دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د عینک په لرغونې سیمه کی لیتوسی ستوپی
لیکوال: پوهاند محمد رسول باوری لیتوس ګل او د عینک په لرغونې سیمه کی لیتوسي ستوپې سریزه: په نړی کی دوې نامتو طرجی د لرغونو تمدنونو د پیژندلو لپاره د ډیرو پوهانو د ملاتړ وړ ګرځیدلي دی.لومړۍ هغه طرحه ده چی د نړی ټول تمدنونه دیوه ټاټوبی څخه را پیل سویدی. دا طرحه د فرانسوی ماریت له لوری وړاندی سوه او بیا د نامتو لرغونپوه ګوردن چایلد له لوری یی ملاتړ د دې سبب سو چی تر نیمی پیړۍ د پوهانو پر اذهانو واکمن پاته سی.دوهمه طرحه چی لومړۍ طرحه یې چلینج کړه د دنمارکی لرغونپوه بوسر آپ له لوری وړاندی سوه او د نړۍ د زیات شمیر او جتی د واکمن فکر په توګه تر اوسه هم د پږهانو پرذهن حاکمیت لری ، په دې طرحه کی محوری ټکۍ دا دۍ چی هر تمدن د خپلو محیطې امکاناتو په لمن کی منځ ته راغلئ او وده یې کړېده.همدې اصل ته په پام د لیتوس ګل او د عینک په لرغوني سیمه کی لیتوسی ستوپې په اړه دا سمینار تر تیب کړیدئ. ) ۱ : ۱۵ ) په لوګر ولایت کی د عینک سیمه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۵ لمریزکال د لرغونی سیمی په توګه و یژندل سوه.په همدې کال فرانسوی لرغونپوه جي. فوسمن په مشری یوې ډلی لرغونپوهانو دې سیمی ته سفر وکړ او بیا روسی لرغونپوهان هم د دې سیمی لیدلو ته ورغلی دی.د لومړی ځل لباره د دافا له لوری په ۱۳۵۶ کال د سیمی مقدماتی سروې سویده.دهمدې مقدماتی سروې پر بنسټ دا سیمه د کوشانی پیر اړوند منل سویده. د مځکی پیژندنی روسی هییت په ۱۳۶۱ کال د عینک په سیمه کی د یو شمیر تونلو د نښو را پور ورکړ چی په پخوا زمانو کی وهل سویدی. په همدې کال د افغانستان د لرغونو ټاټوبو په شمیر کی شامله سوه. په ) ۱۳۸۳ ، ۱۳۸۵ او ۱۳۸۷ ل.( کالونو کي د لرغوني پوهني یو افغان هیئت د مس عینک د ساحې لیدنه وکړه اوهمدا مهال د عینک په ساحه کي اساسي سروې او کیدندني پیل سوې. اخري سروې په ) ۱۳۹۱ ل.( کال کي وه، چي د لوګر ولایت د مس عینک د ساحې اووه کلي پکښي شامل وګڼل سوه .د لرغونی ساحې ټول ټال ارتوالی ) ۳۱۰۰۰ ( یودیرش زره جریبه مځکه احتوا کوي چی په همدې ساحه تر اوسه ۴۳ لرغوني ساحې په نښه سویدی.د کیندونو چاری په پیل کی د کانو او پېرولیم وزارت له لوری تنظیم او پر مخ بیول کیدی، خو د ۲۰۱۷ حولای میاشت کی د سپړنو چارو د سمون او څارنی واک د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته و سپارل سو. د دې سپړنو په ترځ کی تر اوسه ۴۳ سایټونه یا ټاټوبی په نښه سوی او د سپړنو چاری یې د لرغونپوهنی داصولو سره سم پر مخ ځی. په دې سیمنار کی موخه د عینک د لرغونی سیمی ټولیزه پیژندنه نه ده بلکی یوازی د لیتوس ګل په اړه بحث دی چی د ستوپو په جوړښت کی یې شکل ودان سویدئ.دا لیکنه به عمدتا په دریو برخو متمرکزه وی: لومړۍ – د لرغونو اثارو په تحلیل کی د اړینو اصولو لنډه یادونه؛ دوهم - د لیتوس ګل ارزښت او په بیلا بیلو مدنیتونو کی د هغه څرک؛ دریم - په عینک لرغونوستوپو کی د لیتوس ګل د جوړښتونو شکلونه ؛ او بیا یوه لنډه پایله. لومړۍ: د لرغونو اثارو په تحلیل کی د اړینو اصولو لنډه یادونه؛ لرغونپوهنه له بنسټه په دریو برخو ویشلې ده. ساحوی لرغونپوهنه ؛دفتری لرغونپوهنه او تیوریکی لرغونپوهنه.د لرغونو اثارو تحلیل او ارزونه عمدتا په تیوریکی لرغونپوهنه پوری اړه لری.د لرغونو اثارو د تحلیل تر ټولو مهمی برخی په څلورو عنوانو بحث کیږی. الف- د لرغونو اثارو شکلی څیړنه؛ ب- د لرغونو اثارو سیاقی څیړنه؛ ج- د لرغونو اثارو نقشی ) کارېدنی ( څیړنه؛ د-د لرغونو اثار تاریخ ټاکنه؛ د هری برخي په اړه لنډه یادونه او بیلګه: الف - د لرغونی اثر شکلی تحلیل : هرمادی شئ شکل لری؛)هندسی یا غیری هندسی (د شیانو شکلونه تصادفی او یا په عمدي توګه جوړ سویدي؛ د شیانو تصادفی اشکال عمده تا د انسان تر ارادې بهر او په طبیعت کی د ځانګړو قوانینوتر اغیزی لاندی منځ ته راغلئ دئ ، لکه د غرونو،ژویو،کایناتو اشکال او نور،خو هغه اشکال چی په عمدې توګه منځ ته راغلی ګڼل کیږی ، هغه هم پر دوو برخو ویشل کیږی لومړۍ هغه اشکال دی چی شي ته د انسان په اراده شکل ورکول سوی وي، لکه کور، مسجد ،لباس او نور. بل هغه عمدې شکلونه دی چی انسانانو یوازی د چارو د سمون لپاره او یا د چارو د سمون په ترځ کی جوړسویدی، لکه د خاورین لوښی تر حوړیدلو وروسته پاته خټی،د ډبرین تبر تر حوړیدلو وروسته پاته ډبرینی پارچی ، د تراشل سوی لرګی څخه لیری سوی ټوټې او داسی نور.په دې ډول ،د لرغونو توکو شکلی تحلیل د لرغونی اثر د پیژندلو لار لنډه وی اوڅیړونکي ته دا توان ورکوی چی په اسانه صنفبندی وکړی او د کلی طرحی د ارایې لپاره فکر ایحاد کړي. ب - د لرغوني اثر سیاقی تحلیل: د لرغونو اثارو په سیاقي اړخ پوهیدل په حقیقت کې په هغو معلوماتو پوهیدل دي چې د پخوانیو انسانانو په منځ کې د اثر یا شي سلوک او کږنه وه .د شي او چاپیریال ترمنځ د معنوی او روانی اړیکو تر منځ په روابطو پوهیدل د شي د سیاقی اړخ تحلیل او څیړنه ده. د تخلیل دا برخه د ښی او د هغې سیمی د لرغونو اوسیدونکوي د هغه سلوک بیان دی چی د هغوئ تر منځ منل سوی وه. د لرغونې سیمې د سپړنې په وخت او ځای کې د معین نظم او دقیق سیستم چې د سپړنو قوانین یې ایجابوي ایجادیدل ]د لرغونې سیمې پر مربعاتو ویشل، نوم ایښودنه، پر احتیاط د سیمې د نقشې ترسیم، د ساختمانې نقطو تثبیت او تشخیص، د کلتوري طبقو بیلوالی، او نور[ ټول هغه تخنیکي میتودونه دي چې د لرغونپوهنې په ساحوی تحقیقاتو کې ورڅخه ګټه اخستل کیږي دا ټولې هڅې ددې لپاره ترسره کیږي چې لرغونپوه څیړونکي ته د په لاس راغلو اثارود سیاقی تحلیل زمینه اسانه او شونې کړی. ج - د لرغونی اثر مکانی تحلیل: د ټولنو وګړی نوښتونه کوی او د خپل ژوند لپاره نوی تسهیلات برابروی.هره نوې پیدیده په پیل کی یوه او یا د شمیر له مخی محدوده وی. د نوی شي د کموړثریت او اغیزمنتوب په نسبت په ټولنه کی پراخیږی او ګاونډیو کلیو او ټولنو ته رسیږی.لرغونپوهان هڅه کوی چی د هر نوی شی د پیدایښت لومړنئ ټاټوبئ پیدا کړی او بیا د هغه د پراختیا او په ټولنه کی یی د وسعت اندازه ځرګنده کړی. لرغونپوهان په یوه مکعب شکل کی د تر مطالعې لاندی شي لومړی ټاټوبئ او بیا د هغه پراختیا د دایرو په تر سیم سره بر ملا کوی.هر شئ په یوه ټاټوبی کی منځ ته راغلی او د کار اخستلو زمینه یی زیاته سوې او د ډیرو کورنیو او بیا زیاتو کلیو د ګټی وړ ګرځیدلئ دی.د یوې نقطې څخه بیا په هماغه کل او بیا د یوه کلی څخه بل کلی ته د هغه شي لیږد هم د د شي د پیدایښت ځای او هم یی د زمانې او د پر اختیا مهالونه څرګندوی. د- د لرغونی اثر زمانی تحلیل) تاریخ ټاکنه( د لرغونو ټاټوبو او اثارو تر ټولو اړینه پوښتنه د شي نسبی او یا دقیق تاریخ دی.د دې چاری د سمون لپاره دوې طریقې چی یوه د لرغوني اثر نسبی تاریخ ټاکنه او بله د لرغونی اثر مطلقه تاریخ ټاکنه ده. د نسبی تاریخ ټاکنی متودونه لکه ستراتیګرافی، سریشن، تیپولوژی او نور ، او د مطلق تاریخ ټاکنی میتودونه لکه کاربن چهارده ، پالیو میګنیتی، دندروکرونولوچی او داسی نور.) ۱ : ۱۳۶۷ ) دوهم - دلیتوس ګل ، ارزښت او کاریدنه: لیتوس ګل چی په دری ادبیاتو کی د نیلوفر آبی او په انګلیسی کی Apomorphine اپو مورپین او یا Nymphaea caerulea نیامپیا کایرولا هم ورته ویل کیږی، د لرغونو مدنیتونو په خورا مهمو سمبولونو کی معرفی سویدی.لیتوس په هر تمدن کی د کاریدلو او کارولو بیلا بیل موقعیتونه لری خواسطوره یې نسبتآ سره ورته ده. ویل کیږی چی د لیتوس ګل د پیداکیدلو ټاټوبې د نیل سیند سمی دی او بیا پین النهرین ، ایران ، افغانستان او بیا هند ته رسیدلۍ دۍ. ښایی دا ټکۍ لا زیاتو څیړنو ته اړتیا ولری چی د لیتوس مسقط الراس نیل وی، د بوتانیکی ځیړنو او پیا په ځانګړی توګه د ان ورمینټال تیوری پر بنسټ دا وینا چی مسقط الراس دی یومعین ټاټوبی وی ، تر پوښتنی لاندی راتلای سی، په خاصه توګه چی د چاپی ریال شرایط او د نباتاتو د ودی او غوړیدنی شرایط هم سره ورته وی. د لیتوس ګل د خپل ذاتی خصلت له مخی په بیلا بیلو لرغونو مدنیتونو کی د پام ورړ ګرځیدلۍ دۍ. لومړی خصلت یی دا دی چی د ولاړو اوبو په خټینه برخه کی ریښه لری او د اوبو په منځ تنه او د اوبو پاس پاڼی. خو هغه چی دا ګل یی د زیاتی پاملرنی وړ ګرځولی د هغه ښکلی پاڼی او بلګونه دی.په بیلا بیلو شکلونو پاڼی لری او د رنګ ډولونه یی هم سره بیل دی خو هغسی چی د پاڼو شکلونه یی بیل دی ، د پاڼو رنګونه ډیر زیات نه دی.دوهمه ځانګړنه یی دا ده چی د طبی بوټی په توګه د پاملر نی وړ دی. د خونده تریخ او د محرکه توان لرونکۍ بوټی په توګه په بیلا بیلو مواردو کی د ویګرا په څیرد استفادې وړګرځیدلی دۍ.دریمه څانګړنه یی دا ده چی د ډیری مودې لپاره د ژوندی پاته کیدلوتوان لری.همدا او دې ته ورته نوری ځانګړنی د دې سبب ګرځیدلی چی په لرغونو مدنیتونو کی د زیاتی پاملرنی وړ وګرځی. ) ۳ : ۱۲۳ ) په لرغونی مصری مدنیت کی د لیتوس ګل د دریو خدایګوټو د اسطوروسره تړاو لری. مصریانو یو خدایګوټۍ د رع په نوم ستایه،د هغوړی په باور رع د لیتوس ګل له منځه راوتی دی. رع د مصریانو له لوری د لمر خدایګوټی منل سویدی.په یو شمیر انځورونو او ریلیفونو کی رع په داسی حال کی حک او نقش سویدی. چی د لیتوس ګل یی په لاس کی او هغه بویه وی.دا د یوې خوا د لیتوس ګل ارزښت ځرګندوی او له بلی خوا هغه درنښت چی ربانیت او روحانیت یی د لیتوس لپاره لری برملا کوی.) ۴ : ۱۷۸ ) هوروس د لرغونو مصریانو بل خدایګوټی وو چی اسطوره یی د لیتوس ګل سره تړاو لری.هوروس د مصریان مقتدر ترین خدایګړټۍ شمیر کیدۍ.په یو شمیر انځورونو کی چی هوروس حک او نقش سویدی، هوروس د لیتوس ګل په منځ کی لیدل کیږی چی د یوه لاس ګوته یی بر خپله خوله د سکوت کولوهدایت دۍ ، لیدل کیږی.په دا دول انځورونو کی هوروس چی د مقتدر خدایګوټی په توګه مصریانو ته منلۍ وو، او هغه د لیتوس ګل په منځ کی ناست لیدل کیږی، یقینا د لیتوس ګل قدسیت ځرګندوی. ))د لیتوس ګل د انځورونو ځو ډولونه(( نفرتوم دریم خدایګوټی دی چی د لیتوس ګل سره یی اړیکی په لرغونو مصری وګړو کی د ارزښتمنو اسطورو په څیر تړل سویدی.د نفرتوم یوه عامه مانا هم اوبیز نیلو فر یا نیلوفر آبی دی.په دې اړه اسطوره داده چی نفرتوم د لیتوس ګل څخه پیدا سویدی او یا هم د هغه کل په منځ کی پیدا سویدی. په دواړو حالتو نو کی د لیتوس ګل ارزښت څرګندیږی.دا ټولی اسطورې او په اسېورو کی د لیتوس ګل د منځپانګی په توګه مطرح کیدل د هغه مهال د وګړو اراده او عقیده په خورا ښه دول څرګندوی. ( ۵ : ۲۳ ) په میزوپوتامیا مدنیت کی هم لیتوس د قدرت او ځواکمنۍ سمبول وو. په اسوری مهال کی د اسور بناپال یو شمیر انځورونو او حک سویو شکلو کی د لیتوس ګل په داسی شګلا او انداز حک سویدی چی د توان او ځواک مانا او افاده لری. خو په دې اړه چی په اسطورو کی به مذهب او عقیده اغیزمنه کړی وی که نه ، په زیاته پیمانه مالومات نه سته ، په ااسی حال کی چی مصری تمدن د لیتوس ګل هم د عقیدې او هم د واک په محورونو کی پاللۍ دۍ. د میزو پوتامیا څخه د لیتوس ګل د قدرن د سمبول په توګه هخامنشی مدنیت ته هم رسیدلۍ دی. په هماغه ډول چی د اثور بنا پال په لاس کی د لیتوس ګل د قدرت سمبول وو همدا ډول د هخامنشی واکمنانو او په ځانګړی ډول د داریوش په لاس کی هم د لیتوس ګل په همدې افادې منل سویدی. که دا فرضیه ومنو چی د لیتوس ګل د لرغونی مصره تر هنده رسیدلۍ بیا نو اریایی وګړو او اریانا ویحه ته د لیتوس ګل د دو مدنیتونو څخه اغیزمن رارسیدلۍ دی. ) ۳ : ۶۹ ) )) په سومری او بیا هخامنشی ابداتو کی حک سوئ لیتوس(( - لومړۍ د اریایانو اوستایی مدنیت )حدوداً شپږسوه کاله پخواتر میلاد بیا درې سوه کاله پخوا تر میلاد ( د اوستایی مدنیت پر مهال د لیتوس ګل د سپیڅلتیا په لوړ دریز کی منل سوی وو. د اهورا مزدا بنسټ د لیتوس ګل د ریښې سره ورته ګڼل کیدئ، د زردشتیانو په باور هغسی چی د لیتوس ګل په دریو موقعیتونو کی منځ ته راځی وده کوی او را څرګندیږی، په خاوره کی ریښه لری ، په اوبو کی یی تنه وده کوی او د اوبو پر سر د لمر په وړانګو پسې څرخی.دا درې موقعیتونه د یوه سپیځلی ګل د وجود او هستی ده. همدا ډول زره ویسترا هم سپین تمان وو.د همدې باور پر بنسټ د هخامنشی ودانیو په زیاتو ښکلاییزو برخو کی د لیتوس ګل بیلا بیل ډولونه په بیلا بیلو پاڼو پر ډبرو او ستونونو حک سوئ اوجوړ سویدئ. ) ۷ : ۲۵۱ ) -دوهمه د رسیدلو لار د هند څخه د یوې عقیدې سره هممهاله رسیدلې دئ.دا ځل بیا د هندی او په ځانګړي توګه د بودایی عقیدې سره مل را ورسیدئ. د بودایی دین پیروانو باور دلود چی د بودا د ریاضت پر مهال د بودا د ژغورلو لپاره چی د نم او رطوبت مخنوئ وکړی، پر هغه ټاټوبی را شین او وپنځیدئ چی بودا ریاضت کاوه. همدا دلیل دئ چی په بودایی ودانیو ، ستوپو، مقدسو ټاټوبو او نورو مناسبو ځایونو کی د لیتوس ګل د سپیځلی نښی په توګه را څرګندیږی. د دې خبری یادول هم په کار دی چی په نورستان کی هم د اسلام تر رسیدلو وړاندی په زیاته پیمانه د لیتوس ګل کار سویدی. داسی بریښی چی پخوانیو نورستانیانو د لیتوړس ګل په خپلواک او مستقل ډول ارزښتمن نه دئ ګرځولی، خو په زیاتو نقاشیو ، د لرګیو په صنعت او یو شمیر ودانیو کی حک کړی دئ. په پخوانی نورستان کی د لیتوس ګل په زیاته پیمانه د لرګیو په نقاشیو کی را پاته دئ، خو هغه چوکۍ چی د قدرت بیلګه یی بلل او ځانګړی نوم یی در لود او دا چوکۍ د یوه قدرتمن او ځواکمن شخصیت ملکیت ګڼل کیده ، د لیتوس ګل نقش د نورستان پخوانیو او لا تر اوسه هم په لباس او کالیو کی د ښکلا په نیت کارول سویدی چی )) اوشتمه کیړه (( یی بولی.) ۲ : ۱۰۲ .) د بودایانو باور دا دئ چی کله بودا وزیږیدئ )تر میلادی وړاندی ۵۶۶ – ۴۸۶ کالونه( سمدستی ودریدئ، اوه ) ۷( ګامونه یې واخستل او د هر ګام پر پل یې د لیتوس ګل را وټوکیدئ. د بودایی متونو په نقل راغلی چی بودا ویلی دی چی : )) زه لکه لیتوس ګل په لژند او ناولی نړۍ کی وزیږیدم ، خو چټل نه سوم او پاک و وتم.(( د همدې باور او نورو اسطورو پر بنسټ لیتوس ګل په بودایی دین کی ارزښتمن او د مقدساتو له شمیره ګڼل کیږی. دا تقدس یوازی په عقیدتی اساطیرو او مقدسو ویناو کی نه دی پاته سوۍ بلکی په بودایی عبادتځایونو کی د یو شمیر ستوپو په جوړښتونو کی هم لیدل کیږی ، چی تر ټولو څرګنده بیلګی یی د عیک په لرغونی ټاټوبی کی د ورستیو حفریاتو په ترځ کی لیدل سویدی.تر ټولو وړاندی اړینه ګڼم چی د ستوپو ارزښت او د هغو جوړښت ته په لنډه توګه پام واړم. ستوپه په سانسګریت ژبه کی پشتې او تپې ته وایې ، خو په بودایی دین کی ستوپه په بودایی عبادتځای کی هغه ساختمان او جوړښت دئ چی د بودا څخه را پاته توکی او یا په هغه پوری اړوند شته ځای پر ځای سوی او ساتل کیږی. دا توکی شاید د بودا د نوک یوه برخه ، د بودا غاښ ،دبودا ویښته ، د کالیو پارجه او داسی نور معنوی یا مادی توکی چی د بودا سره یی تړاو څرګند وی.کله ناکله داسی هم وی چی په بودایی دین پوری اړوند یو شمیر نورو شخصیتونو اړوند توکی هم په ستوپو کی ساتل کیږی.د بودایی دین اړوند متون او او یو شمیر بودایی وجیزې چی د بودایی لارښودو شخصیتون را پاته وی. ستوپه د بودایی ودانیو تر ټولو بارزه او څرګنده نښه ده. تر ټولو پخوانۍ ډول یی د اشوکا د مهاله را پاته دی چی د ))بهر هوت(( اوسانجی ستوپې یادولای سو. د سانجی ستوپې ودانول تر میلاد وړاندی د دریمی پیړۍ په نیمایی کی پیل او د دوهمی پیړۍ په لومړیو کی بشپړه سوه .په افغانستان کی د ستوپو حوړیدل د کابل حوزې په لمن کی د لومړی میلادی پیړۍ او په ځانګړې توګه د کوشانی امپراتورۍ پر مهال زیاتی حوړی سویدی.په دې برخه کی د ګندهارا او بیا په ځانګړی توګه د هډې ستوپې او عبادتځایونه ډیرارزښت وړ دی. ) ۱ : ۱۳۹۴ ) په عینک لرغونې ټاټوبی کی د نذرانه ستوپو د جوړښت په ټولیزه توکه درې پوړیزه جوړی سویدی. لومړی پوړ یی چی د ستوبې بنسټ ګڼل کیږی په مربع ډول جوړ سوئ او د ګندهارایی سبک وړې خو په یو شان او یو ډول پریکړل سوی ډبری دی . په دې بر خه کی په موزونه او مساوی اندازه د مربع ځلور خواوی ویشل سویدی او د ویشل سویو برخو د بیلوالی لپاره د زینتی او ښکلا ایزو ستونونو حوړښت کار سویدئ. دوهم پور یی د لومړی څخه د ډیزاین او شکل له مخی د بیل والی څرګند حالت لری. د لیتوس ګل د پاڼو ځانګړی ډیزاین چی د پاڼو شمیر یی د عادی لیتوس ګل پاڼو زیاتی دی، پیلیږی.دا پاڼی د ستوپې د مربع ډول به دایروی شکل اړوی او دوهم پوړ ته زمینه برابروی چی دا پور د ګندهارایی ستوپې د ایروی جوړښت لری خو د ستوپو هغه حوړښتی ممیزه چی زینتی او ښکلا ایز ستونونه دی لکه به بنسټ کی چی کارول سویدی، به دوهم دایروی پوړ کی هم لیدل کیږی. دریم پوړ د نذرانې ستوپو د حفاظت او ساتنی لپاره په محدب ډول د لیتوس ګل د پاڼو تنظیم دئ.داسی بریښی چی دا جوړښت د دوو موخو لپاره پلی سویدئ، لومړۍ د ستوپو د د ساتنی لپاره او دوهم د شیوایی دین د تلویحی تمثیل لپاره دئ. د یادونی وړ ده چی د لیتوس ګل په افغانستان کی د کشف سویو ټولو نذری ستوپو کی نه دی کارول سوئ .بیلګی یې د کابل لویدیز ته د نارنج په لرغونی ټاټوبی کی تر لاسه سوی نذرانی ستوپې یادولای سو.په دې نذرانی ستوپو کی د وصلی برخو تر منځ د لیتوس علامې او څرک نه لیدل کیږی. نتیجه : لیتوس ګل هغسی چی په یو شمیر اثار کی لوستل کیږی او د یو شمیر لیکوالو او څیړونکو چی په خپلو اثارو کی راوړیدی، یوازی په بودایی دین پوری اړه نه لری بلکی په بیلا بیلو لرغونو مدنیتونو کی دیوه مقدس، ارزښتمن او سپېځلی ګل په توګه د بام وړ ګرځیدلې دی. د همه پایله دا ده چی د لیتوس ګل نه یواړی په لرغونو زمانو کی په بیلا بیلو ډولو نو د پام وړګرځیدلي دی ، بلکی په منځنیو پیړیو کی هم د یو شمیر ودانیو او عمراناتو په جوړښتونو کی کارول سویدي. دا ډول بیلګی د تیموری دورې تر ودانیو وروسته په یو شمیر ماڼیو او ساختمانو کی لیدل کی . دریمه پایله دا ده چی دا ګل د ښکلا او ډیزاین لپاره تر اوسه هم په نورستانی لرګینو هنری حوړښتونو کی کارول سویدئ ، چی د لرغونو افغانانو د هنرونو ښه بیلګی یې تر اوسه ساتلی دی. اخځونه : 1 1 - ( ۱۳۹۴ (. باوري ، محمد رسول . زموږ لرغونپوهنه . کوټه : د پښتو اکادمی . 2 2 - ( ۱۳۹۷ (. تازه، سمیع الله. کندنکاری نورستانی و بار معانی آن.نشرات :نهاد فرهنګی میزا تازه ګل خان. 3 3 - ( ۱۳۹۳ (.حسنوند، محمدکاظم وسعیده شمیم . ))بررسی نقش مایه گل لوتوس در هنر مصر، ایران و هند((. جلوه هنر. بهار و تابستان. شماره ۱۱ . 4 4 - ( ۱۳۹۶ (.محبي فر، احسان,و مهدیه صنم . ))ردپاي معماري بیونیک در تاریخ، نمونه در عمران معماري و شهرسازي. دانشگاه سراج تبریز. دوره 1 . 5 5 - ( ۱۳۶۶ (.دیتز،) Ditize ( .دعوت به باستانشناسی. مترجم : الفشاه ځدراڼ.د ماستری پروګرام لکچرنوټ. 6 6 - ( ۱۳۶۷ (.رایس، تالبوت. هنر های آسیای میانه تا دوره اسلامی. مترجم: رقیه بهزادی )تهران: وزارت خارجه ایران(. 7 7 - ( ۱۳٤٥ (.واندنبرګ . ګ . باستانشناسې ایران باستان . مترجم احمد بهنام . ) تهران : دانشکاه تهران ( .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006