دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د تقریظ په توګه
د تقریظ په توګه : هغه مهال چي عبدالرحمن خان کابل ښار ته د واک د تر لاسه کولو په نيت ورسيدۍ ، د هيواد اداري جوړښت ، نظامي ځواک ، د دولت په نوم ثروت او خزانه او نوري اړيني اډاني يا په ټوليزه توګه له مينځه تللي وي او يا يې له سره شتون نه درلود . د دې ټولو ناخوالو په اړه د عبد الرحمن خان په تاج التواريخ کي ليکي : پر تخت د ناستي پر وخت د يوي ستري ستونزي سره مخ شوم ،د اوسيدولپاره مي کور نه درلود ، هغه پلارنۍ ودانۍ چي په بالا حصار کي وه ، د انګليسانو سره د جګړي پر مهال انګليسي لښکرورانه کړې وه . په کرايه هم کور نه پيدا کيدۍ چي په کښي ژوند وکړم ، ځکه چي په افغانستان کي هوټل او ميلمستون نه سته ، زما په اند په تاريځ کي به داسي هيواد نه وي چي پاچايې د خوب او بيدودلو لپاره ځای ونه لري ، تر هغه چي په خپل نوم مي د يوې ودانۍ د جوړيدو چاري بشپړي کړې ، د اولسي خلکو په کورونو کي و اوسيدم . ( تاج التواريخ ؛ ص : ١٩٢ ) د ارګ د جوړیدلو چاری د اعلیجضرت عبدالرحمن خان د واکمنبی پر مهال پیل سوې،خو د اوسنی ارګ ټولی ودانی هغه مهال نه دی پیل سوی . بیلا بیلی ودانی په بیلا بیلو مهالونو د بیلا بیلو واکمنانو له لوری پیل سوی او بشپړی سویدی. د ارګ حرامسرای او د ا رګ جومات ، دکوټی باعچی او یوشمیر نوری ودانی د عبدالرحمن خان د واکمنی پر مهال پیل او جوړی سویدی .د د دلکشا ماڼی د حبیب الله خان د واکمنی پر مهال ودانه سویده ،لومړی نمره ودانی د محمد ظاهرشاه بابای ملت د واکمنی پر مهال جوړه سویده او په ارګ کی دننه ورستی ودانی د چهار چنار په نوم یادیږی چی د جوړیدلو چاری یی په ۱۳۹۰ لمریز کال بشپړی سویدی.او د یو شمیر نویو ودانیو د جوړیدلو تر څنګ یی د بیارغونی لړی همداسی دوام لری. داسی چی د ودانولو چاری یی په بیلا بیلو پړداونو کی پایښت موندلی دی، د ورانولو او ویجاړی مهالونه یی هم د هیواد د تاریخ برخه ګرځیدلې ده ، تر ټولو زیات هغه دوه پړاونه د ارګ د ورانولو او ویجاړی په تړاویادولای سو. د سقاوی زوی حبیب الله خان د لنډی واکمنی پر مهال د ارګ د تالان تر ځنګ یو شمیر ودانیو ته زیانونه ورسیدل او په ځانګړی توګه هغه موزیم چی د امانی نهضت پر مهال په ارګ کی پرانستل سوی وو.د ورانیدلو بل پړاو د خپل منځی جګړو پر مهال وو چی یو ځل بیا جور او تالان تر ځنګ ورته زیان واوښت. د ارګ د ودانولو او ورانولو دا ټول مالومات په همدې اثر کی په تفصیل راغلی چی لوستونکو ته به خامخا په زړه پوری وی. د هری تاریخی ابدې او تاریخی ټاټوبی یو ارژشت دا دی چی د خپل مهال د بیښو ځرګند بیان لری. د ارګ تاریخ هم په یوه یا بل ډول زموږ د هیواد د معاصر تاریخ د پیښو سره مخامخ تړلی ذی . د ښاغلی عالم ګل سحر دا اثر چی په لنډه ګی د ارګ تاریخ دی خو په بله منا د هیواد د معاصر تاریخ خورا ارزښتمنه برخه ده . د ارګ تاریخ د هیواد د لوړو ژورو تاریخ هم دی. چی مولف ته یی د تالیف مبارکی وایم او درنو لوستونکو ته یی په ځڅیر د لوستلو سپارښتنه کوم . په درنښت بوهاند محمد رسول باوری د کابل پوهنتون د اجتماعی علومو پوهنځی استاد

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006