دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
توریزم او هوټلونه

 

توریزم او هوټلونه


په هر پیمانه چی توریزم او سیلانیتوب وده کوی په هغه پیمانه د دې صنعت لپاره تسهیلات او شونتیاوی زیاتیږی. هوټلونه د سیلانیتوب یوه مهمه اړتیا ده . د توریستانو د را جلبولو لپاره د هوټلونو اسانتیاوی ځانګړی ارزښت لری . داسی چی سیلانیتوب د ټولنی په بیلا بیلو قشرونو کی مینه وال لری ، همداسی د مناسبو شونتیاو څخه ګټه اخستنه هم د ټولنیز قشر په توان پوری اړه لری .  هر سیلانی د خپل توان تر بریده د تسهیلاتو او اسانتیاو څخه ګټه اخلی . همدا لامیل دی چی په توریستی سیمو کی د بیلا بیلو هوټلونو د شتون امکان برابریږی.
هوټلونه د ستورو د شمیرې پر بنسټ پیژندل کیږی،  د پنځو ستورو هوتل مانا څه ده او کوم معیارونه د هوټلونو درجه بندی لپاره غوره سویدی ؟ هغه هوټلونه چی ډیر لوړ خدمات او تسهیلات برابروی د زیاتو ستورو لرونکی وی. په امریکا کی د هوټلونو درجه بندی  د همدې تسهیلاتو او امکاناتو پًر بنسټ سویده . تر ټولو د ښه تسهیلاتو وړاندی کونکی هوټل ته د پنځه ستوری هوټل لفب ورکول کیږی . د دې لپاره چی د هوټلونو په درجو پوه سو اړینه ګڼم چی د هر هوټل امکانات او تسهیلات برملا کړو چی په دې توګه به د هوټلونو دستورو شمیره هم وپیژنو.
بې ستوری هوټلونه:
هغه سماوارونه او هوټلونه چی د عمومی لارو او واټونو پر سر د مسافرینو د بیړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره ودان سوی وی د بې ستورو هوټلونو په نوم یادیږی. دا ډول هوټلونه د یوه لوی سالون په لرلو سره د میلمنو هر کلی کوی. په ځینو سیمو کی د ښځینه او نارینه خواوی د پردو په ځړولو سره بیلوی، يو ګډ لاس وینځنی لری او یوازی د خوب لپاره د لومړنیو امکاناتو په لرلو  جوپړ ته تیار وی.
یو ستوری لرونکی هوټلونه :
دا هغه دول هوټلونه دی چی یو اتاف د هر میلمه لپاره ولری ، خو لاس وینځنی او ځان وینځنی یی ګډوی .
دوه ستوری لرونکی هوټولنه :
دا ډول هوټلونه یو ځانکړی اتاق د میلمه په واک کی ورکوی چی د میلمنو د شمیر په نسبت  جپرکټونه لری. ځان ته لاس وینځنی او ځان وینځنی لری . د تلویزیون او د غذایی توکو د ساتنی لپاره دیخچال تسهیلات هم ورسره مل وی .
د دریو ستورو لرونکی هوټلونه :
درې ستوری لرونکی هوټلونه  دوه اتافه د میلمه په واک کی ورکوی ، چی یو اتاق د خوب لپاره اوبل د سالون او ناستی لپاره وی.دا ډول هوټلونه د خوب په اتاق کی د ارایش سامان ، په ځانګړی لاس وینځنی او ځان وینځنی کی ټول تسهیلات برابر سوی وی . د سالون لپاره تلویزیون  او خوراکی توکو د ساتلو لپاره یخچال هم لری .
د څلوروستورو لرونکی هوټلونه:
دا ډول هوټلونه د درې ستوری لرونکو هوټلونوټول تسهیلات لکه د خوب اتاق ، سالون د لاس وینځنی او ځان وینځنی سهولتونه د خوب کټ د ارایش میز یخچال او تلویزیون لری ، د دې تر ځنګ  د لمبیدلو حوض او سونا هم لری او د هوټل په یوه برخه کی د څښلو لپاره میز ( بار ) هم لری.
پنځه ستوری لرونکی هوټلونه :
پنځه ستوری لرونکی هوټلونه د ځلورو ستورو لرونکو هوټلونو ټول تسهیلات لکه د خوب اتاق او د ناستی سالون  د لاس وینځنی او ځان وینځنی اسانتیا تلویزیون، یخچال  د ارایش میز  د ځښلو لباره میز( بار ) تر ځنګ د رانیولو مرکز د کازینو ځای ، د رقص او ګډا لپاره ځانګړی ځای هم لری .
یادوونه : په یو شمیر هیوادونو کی د ۳-۵  یا ۲-۴ هوټلونه یاد سویدی، د دې مانا دا ده چی هوټل د پنځو ستورو لرونکو درجه لری خو د ګډا کولو ډګر او د خریداری لپاره مرکز نه لری  او یا  هوټل د څلورو ستورو لرونکی درجه لری خو  لمبیدلو حوض سونا  او د ځښلو میز ( بار ) نه لری . په دې ډول د هر هوټل تسهیلات او شونتیاوی بیلی دی  بیعه او مصارف یی هم یوه له بله متفاوت او بیل دی . 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006