دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د پکتیا ښاغلو فرهنګیانو
د ستر ځښتن په سپیځلی نامه د پکتیا ښاغلو فرهنګیانو او د دې غونډی حاضرینو ته سلام تر ټولو وړاندی د فرهنګی میراثونو د ساتنی او ملاتړ د ورځی مبارکی تاسو او ستاسوپه وسیله تولو هیوادوالو ته وایم. د فرهنګی میراثونو ساتنه او پالنه د دریو اړخونو اړین او ضروری ګڼل کیږی. لومړی دا چی د هیواد او ټولنی هویت دی. دوهم ، فرهنګی میراثونه د ټولنیز ژوندانه د پایښت مرستندویه عناصر دی او دریم دا چی په ساتلو او پاللو سره یی هم د کار پیدا کولو زمینه برابریږی او هم د بسیا ژوندانه وسیله ګرځی.همدا دلیل دی چی په پر مختللو هیوادونو کی د فرهنګی میراثونو ساتلو او پاللو ته زیاته پاملرنه کیږی. دا ټکی باید واضح سی چی فرهنګی میراثونه یوازی مادی اثار او ابدات نه دی بلکی د ټولنی معنوی ارزښتونه هم د فرهنګی میراثونو بشپړوونکې برخه ده.اوس د فرهنګی میراثونو پوهان دوه بر خی فرهنګی میراثونه پیژنی ، یوه برخه یی ملموس او بله برخه یی ناملموس یاد ګړیدی. له نیکه مرغه په دې ورستیو کالونو کی د ملموسواو ناملموسو فرهنګی میراثونو د ساتنی او پالنی په اړه یو شمیر پر مختګونه سویدی.د ناملموسو فرهنګی میراثونو په اړه د هغو پر مختګونو یادونه کولای سو چی د همدې میراثونو د ساتلو لپاره اړین ګڼل کیږی.څو بیلګی یادوم: 1- د هیواد په کچه د ټولو هغو ادارو او نهادونو تر منځ د هم اهنګي بورد جوړ سویدی چی د ناملموسو فرهنګی میراثونو لپاره په کار او زیار بوخت دی. د همدې بورد د کار یوه بیلګه داده چی د دریو ناملموسو فرهنګی میراثونو مستند سوی او په معیاری توګه څیړل سوی اسناد اوس د وزارت په واک کی دی چی یو اثر به یی په لنډو وخت کی د نړیوال فرهنګی میراث په توګه د لومړی ځل لپاره د افغانستان په نوم د ثبت او راجستر کیدلو لپاره وړاندی کړو. 2- د ناملموسو فرهنګی میراثونو د ثبت او پیژندنی لپاره د ملی او نړیوالو موسیسو او نهادونو په مرسته د نړیوالو معیارونو سره سم اغیزمنی چاری پیل سویدی چی له نیکه مرغه په دې برخه کی مو د همکارو ملی او نړیوالو موسیسو او نهادونو هر اړخیزه پاملرنه حلب کړېده. 3- د ملموسو فرهنګی میراثونو په اړه هم په دې ورستیو کالونو کی محسوس برمختګونه راغلی دی. د بیلګی په توګه د لومړی ځل لپاره په نړیوال ستندرد د ځلورسوه زیاتو لرغونو ټاټوبو ٍراجستربشپړ سویدی. د دې راجستر پر ته مو نه سوه کولای چی په نړیواله کچه د لرغونو ټاټوبو نړیواله پیژندنه مطرح کړو. 4- د پنځوسو کالونو وروسته مو د لومړی ځل لپاره د خپلو لرغونپوهانو په مشری د هیواد په پنځو ولایتونو کی د سپړنو چاری پیل کړیدی. 5- د لومړی ځل لباره مو د د ملی موزیم په ادانه کی د ساینس او تکنالوجی موزیم جوړیدل پیل کړیدې. 6- د تاریخی ابداتو په اړ یوه بیلګه یادوم چی په تیرو څوارلس کالونو کی ټوله ۲۸۰ تاریخی ابدې د بیلا بیلو فرهنګی موسیسو او ادارو له لوری جوړی سویدی جی ۷۰ تاریخی ابدې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوری جوړی سویدی خو په تیرو دریو کالونو کی ۴۷ اوه ځلويشت تاریخی ابدې ترمیم ، او د حفاظت چاری يې بشپړی سویدی. 7- تر اوسه پنځه زره تاریخی ابدې او لرغونی ساحې پیژندل سوی ، یو زر او اته سوه تاریخی ابدې را جستر سوی ، نه سوه تاریخی ابدو ته لوحې نصب سوی دی. 8- د موسیقی ، تیاتر او نقاشېو په مټ مو بیلا بیل نندارتونونه جوړ کړی او په دې ډول مو د هیواد ځوان نسل ته هیوادنی روحیه ورکړې ده. 9- د لومړی ځل لپاره مو د هیواد په اتو ولایتونو کی فرهنګی اونئ جوړی کړیدی، چی سمینارونه ، بیلا بیل نندارتونونه د تیاتر نمایشنامې او نوری برخی یی درلودې. 10- ارشیف او عامه کتابتون مو د فایبر نوری سره وصل کړه او د ډیجیټل کیدو بهیر یی په لازم سرعت ادامه لری. دا ټول د ملموسواو ناملموسو فرهنګی میراثونو د ساتلو او پاللو په اړه څو بیلګی یادی کړې، خو په هیڅ صورت کافی او بسنده نه دي . فرهنګی میراثونه د ټولنی محصول او د ټولنی په مرسته به پایښت مومی.دولتی او حکومتی ادارې هم دنده لری چی اړین تسهیلات برابر کړی. په دې برخه کی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده په دریو برخو کی په لنډه توګه پیژندلای سو: لومړۍ- د فرهنګی میراثونو پيژندنه او فهرست . دوهم – د ساتنی او پالنی لپاره یې د بیا رغولوپروژو حوړول او پلی کول. دریم – د پروژو د پلی کولو لپاره د اړینو شرایطو برابرول. په دې برخه کی د ولس ، بیلا بیلو ادارو او نړیوالو موسیسو د ملاتړ جلبول اړین دی. د همدې ملاتړ په لړ کی مو تیر کال د پنځو وزارتو سره تفاهمنامې لاسلیک کړیدی او پرون ورځ مو هم یو شمیر تفاهمنامې لاسلیک کړې. درې عمده ستونزی . لومړی دلازم امنیتی چاپیریال نه شتون. دوهم، د بودجې کمښت . دریم ، د چارو د پر مختګ لپاره مناسب تشکیل او مسلکی کادری ظرفیت. پوهیږم چی د هیواد ټولوتاریخی ابداتو او فرهنګی میراثونو ته د رسیدلو لپاره لا ډیر واټن پاته دی . ستاسو د پاملرنی مننه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006