دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په لرغونې ګندهارا کی تر پنځه څلویښت کلن ځنډ وروسته د ویاړنو په لټه
لیکوالان : پوهاند محمد رسول باوری او نور آغا نوری، د باستانشناسی ریاست رئیس په لرغونې ګندهارا کی تر پنځه څلویښت کلن ځنډ وروسته د ویاړنو په لټه په ننګرهار ولایت یا لرغونې ګندهارا کی د ورستی ځل لپاره د ښاغلی شاهی بای مستمندی له لوری په ۱۳۵۲ لمریزکال سپړنی سویدی.دا دی تر پنځه څلويښتو کالونو ورسته یو ځل بیا په ننګرهار ولایت کی د اطلاعات او فرهنګ وزارت په مشری او د باستانشناسی ریاست د مجربو او ازمویل سویو لرغونپوهانو له لوری علمی سپړنی پیل سوېدی. دې سپړنو ته په ټولیزه توګه دوې موخی ټاکل سویدی ،لومړی دا چی د ننګرهار یوه لرغونې تپه د تاراج او غصب څخه وژغورل سی او دوهمه موخه دا ده چی دا تاریخی ټاټوبۍ وسپړل سیاو هیله من یو چی هغه آثار ترلاسه کړو چی زموږ د هیواد د ویاړلی تاریخ زرینی پاڼی لا ډاډ منی او رنګینی کړی. خو پخوا تر دې چی د نویو سپړنو په اړه لنډ مالومات د لوستونکو خدمت ته وړاندی کړو، اړینه ده چی د ننګرهار یا لرغونی ګندهارا د فرهنګی مرکز ،،هډې ،،په اړه ځنی اړین مطالب مطرح کړو چی د ګندهارا د فرهنګی مرکز لقب یی دې تاریخی ټاټوبی ته ور په برخه کړیدی. پخواني مورخينواو لرغونپوهانو د لرغوني افغانستان ختيزي سيمي چي داوسني هند تر شمالي څنډو رسيدلې ، د ګندهارا په نوم يادي کړيدي . يوناني مورخ هيرودوت او سترابون د ګندهارا سيمه په خپلو آثاروکي د ګنداريس په نوم ثبت کړي ده ، چي د کابل او کنړ تر منځ پرتې سيمي يې په بر کې نيولي، د دي سره سره چي د مقدوني سکندر په دوره کې د ګندهارا نوم نه دۍ ياد سوۍ ، خو د يونان - باختري دورې حکمرانانو په اثارو کې چي د لرغوني افغانستان پر ټولو حدودو واکمن وه ، دا سيمه د ګنداراتي ( Gandarati ) او يا ګنداروا ( Gandarwa ) په نوم ياده کړيده ، چي ناګاهارا ( ننګرهار ) کوهش ( کونړ ) پورا شاپورا ( پيښور )، پشکلاوتی (چارسده)، ټکشاشیلا( ټکسیلا) اوډیانه ( سوات ) سيمي پکښي شاملي دي . د ګندهارا يو ستر فرهنګي مرکز د اوسنې جلال اباد مرکز ته څيرمه د هډي سيمه ده ، چي په پخوانيو متونو کې د هيلو په نوم ياده سويده . هيلو د لرغونو بودايانو د تبرک ځای او د هغو د عبادت ستر ټاټوبۍ وو .په هغو يونليکونو کې چي د چيني زايرانو څخه را پاته دي ، ددي سيمي په هکله په زړه پوري او ارزښتمن معلومات شته . فاهيان لومړنۍ چيني زاير وو چي په 420 ميلادي کال يې د هډي ليدنه کړيده . له هغه وروسته سوينګ يون په 520 ميلادي کال هډ ي ته راغلۍ او نامتو چيني زاير هوونتسنګ په 630 ميلادي کال هډه ليدلې او په دي اړوند يې زيات مطالب په خپلو ليکونو کې ثبت کړيدي . د ټولو چيني زيارت کونکو په يونليکونو کې د هيلو په نوم د يوي متبرکي سيمي يادونه سوي چي د زيات شمير پوهانو يې همدا اوسنې هډه ګڼي د بيلګي په توګه د فرانسوي لرغونپوه ژاکي ( Jakiy ) په عقيده هيلو د همدې هډي پخوانې نوم دۍ ، چي د ګندهارا نامتو هنري مکتب پريمانه اثار يې په خپل لمن کې ساتلي دي . دا سيمه د هيوونتسنګ په قول تر اومي ميلادي پيړۍ پوري د پوره برم او ارزښت لرونکې وه . خو د نوموړي پيړۍ راورسته بياتر 81 مي پيړۍ پوري د دي سيمي پوره او د پاملرني وړ يادونه نه ده سوي . د نولسمي پيړۍ په پيل کې ځينو اروپائيانو چي سيمي ته يې رسمي او يا غير رسمي سفرونه کړي ، د هډي په اړه يې يو شمير مطالب خپاره کړل چي د ورستيو منظمو څيړنو لپاره يې زمينه برابره کړل . په دې برخه کې د بيلګي په توګه د مورکرافت ( 1824_ 1830 ميلادي ) کيمناري ( 1827 _ 1834 ميلادي کال ) چارلس ماسون ( 1834 _ 1837 ميلادي کال ) هونيک بر ګر او نورو نومونه يادولاي سو. د هډي لرغونی تپه چي تاريخي جرړي يې له اوسنۍ پير نه 1600 کاله پخوا زمانو ته رسيږي ، د لومړي ځل لپاره په 1923 ميلادي کال د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تر علمي سپړنو او پلټنو لاندي ونيول سوه . لومړۍ فرانسوي لرغونپوه ګودار او بيا وروسته د فرانسوي علمي ټيم ( D.A.F.A. ) له لوري تر څيړنو لاندي ونيول سوه ،چي له نيکه مرغه د زياتو لرغونو اثارو د پيداکيدو او تر لاسه کيدو په وجه د افغانستان تر ټولو لرغونو سيمو بډايه ګڼل سويده . ترټولو وړاندي د دې مطلب يادول اړين بريښي چي د ګندهارا د نړيوال تاريخي او لرغوني هنري مکتب د پلازميني لقب ولي د هډۍ په سيمه پوري متعلق ګڼل سويدۍ ؟ دي پوښتني ته د هغو لرغونپوهانو او څيړنکو د پر له پسې سپړنو او څيړنو د پايلو په يادونه بسنه کوو چي په هډه کې يې تر سره کړيدي . د مورخينو له نظره تر ټولو لومړۍ موثر لاميل د ګندهارا د هنري مکتب د پيدايښت او ودي لپاره د خپلي زماني مناسب شرايط او لازم امکانات وه ، چي د ستر کنشکا د امپراتوري پر مهال برابر سوي وه . دوهم لاميل په بوديزم کې د بدلون او نوښت منځ ته را تلل په ګوته سويدي ، چي د هينايانا (وړوکي عرادې ) مذهب يې په مهايانا يا ( لوي عرادې ) په مذهب واړاوه . او دريم لاميل يې د ګندهارايانو خلاقيت او فکري توانمندي ياده سويده ، چي په ټوله بودايې نړۍ کې يې د لومړي ځل لپاره د بودا د مجسمو د جوړيدو نوښت او ابتکار وکړ . هډي ته د ګندهارا د هنري مکتب د پلازميني لقب د نورو لاميلونو د توضح څخه د موضوع د طوالت د مخنيوي په نيت تيريږو او يوازي د دريم لاميل په اړه د يو شمير لرغونپوهانو د نظرياتو په يادونه بسنه کوو . په تاريخي متونو او د لرغونپوهانو په څيړنو کې په ډاګه سوې چي د هند په بودايې برخو کې د بودا تمثيل او يا د هغه د څيري د ښودلو لپاره په عبادت ځايونو ( ستوپو )کې د ليتوس ګل او يا د ونو د بلګونو رسامي او نقاشي معمول وه ، او په يوشمير هندي ستوپو کې د بودا د تمثيل په نيت د يوې پښې ، لاس ، او يا څپلۍ ( پايزار ) علامې او نښانې کارولې چي په دي ترتيب د بودا حضور له هغو علامو په وسیله وښئي چی بودا د هغو څخه استفاده کړیده. خو ګندهارايانو د لومړي ځل لپاره د بودا مجسمه جوړه او هغه يې په ستوپو او نورو عبادتی ځایونو کې ودرول . د فرانسوي لرغونپوه مسيو فوشه په قول د بودا مجسمه د لومړي ځل لپاره په ګندهاراکي جوړه سول ، چي د لويديز ( يونان ) تاثيرات پکښي زيات دي ؛ دا نظريه د ټرن ( Tarn ) رولاند ( Rouland ) او هاکن ( Haken ) فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تائيد او ومنل سوه. الماني لرغونپوه شميت ( Shmet Ald ) په 1930 ميلادي کال د دي نظريې ملاتړ وکړ چي د بودا لومړۍ مجسمه د ګندهارايانو په وسيله جوړه سويده ،او دا وړانديز يې هم ورسره مل کړ چي دا ګندهارايې هنرمند هغه څوک دۍ چي په مجسمه جوړولو کې يې د يوناني مجسمه جوړونکو څخه زدکړه کړيده . يوشمير افغاني لرغونپوهان اوله هغي جملې شاهي باې مستمندي او احمد علي کهزاد هم د دي نظريې ملاتړ کړۍ او تر څنګ يې دهم هاغه ګندهارايې هنر مند عقيدتي لورۍ هم په ګوته کړيدۍ . د هډې څخه د تر لاسه سویو مجسمو څو انځورونه چی د ګندهارا د هنر استازیتوب کوی لنډه داچي په هډه کې د علمي سپړنو کار د 1923 ميلادي کال را وروسته پيل او په بيلا بيلو پړاونو کې د بيلا بيلو کورنيو او بهرنيو لرغونپوهانو په وسيله تر 1975 ميلادي کال پوري دوام وموند . د دي سپړنو له لاري په لاس راغلي اثار په منظم ډول د افغانستان ملي موزيم ته وه ليږل سوه ، چي تر 1991 ميلادي کال پوري دافغانستان ملي موزيم د ماڼۍ په دوهم پوړ کې د ارزښتمنو ننداريزو کوټو څخه يوه کوټه د هډې نندارتون په نوم پرانيستي ساتل سوي وه ، له بده مرغه د تنظيمي جګړو پرمهال د افغانستان ملي موزيم چور او تاراج سو چي په ترځ کې د هډې هغه لرغوني اثار چي زموږ د هيواد د تاريخي برم نښانې او د وياړ بيلګي وي ، زموږ له لاس و وتلې . له نیکه مرغه دا دی افغان لرغونپوهان یو ځل بیا د هیواد د ویاړونو د موندلو په نیت په لرغونې ګندهارا کی د یوه بل تاریخی ټاټوبی د څیړلو او سپړلو نیت کړيدی. دا لرغونی ټاټوبی د سبز اباد په نوم یادیږی چی د جلال اباد اوسنی ښار په ګاونډ کی واقع دی. د ساحی مربع بندی د سبز آبادغونډۍ عمومی منظره د سبز آباد غونډی د کابل ننګرهار پر لویه لار ۴۰۰ متره ختیز لوری ته پرته ده. دا غونډې د کرهنیزو ځمکو په منځ کی شمالا – جنوبا مستطیل ډوله شکل لری .ختیز سهیل او شمال ته یی کرهڼیزی مځکی او لویدیز ته یی د کابل ننګرهار لویه لار ده. جودیزیکی موقعیت یی۳۴ درجې،۲۶ دقیقې او ۵۹ ثانیی په شمالی عرض البلد او ۷۰ درجې،۲۳ دقیقې او ۴۹ ثانیی ختیز طوالبلد او د ځمکی د سطحی څخه په ۵۹۷ متره لوړه واقع سویده. د لرغونپوهنی د اصولو سره سم د سبز اباد غونډی د څیړنو اوعلمی سپړنوپيل د بل هر لرغوني ټاټوبی په څیر د مشاهداتو سویدۍ. د لومړنیو مشاهداتو داسی څرګنده سوه چی دې مصنوعی غونډې د یوه ستراتیژیک ټاټوبی رول درلود. د لومړی لیدلو پر مهال لرغونپوهانو وموندل چی په یوه ټاکلی واټن او یو او بل ته په مناسب لیری والی د تدافعی برجونو نښی لری.دا برجونه په تهداب کی ډبرین جوړسویدی . د غونډی په منځنی برخه کی د اوسیدلو اتاقونو او کوټو ته ورته جوړښتونه بریښی او د بودایی ستوپې نښی هم لیدل کیږی . د علمی څیړنو پر بنسټ د لرغونی ټاټوبی د تشخیص او منلو لپاره دوهم پړاو د مدنظر ټاټوبی څخه د مادی اسنادو تر لاسه کولو بهیر بشپړیدل دی. په دې خاورینه غونډی کی د مادی شواهدو د ټولولوپه لړ کی د خاورینو لوښو بیلګی ، د دیوالو لپاره د کارول سویو خښتو بیلګی ترلاسه سویدی چی احتمالا به د بودایی پیر (۳-۵ میلادی پیړی ) د وګړو اړوند پاتی شونی وی. له بده مرغه د دې مصنوعی غونډې د شاه او خوا ته په بیلا بیلو برخو کی د قاچاقبرانو له لوری په غیر قانونی ډول کیندنی سویدی، چی نه یواری دا چی د سیمی لرغونی هویت ته یې زیان اړولی دی، بلکی د هغو څیړونکو په وړاندی یی هم لاره ستونزمنه کړیده چی د علمی څیړنو او سپړونو چاری پر مخ وړي. د لرغونی ساختمان یوه برخه د سبز آباد غونډۍ عمومی نما چی د غیر قانونی کیندنو نښانی پکښی لیدل کیږی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنی ریاست مسلکی لرغونپوهانو په منظمه توګه لومړی ځل په ۱۳۹۵ او بیا په ۱۳۹۶ کالونو کی دا سیمه د سروې او سپړنو په نیت تر څار او مراقبت لاندی ونیول .له نیکه مرغه په ۱۳۹۶ لمریز کال د وزارت مشرتابه د ۱۳۹۷ لمریز کال په بودجوی پلان کی شامله کړه.د لرغونپوهنی ریاست د دې سپړنو لپاره د پیل چاری پر دوو برخو و ویشلې ، د کارلومړی برخه دا ده چی د دې تاریخی غونډی د ژغورنی او قاچاقبرانو د خپلسری کیندونو او غصب د مخنوی لپاره د یوه حفاظتی دیوال یا فلزی جال جوړول په پام کی نیول سویدی چی اوږدوالی یی ۶۰۰ متره ته رسیږی. د پروژې دوهمه برخه د لرغونپوهنی د اصولو له مخی په ټاکلی ټاټوبی کی د سانداژ یا امتحانی حفرې یا جر وهلو چاره ده. د سبز آباد د لرغونی ټاټوبی د څیړلو لپاره دا علمی -څیړنیزه پروژه د لرغون پوهنی د ټولو اصولو سره سم جوړه او اړینه بودجه د وزارت د انکشافی بودجې څخه چی د ابتدایی براورد له مخی د همدې کال (۱۳۹۷) لپاره څه د پاسه ( ۲۸۰۰۰۰۰ ) دوه ملیونه اته سوه زره افغانی دی، ځانګړې سوېده. له نیکه مرغه د مطرح سوی پروژې د لومړی برخی د پلی کیدلو لپاره ټول تدارکاتی پړاونه پای ته رسیدلی او افغان لرغونپوهان په پوره تلوسه او مینه د کار پیل ته چمتو دی. لرغونپوهان په دې باور دی چی دا تاریخی غونډی به د هیواد د نامتولرغونی ټاټوبی " هډې " هغه لړی د بشپړتیا لوری ته ورسوی چی ۵۵ کاله پخوا د بهرنیو او کورنیو لرغونپوهانو له لوری سر ته رسیدلی دی. په تیرو سپړونو کی د ګندهارا حوزې د فرهنګی مرکز هډې هغه ارزښت چی د هیواد د تاریخ زرینی پاڼی یی را څرګندی کړیدی ، د سیمی په تاریخ کی یی هم د پام وړ دریځ څرګند سو.په دې هیله چی تر ۵۵ پنځه پنځوس کالو وروسته یو ځل بیا د خپلو افغان لرغونپوهانو په زیار د مرحوم مستمندی او مرحوم کهزاد پر پلونو مخ ته ولاړ سو او د نویو علمی لاس ته راوړونو پر بنسټ د سپړنو چاری په پوره علمی اصولو پلی کړو او د هیواد د ویاړمن تاریخ زرینی پاڼی په رښتینی ډول په خپلو لاسونوولیکو.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006