دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
تقریظ
تقریظ د هیواد په سیاسی تاریخ کی داسی ډیری پاڼی سته چی د ویاړ او برم سر لیکونه بلل کیږی ، د دې شمیر پاڼو یوه هم د امیر شیر علی خان واکمنی او په ځانګړي توګه دوهم وار واکمنی ده، امير شېر علي خان (۲۱ د فبروري -۱۸۲۵, ۱۸۷۹) د ۱۸۶۳ زېږد کال نه تر ۱۸۶۶ زېږد کال پورې او وروسته بيا د ۱۸۶۸ زېږد کال نه تر مړينې پورې د افغانستان پاچا وو. د دې سره سره چی امير شېر علي خان د امير دوست محمد خان درېيم زوی وو خو د امير دوست محمد خان د وصیت پر بنسټ د هغه د مړينې وروسته د هغه ځای ناستی سو، خو ډېر ژر د هغه د مشر ورور امير محمد افضل خان له خوا د پاچاهۍ لیری سو. په افغانستان کې چې امير شېر علي خان په دوهم ځل واک ته ورسیدۍ ( ۱۸۶۸ــ ۱۸۷۸م زېږدي ) په هېواد کې د نوي تمدن څپه پيل سوه . په دغه مهال کې د فرهنګی برخی تر ټولو مهمی پیښی هېواد ته د مطبعې راوړل وه ، د شمس النهار اخبار د لومړي ځل لپاره په همدې نوی رارسیدلی مطبعې کی خپور سو . پوستي سیستم یا ډاگ خانه فعاله سوه او پوستی ټکټونه چاپ سول. همدا ډول عصري لښکر يا پوځ جوړ سو. په همدې پير کې په لومړي ځل دولتی کابينه جوړه سوه او د مختلفو چارو لپاره د کار وېش او د مشخصو کارونو لپاره وزارتونه جوړسول او د کارونو د ښه والي لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يوه پوځي او يوه ملکي ښوونځئ هم پرانيستل سوه . لنډه دا چی د نویو خوځښتونو مهال وو. د امیر شیر علی خان د واکمنی دواړی دورې د لا پیژندلو او څیړلو زیات فرصتونه لری. د همدې امله ښاغلی سیف الله غروال ته د همدې دورې د تاریکو برخو د را څرګندولو لپاره موضوع وټاکل سوه او ښاغلی غروال هم د علمی معیارونو پر بنسټ یوه هر اړخیزه لیکنه بشپړه کړه چی په ۱۱۵ A4 پاڼو کی تر تیب او لیکل سو‌ېده . د لیکنی منځپانګه د څیړنی د متود پر معرفی کولو برسیره په څلورو څپرکو کی د موضوع هر اړخیزه بحث سویدی ، چی د نویو مالوماتو تر څنګ د تاریخی ارونو سره سم یی تدوین او تنظیم په پام کی نیولی دی.د دې علاوه د څیړنو څخه د موندنو او ورسره مل تړاونوبرخی هم د دې اثر منځپانګه زیاته کړېده. د ښاغلی پوهیالی سیف الله غروال دا اثر چی (( د افغانستان د نوی سیاسی سیستم په ایجاد کی د امیر شیر علی خان ونډه )) تر سرلیک لاندی تر تیب سویدی ، د پوهیالی رتبې څخه د پوهنیاری رتبې ته د تر فیع وړ ګڼم.درې ځانګړنی دا وړتیا بر ملا کوی ، لومړی دا چی د تاریخی پیښو د تسلسل مراعات په پوره توګه ساتل سویدی، دوهم د منابعو او اخذ ونو لړی دا څرګندوی چی استاد هڅه کړېده چی د لومړدی لاس منابعو او یا معتبرو منابعو څخه په خپله څیړنه کی ګټه واخلی او دریم دا چی د پوهیالی څخه و پوهنیاری رتبې ته دا څیړنه د وضاحت ،وسعت او دقت له پلوه ارزښتمنه او کافی ده. په دې ډول د شیخ زاید پوهنتون د ټولنیزوعلومو محترم ریاست او د تاریخ دیپارتمنت ته وړاندیز کوم چی دا اثر دی د ښاغلی غروال د پوهنیاری علمی تر فیع لپاره ومنی او د علمی او ادارې مراحلو لپاره دی وړاندی کړی. زه په پای کی ښاغلی غروال ته مبارکی وایم چی زیار یی وایست او دا اثر یی تر تیب او تدوین کړ، هیله من یم چی د نویو تر فیعاتو او په علمی چارو کی د لا بریو خاوند وی. په درنښت پوهاند محمد رسول باوری اجتماعی علومو پوهنځی د کابل پوهنتون ۲۱-زمری میاشت-۱۳۹۷

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006