک  څرګند شي چي لا تراوسه په ناڅرګند حالت کي پاته  شويدي . او د نوم اړول به ښايې  دا زمينه هم برابره کړي چي د يو شمير دولتي واکمنو او چارواکو له لوري د پام وړ وګرځي  او په دې  ډول به د هغي سيمي اولسونو ته د پيښو ستونزو د هوارۍ    يو هڅونکۍ پيل شي . په دې هيله چي په ټول هېواد کي امن ، سوله اود بسيا ژوند شونتياوي  زموږ د غمځپلو هېوادوالو په برخه شي .

يادښت : که ګران لوستونکي د دې پايلي سره موافق نه وي ، کولای شي چي زما د ايميل د لاري خپلي نيوکي اونظرونه  راوليږي  ، چي په ځانګړي توګه به يې د خپرېدلو هڅه وکړم . babozay@hotmail.com
ټولو لوستونکو ته په درنښت
بابوزئ

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006