دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د توریزم یو بل تعریف

د توریزم یو بل تعریف،

د انسانی  ژوند د هری لحظې او شیبې څخه د ګټی اخستلو لاره چاره ده .یو شمیر ښایی د ګټی اخستلو مانا دا وګڼی چی د ژوند څخه ښه ګټه د نویو مالوماتو را ټولول دی ؛ یو بل ښایی ګټه اخستنه دا وګڼی چی د حیرانونکو لحظو او شیبو تجربه کول دی؛ یوبل ښایی د ګټی اخستنی موخه دا وګڼی چی په مجازی نړی کی د ځان د تطهیر ،پاکی او سپېڅلتیا پر لور د وړتیا لاس ته راوړل وی؛او په دژ ډول نور. د دې یادونو یوه موخه دا ده چی په هر حالت دا ټکی څرګند دی چی د توریزم یو کلی تعریف دا دی چی د ژوندانه د هری شیبې څخه اړینه ګټه اخستل دی . په دې لړ کی یو شمیر فقط د خشیو او خوندونو لحظې او شېبې تیرول او د هغو څخه خوند اخستل د توریزم بنسټیزه موخ ګڼی.  
انسانان د خوږو شیبو او ګړیو په له منځه وړلو کی پوره بې پر وا دی . دا بې پروایی یا په ناپوهی او یا هم عمدی او پوهیدلی  توګه پلی کوی او له بده مرغه د ژوند خوندوری شېبې له لاسه ورکوی. که ژوند ته پام وکړو نو یوه برخه مو د تیر مهال په یادونو کی تیریږی. یوه برخه مو د ورځنیو بوختیا و سره وی او یوه بله برخه بیا د راتلونکو پروګرامونو لپاره وی ، خو حقیقت دا دی چی د همدې لحظې د خوندونو او لذتونو به هکله مو پام نه دی کړی . دا لحظې او شېبې د خوند اخستلو لپاره دی ،ژوند همدا دی چی شیبه په شیبه تیریږی موږ حق لرو چی د همدې لحظو خوند واخلو او هره ګړی د ژوند خوږه خاطره کړو .
د راتلونکی لپاره د پلان حوړول ، د ژوند خورا مهم اصل دی ، د راتلونکی لپاره د پلان نه درلودل ، په رښتنینی توګه د زوند پېټی درنیږی او د سهولتونو له لاسه ورکولو امکانات زیاتیږی . خو موږ باید روانو لحظو او شیبو ته هم پوره بام وکړو .ولی باید هره لجظه خوندوره وی  ؟ د دې لپاره ډیر دلایل سته چی په دې برخه کی د لوستونکو لپاره د دې پوښتنی د بیړنی حل څو بیلګی راوړو:

 لومړی : اوس مهال یوازنی مهال دی چی د کنترول صلاحیت او توان یی لرو. تیره زمانه نه سو کنترولولای  او راتلونکې هم زموږ تر توان وتلې ده . یوازی همدا اوس مهال دی چی د کار اخستلو او کارولو توان یی لرو . د خوندورو خاطرو د حاصلولو لپاره او یا هم د بې پروایی له امله د ناسالمی بوختیاو په وسیله یی تیروو. دا زموږ په توان کی ده چی همدا اوس شیبې ځنګه تیری کړو او د کومو شونتیاو څخه ګټه واخلو. یوه وړه او کوچنی پیښه هم کولای سی موږ خوشاله کړی او دا په موږ پوری اړه لری چی ځنګه ځانونه خوشاله کړو. د اوس مهال کنترول زموږ په لاس کی دی.
هره شیبه یوه ډالی ده ؛ هیځ تضمین نسته چی راتلونکی به ځنګه وی؟ هیڅ څوک نه بوهیږی چی راتلونکې شیبه به یی څنګه وی؟ دا هم نه ده څرګنده چی راتلونکی پیښه به څه وی؟او په دې هم ډاډه نه یو چی راتلونکی پیښه به زموږ لپاره بختوره وی و که بدمرغه . فقط همدا شیبه باید د یوې تحفې په توګه ومنو او د هغې څخه خوند او لدت واخلو.
د شیبو څخه خوند اخستل د تشویشونو او اندیښنو مخنوی دی؛ د تیرو مهالونو د خاطرو او یاداښتونو په اړه فکر کول هغسی اندیښنې او تخیولات زیږوی چی کله ناکله د ګټی په نسبت زیان پیښوی . همدا دول د راتلونکی په اړه هم د فکرونو لړی کله ناکله انسان هغو پړاونو ته رسوی چی د خیال پر ته بل څه نه سی ګڼل کیدای ، داسی حالات هم اندیښنې او تشویشونه بنځوی . د دې لپاره چی د دې ډول تشویشونو او اندیښنو فارغ سو ، باید دا ومنو چی هره لحظه او شیبه په خوښیو او خوند تیرول د ژوند بنسټیزه لار ده .
کله نا کله د راتلونکی لپاره مطرح سوی پروګرامونه د غوښتنی سره سم پر مخ نه ځی . دا سی حالات غالبا د هغو عواملو تابع وی چی زموږ په ژوند کی سته . ښایی زموږ طرحه سوی پروګرام د دې امله په ښه توګه پر مخ نه وی تللی چی په دقت ډیزاین سوی نه دی، یا ښایی د دې امله نیمګړی پر مخ تللی وی چی  مطرح سوی چاری د اړینی بودجې سره سمون نه درلود ، ښایی زموږ طرحه سوی پلان د چاپیریال او هوا د خرابوالی له امله د تطبیق زمینه نه وی پیدا کړې او دا سی نورلامیلونه او موانع د دې سبب ګرځیدلی وی چی زموږ پلان هغسی چی موږ طرحه کړی وو ، پلی نه سو. دا ‌ډول حالات موږ تر اغیزی لاندی راولی ، ښه دا ده چی د پروګرامونو او د راتلونکی لپاره د اړینو پلانونو د طرحه کولو پر مهال پوره دقت او ځیرتیا ولرو چی جانبی موانع د پلان د پلی کولو پر وړاندی مخ ته را نه سی. د دې سره سره دا ټکی ته باید خامخا پام وساتو چی اوس مهال مو لحظې او شیبې ښه تیری سی. دې ته باید څیر سو چی اوس شیبه هغه تیروتنه نه سو را ګرځولای چی د پلان جوړولوپر مهال موکړیده . په دې ډول د هغو نا خوښو لحظو مخه نیسو چی د پلانونو د نه پلی کیدلو له امله منځ ته راځی .
 پرله پسې شیبې او لحظې دی چی ژوند جوړوی او پوره پام په کار دی چی دا شیبې د خونده ډکی وی.دا خوند او خوشالای بل هیځ شی او بل هیځ ځوک نه سی راوستلای بیله دې چی خپله یی راولو.که ځان داسی وروزو چی د شیبو خوشالی مو خپله موخه ګرځولې وی نو بیا خپله په دې بریالی کیږو چی ځانونه خوشاله او د شیبو څخه پرله پسې خوند واخلو. دا دول عادت نه یوازی دا چی زموږ ژوند خوشاله ولای سی بلکی د چاپیر یال او زموږ د ټاټوبی په کلتوری اړیکو او جوړښت کی د بدلون لامیل کیدای سی. دا باید به یاد وساتو چی د خوندورو شیبو څخه پر له پسې ګټه اخستال  نورو ته هم الهام رسوی او چاپیر یال بدلولای سی.
هغه تورسیتان چی توریزم د خندونو متود او روش ګڼی په دې باور دی چی دا اړینه ده څو د ژوند د بهیر ( تیر مهال ،اوس او راتلونکی ) تر منځ هغه تعادل ایجاد سی چی محور یی د همدې لحظې پر ښه تیریدلو را وګرڅی . دا چاره هغه مهال شونې ده چی هره ګړی او هره شیبه د خوند اخستلو لپاره غنیمت وګڼو، خوند واخلو او مخ ته ولاړ سو. 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006