دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د لرغونو اثارو د بیا جوړولو بهیر
د لرغونو اثارو د بیا جوړولو بهیر ټول هغه لرغوني اثار چې د انسان په لاس جوړ شوی انساني صنعت بلل کیږي، لرغوني انسانۍ صنعت په حقیقت کې د لرغونو انسانانو د افکارو فوسیل هم دی،خاورین لوښي تبر، ستن، غشی، لیندۍ، له لرګیو څخه جوړ شوي لوښي او نور موږ ته د پخوانیو انسانانو هغه مفکورې او ذهني تصورونه بر ملا کي چې نوموړو انسانانو یي د جوړولو پر وخت فکر کاوه یا په بله مانا ددې لرغونو صنایعو مولدین چې د یوې وسیلې د جوړولو کومه نظریه درلوده چې دا وسیله باید څه ډول شکل ولري د هغې نطریې انعکاس موږ په هماغه وسیله او اثر کې لیدلای او څرګندولای شو، په هر کلتور او فرهنګ کې ځینې داسې قراردادي دستورونه شته چې د انساني صنعت شکل ښکاره کوي، په لرغونو اثارو کې د شکلونو او څیرو د دیکته او تعمیل حالت هغه ذهني تصور په ډاګه کوي چې په هماغه ټولنه او یا انساني ډله کې یې عمومیت درلود د یوه شي د جوړولو پر وخت له جوړونکې سره د هغه شي یو مناسب شکل او څیره د هغه په ذهن کې موجود وي، خو کله چې دا ذهني تصور په یوه خامه ماده کې عیني بڼه پیدا کړي یو داسې صنعت منځ ته راځي چې د یوه شي د جوړیدلو ایده [مفکوره] هغه ذهني تصور دي چې جوړونکی [کارګر یا صنعت کار] د هغه پر اساس او د هغه ذهننې تصور پر بنیاد خپل پاموړ شی جوړوي او منځته یې راوړي یا په بله مانا خپلې ایدې یا مفکورې ته مادي څیره ورکوي، د لرغونو اثارو په څیرو کې بیل والی او تنوع په حقیقت کې په ذهني تصوراتو او مفکورو کې بیل والی په ګوته کوې هغه مفکورې ته چې پر یوه عیني شکل دلیوي او یو صنعت منځته راځي په هماغه شکل او څیره د جوړوني [مولد] عقیده او توقع د ه نو ځکه د خپل لاس محصول ته یې داسې یا هغې یوه څیره او بیا رنګ ورکړیدی دی، تر کومه ځایه چې روښانه ده د صنایعو د اشکالو او څیرو معین حالت له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالیږي. پر همدې اساس د هغه فرهنګ او کلتور خکلو ته په هماغه څیره او رنګ سره د هغه صنعت ذاتي وړتوب درستوالی او سوچه توب د یوې عنعنې په توګه را څرګندیږي، له دې سربیره نور عوامل هم شته چې د لاسي صنایعو د څیرو او شکلو پر بیلوالی او تنوع باندې تاثیر کوي. کله کله د لرغونو ورته او مشابه اثارو تر منځ توپیرونه او تفاوتونه لیدل کیږي چې دا ډول سطحي بیل والی او توپیر د جوړونکي په ذهني تصور پورې اړه نه لري، بلکې بهرني عوامل دي چې د یوه [شی] په جوړولو کې محدودیتونه منځته راولي او نوموړی [شی] ته مفاوته څیره او بیل شکل ورکوي، بیلګې په توګه د یوه غشي جوړول چې د یوه تن جوړونکي [مولد]له خوا جوړشوی وي حتمی نه ده چې ټول غشي دې د هماغه اولني غشي په څیره وي خو د غشي د عمومي ساختمان په حدودو کې زیات بدلون نه لیدل کیږي، د لاسي صنایعو تکنالوژي کولای شو پر دوو ګروپونو وویشو: لومړی ګروپ تفریقي تکنالوژي {Subtractive Class} او دویم ګروپ تجمعي تکنالوژي {Additive class} ده. لومړی ګروپ تکنالوژي [تفریقي] د یوې وسیلې تر جوړیدلو پورې د خامو موادو جدایي او بیل والی دی یا په بله مانا د یوه ډبرین غشي جوړونکی تر هغه وخته یوه ډبره توږۍ چې له هپل ذهني تصور سره برابر یو ډبرین غشی جوړ کړي په دې ترتیب جوړونکی د یوې نسبتا لویې ډبړې څخه وړوکی غسی استحصالوي دویم ګروپ تکنالوژي [تجمعي] د یوې وسیلې تر جوړیدلو پورې د خامو موادو زیاتوالی دی یا په بله مانا جوړونکی تر هغه وخته پورې خام مواد یو پریل زیاتوي چې د هغه جوړونکي له غوښتنې سره سم موافق شی لاس تخ ورسي د بیلګې په توګه د یوه خاورین لوښي په جوړولو کې تر هغه وخته لندې خټې زیاتیږي چې له دهني تصویر سره برابر خاورین لوشی تولید او لاس ته راشی په دې ترتیب دې دوه ډوله تکنالوژیو ته له مرکز څخه د لرې والي {Centrifugal} پروسه او مرکز ته د تږدالي {Centripetel} پروسه هم ویلای شو، په هر صورت له دې لنډې یادونې څخه دا پوښتنه را پورته کیږي چې د لرغونو اثارو د شکل تحلیل او کره کتنې یاد شوی مطلب د لرغونپوهنې کومو پرابلمونو په ځواب ویلای شي؟ لکه چې وویل شول، لرغونپوه څيړونکی د هغو اثارو له پیژندلو سره کوم چې د سپړنې پر وخت یې تر لاسه کړي دي، مینه لري ځکه چې د پخوانیو انساني ټولنو د شه پیژندلو په برخه کې ورسره مرستندوی ګرځي، په دې ډول لرغونپوه څیړونکې ته په زړه پورې ده پوه شي چې له دط لرغوني سیمې څخه لاس ته راغلي اثار او لاسي صنایع ولې یو له بل څخه توپیر او بیلوالی لري په څه ډول کولای شي نوموړي اثار د شکل او څیړې له مخې تصنیف او ګټه ګورۍ کړي. له لوستل شویو مطالبو څخه څرګنه شوه چې د لرغونو اثارو په شکلونو او څیرو کې تنوع یوه پیچلې موضوع ده او ددې تنوع او بیل والي ځینو عواملو ته مو ګوته وینوله په لرغونو اثارو کې هغه تنوع او بیل والی چې تصور څرګندوي د هغو اثارو د جوړونکو د مسلط کلتور له پوره روښانه کولو سره مرسته کوي په داسې حال کې چې ښایي د تکنالوژیکي پرابلمونو پر اساس منځ ته راغلی بیل والی او تنوع له کلتوري بیا جوړونې سره اړیکې ونه لري. نور بیا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006