دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
لرغونی خروشتهی لیکدود او د هغه خواتی بیلګه

 

لیکوال : پوهنوال رسول باوری


لرغونی خروشتهی لیکدود او د هغه خواتی بیلګه


په افغانستان کي يوشمير داسي کتېبې او ډبر ليکونه سته چي لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي لوستل سوي  ،  د بيلګو په توګه په لغمان ولايت کي  اليشنګ کتېبه ، د هزار سم څخه تر لاسه سوي يوشمير ليکبڼي او نور يادولای سو ، خو د لرغونو زمانو داسي کتيبې ، ډبر ليکونه او د ليک بڼي هم سته چي په اړه يې  يوشمير بهرنيو او کورنيو پوهانو  زيار ګاللئ او د پوهېدو وړيې ګرځولي دي  .  د دې  ډلې ليکبڼو څخه يو هم  خروشتهي ليکدود دئ چي  ٣٠٠ کاله پخوا تر مېلاد منځ ته راغلۍ او تر ٥٠٠  ميلادي کلونو دود و.   دا ليکدود چي د خپل مهال په تاريخي پېښو د پوهېدلو  ګټور او ارزښتمن لاسوند ونه  لري ، د زيات شمير څيړونکو د پام وړ کرځېدلئ او په اړه يې څيړني کړيدي .  په دې  ليکنه کي هڅه سوې چي دخروشتهي ليکدود په اړه درې پوښتني او یوه بیلګه   په لنډه توګه یاد ی کړو . 
 
لومړۍ دا چي خروشتهي  ليکدود چيري پيدا سوۍ ، د ترويج او تعميم سيمې يې کومي دي  ؟ دوهمه پوښتنه دا چي د ا يوازي ليکدود و او که ژبه هم وه ، که يوازي ليکدود و نو د کومو ژبو  ليکبڼه ده ؟ او دريم دا چي د لوستلو لپاره يې چا زيار ګاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟
 
لومړۍ :  خروشتهي ليکدود چيري پېدا سوی  او په کومو سيمو کي  کارول سوېدۍ  ؟
تر دې مهاله  چي د لرغونو ليکنو او په ځانګړې توګه  د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني تر سره سوي ، داڅرګندوي چي خروشتهي ليکدود د اوسني افغانستان په ختېزو سيمو کي منځ ته راغلۍ او تعميم سوېدئ  .  په دې اړه انګليسي نامتولرغونپوه   ويلسن  ( Wilson, Horace Hay man 1786-1860) په خپل  (( لرغوني اريانا )) نومي اثر کي ليکي چي :  خروشتهي ليک له اره اريايې ليکدود دئ  ،  چي  د امو  او اباسين  تر منځ سيمو کي رائيج وو . د نامتو ژبپوه کارل  بوهولر  Karl Bühler (1879-1963)    په وينا د خروشتهي ليکدود نوم  دهغه ليک د بنسټ ايښوونکي د نوم څخه اخستل سوېدئ چي ( خروشته ) نومېدئ .  د نوموړي په باور په خروشتهي ليکدود کي يوشمير ږغونه د براهمي ليکدود څخه را  نقل  سويدي ، په خروشتهي ليکدود کي ږغ لرونکي او بېږغه توري سته چي  پخوا په  براهمي ليکدود کي هم موجود وه ، او ښايې   خروشتهي ليکدودد براهمي  ليکدود تر اغېزي لاندي وده کړې وي  . خو هغه څه چي څرګند دي هغه د اوسني افغانستان  په ختيزو سيمو کي د دې ليکدود پياوړۍ شتون او همدلته د همدې ليکدود منځ ته راتلل دي .
 
دوهم : خروشتهي يوازي ليکدود وو او که ژبه هم وه ؟
د بيلا بيلو پوهانو څيړنو ښودلې ده چي خروشتهي يو ځانګړئ ليکدود دئ .  دې ليکدود ژبه نه درلوده ، د هغه مهال  ليکوالو د مروجو ژبو د ليکبڼي په توګه کار ولۍ دۍ . د هغو کتېبو او ډبر ليکونو څخه چي په بيلا بيلو زمانو او سيمو پوري اړه لري ، دا څرګنده سوېده چي د همدې ليکدودپه مرسته  د يوناني  ، سانسکريت ، پارا ګريت او نورو ژبو مفاهيم او مطالب  ليکل سويدي .  راپسون  نامتو ژبپوه  EJ Rapson (1861-1937)   )  د خروشتهي ژبي  زيات شمير ليکني ، کتيبې ، ډبر ليکونه او مسکوکات  په خپل   (( خروشتهي ليک))  نومي اثر کي را پيژندلي او څيړلي دي . په خروشتهي ليکدود ليکل سوي نامتو کتېبو څخه د بيلګي په توګه  د صوات کتېبه  چي په ١٨٣٨ زيږديز کال د مسون په وسېله وپيژندل سوه ، په باميان کي د ونو پر پوست ليکل سوي ليکني چي په ١٩٣٠ زيږديز کال وپيژندل سوې، د باجوړ کتېبه چي په ١٨٨٩ زيږديز کال وموندل سوه  . په  ١٨٤٣ زيږديز کال د جلال اباد په بېمارانو کلي کي د ښاغلي مسون په وسيله  خروشتهي کتېبه وموندل سوه او په دې ډول په سلګونو نوري کتيبې چي د افغانستان په دننه او د اوسني افغانستان د سياسي کرښو بهر  تر لاسه سويدي .
 
دريم  :  د دې ليکدود د لوستلو لپاره چا زيار ګاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟
  ژبپوهانو د دې لرغوني ليک د لوستلو لپاره د يوناني ژبي مفاهيم معيار ګرځولي دي . د لومړي ځل لپاره  په ١٨٣٠ زيږديز کال د مسکوکاتو پر مخ د يوناني ليکدود او خروشتهي ليکدود ګډ ليکونه ولوستل سوه ، لومړۍ  د مسکوکاتو يوناني ليک ولوستل سو  او بيا د يوناني ژبي څخه ترلاسه سوئ تعبير  د خروشتهي ليکدود لپاره هم ومنل سو ،  له هغه وروسته د خروشتهي ليکدود د پوهېدلو لپاره د يوناني ليکدود او ژبي  کاريدل  معياروګرځیدل  . د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو څخه بيلا بيلو ژبپوهانو او لرغونپوهانو د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني او پلټني کړيدي ، چي د بيلګي په توګه د يوشمير نومونه را يادوو :  د خروشتهي ليکدود زيات شمېر کتيبې او ليکني د انګلېسي لرغونپوه  مسون په زيار د ( د څيړنو مهال   د١٨٣٣ څخه تر ١٨٣٥ زيږديز کال پوري  )  پيژندل سوي او تر لاسه سويد ي . سر اورل ستاين (د څيړنو مهال  د ١٩٠٠ څخه تر ١٩١٣ زيږديز کلونوپوري ) راپسون    (د څيړنو مهال  د  ١٩١٤ څخه تر ١٩٤٧ زيږديز کلونو پوري )  او زيات شمير نوربهرني څيړونکي  يادولای سو چي د خروشتهي ليکدود په پيژندلو ، پيدا کولو او لوستلو کي ارزښتمنه ونډه اخستې ده . د دې تر څنګ يو شمير کورنيو پوهانو او څيړونکو هم د دې ليکدود په اړه هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي ، چي  د علامه حبيبي ، استاد کهزاد ، مرحوم دوست شېنواري  او پوهاند داکتر الفشاه ځدراڼ  نومونه تر ټولو وړاندي د يادولو وړ دي  . 
 
 
د خروشتهی لیکدود یوه بیلګه په لاهور موزیم کی  ( د صوات حروشتهی ډبر لیک )
 
د خروشتهی لیکدود یوه بیلګه  چی د حیوان پر پوستکی لیکل سویده
 
په لاهور میوزیم کی د خروشتهی لیکدود په اړه د میوزیم د مشر څرګندونی

  
پر مسکوکاتو د خروشتهي ليکدود   دوې بيلګي ( د ختن واکمن Gurgamoya ګورجا مویا )
 
                       د خروشتهي ليکدود په اړه  ویکیپیدیا دا ټکی ثبت کړیدی .

Inscriptions and documents in Kharosthi have been found over a broad area in Afghanistan.To the far west and north west, we can now add to the handful of inscriptions known to Konow, several more specimens from sites along the Kabul River in Afghanistan as far west as Wardak or Khawat, some 20 miles west of Kabul. Recent archeological excavations have also yielded numerous Kharoshti inscriptions from north of the Hindu Kush, in ancient Bactria, both in sites in northern Afghanistan such as Qunduz and in several places in the former Soviet republics of Uzbekistan and Tajikistan.[7]

ژباړه : د خروشتهی لیکدود بیلګی (اسناد ) د افغانستان  د ختیځو سرحدی کرښو  ( د هند موقعیت  ته په پام - ژباړونکی  )په  لویدځ  او شمال لویدیځ سیمو کی موندل سویدی.  یو شمیر دا لیکونه لوستل سوی او او په بشپړه توګه پیژندل سویدی .دا لیکدود په کلی توګه د افغانستان دکابل حوزې په زیاتو ځایونو کی موندل سویدی ، او بیا په ځانګړې توګه د کابل ښار  شل میله واټن  د وردک ولایت په خوات او همدا ډول  د هندوکش په شمال د لرغونی باختر په کندوز کی هم تر لاسه سویدی . د خروشتهی لیکدود بیلګی د اوزبکستان او تاجکستان په یو شمیر سیمو کی هم تر لاسه سویدی.
خروشتهی لیکدود د افغانستان د لرغونی تاریخ د بیلا بیلو پیښو د پوهیدلو لپاره خورا ارزښتمن لیک دی چې د کنشکا او د هغه د زوی هوویشیکا د واکمنۍ پر مـهال  (۱۴۹- ۱۸۲ میلادی کال) یی یوه بیلګه په خوات کی  لیک سوېده .  دا لیک پر یوه لوښي په دریو بشپړو او بله نیمه کرښه کې حک سوی دی.
د لیکنې متن مذهبي هدايتونه دی او په هغه کي د ترحُم او محبت الهام له ورایه څرګندیږي.
دا ظرف په ۱۸۳۸ میلادی کال انګلیسی لرغونپوه چارلس مسن د وردګ ولایت په خوات سیمه کې وموند او اوس په بریتشن موزیم کې ساتل کیږي.
د ليک پښتو متن :
((  په ٥١ کال او ١٥ تاريخ ارتمي سيوس  کمه ګوليه د ګرومريګه ځای ناستی په خوات کي ميشت سو او د ساکانومي په وياړ يې د ويهاره  او ګرومريګه په ستوپه کي د يادښت يوه بيلګه جوړه کړه .په دې توګه دې ستره نيکمرغي او خوشحالي وي، او په دې نيکمرغی کي دي د هوويشکه ونډه ډيره وي. ))
 
د خوات د لوښی یو انځور چی اوس په بریتش میوزیم کی ساتل کیږی .
دا لرغونی  لوښې د وردک  ولایت دخوات په يوې بوداي سټوپه  کې موندل سویدی.   ښاي دا لوښې د نذر په توگه د دويمې ميلادي پيړۍ په وروستيو کې ايښودل سوی وی ، دالوښې دگندهارا د تمدن يوه نښه ده .
د فرانسوي څېړونكي مريك Marik په وينا د دې كورنۍ نوم د دوه وروڼو له نامه سره د وردګو د خوات په خروشتي ډبرليك كې هم راغلى دى. د بغلان د مهادژ مزدك چې د موندل شوي ډبرليك له مخې د كنشكا د واك د 31 كال په پسرلي كې يې جوړ كړى دى او د سپېڅلي اور نښې په كې پېدا شوي دي. د هغه مزدك جوړونكى "نوكونزيك نوميده چې د ماريګ Marig له كورنۍ څخه و. حال دا چې د بغلان په مهادژ مزدك كې د اور لمانځنې اثار او د وردګو دخوات په ډبر ليك كې د بودايي دين نښې څرګندې دي. دا مزدك د كنشكا د جلوس پر 51 كال د180 ز شاوخوا ودان شوى دى .


اخځونه :
١ --  حبيبي ، عبدالحئ . تاريخ خط و نوشته های کهن افغانستان  . چاپ دوم . ١٣٧٧ .
۲- جبیبی ، عبدالحی . تاریخ مختصر افغانستان . کابل : مطبعه دولتی . ۱۳۴۶ .
۳ – الفشاه ، ځدراڼ . کتېبه ها ومسکوکات افغانستان . ( کابل : پوهنتون کابل  ) ١٣٦٧ .
۴ – باوري ، رسول . د افغانستان لومړني مدنيتونه . (کابل  : کابل پوهنتون ) د علمي رتبې تيزسس . ١٣٧٣.
٥ – بيلا بيل ويب سايټونه   www.dkpdindia\www.booksformind.com\www.ancientscripts.com
او يوشمير نور . 

 
6- The Afghans, Willem Vogelsang, p.186, Blackwell Publishers Ltd

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006