دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په افغانستان کي دتاريخي مجسمو د نړېدلو انګيزې او لاميلونه

په افغانستان کي دتاريخي مجسمو د نړېدلو انګيزې او لاميلونه

د درنو پوهانو ، او څيړونکو په اجازه ،تر هرڅه وړاندي بايد و وايم چي ماته د ډيري خوشالی ځای دی چي  دې څيړنيز سيمنار ته بلل شوی يم .ستاسو د بلني او ميلمه پالني ډيره مننه کوم.
 په پيل کي غواړم دوه مهم ټکي ياد کړم  ، لومړی دا چي ما خپله ليکنه په دې هيله لنډه کړې چي پوښتونو او ځوابونو ته وخت ولرم . دوهم دا چي زما ليکنه دوې برخي لري ، لومړی لنډه سريزه او دوهم په افغانستان کي د مجسمود ورانولو لاميلونه.
په افغانستان کي د مجسمو جوړېدل د ډيري مودې راهسي دود دي ، خو د يونان باختري( ٢٣٠ – ١٣٠ کاله پخوا تر ميلاد)  او يونان بودايې ( ١٣٠ پخوا تر ميلاد بياتر ٤٥٠ ميلادي کاله ) مدنيتونو پر مهال د دې هنر وده چټکه او هر اخيزه شوه.  د هيواد په بيلا بيلو مرکزونو کي د نورو هنرونو تر څنګ د مجسمو جوړولو هنر ته پاملرنه زياته شوه. د دې زياتوالي ثبوت په هغو آثارو کي وينو چي د هېواد د بيلا بيلو سپړل شويو سيمو څخه په لاس راغلي دي.
په لرغوني افغانستان کي د مجسمو جوړولو هنر دوې دورې  د زياتي پاملرني دي. لومړی د يونان باختري او دوهم د يونان بودايې دورې آثار او مجسمې دي . د يونان باختري ( ګريک – باختري )پير څخه په لاس راغلي مجسمې په زياته پيمانه د يوناني هنر استازيتوب کوي، د دې سره – سره چي اريايې نښي پکښي ليدل کيږي، خو زياتي ځانګړني يې د يوناني هنر څخه اغيزمني دي. د دې هنري دورې بيلګي د افغانستان په آی خانم، باګرام ، بلخ او نورو سيمو په آثارو کي په زياته پيمانه تر لاسه شويدي.
د يونان بودايې ( ګريک بوديک )دورې آثار او مجسمې د يونان باختري دورې د آثارو څخه بيلي او د ځانګړو مميزاتو لرونکي دي، د دې دورې هنري آثار او په ځانګړي توګه مجسمې د هنري اړخه د يوناني سبک لرونکي دي ، خو د رواني او کلتوري اړخه په زياته پيمانه د هندي سبک نښي پکښي ليدل کيږي . دا ډول آثار او مجسمې د باميان ، سره کوتل هډې او نورو سيمو څخه تر لاسه شويدي.
د يادوني يې بولم چي د يونان بودايې پير آثار په زياته پيمانه د ګندهارا د هنري آثارو په نوم ياديږي ، چي د سيمي او نړې په هنري تاريخ کي ځانګړې باب لري .
د افغانستان تر ټولو ارزښتمني مجسمې هم د همدې هنري مکتب محصول او زيږنده دي. د باميانو دوې ستري مجسمې هم د همدې هنري مکتب څخه اعيزمني شويدي، په ځانګړې توګه د صلصال مجسمه چي هنري ښکلا او صورتي جوړښت يې د شهکار تر بريده رسېدی، خو له بده مرغه تر اتلس پيړو پر له پسې شتون وروسته له منځه ولاړې.
 زه د دې مجسمو د هنري او تاريخي څيړنو پر لور نه ځم ، يوازي غواړم هغه ټکي را ياد کړم چي زما له نظره د دې مجسمو د ورانولو بنسټيز لاملونه دي.
١ – د افغانستان پر سياسي فضا د بنسټ پالني حاکميت: د بنسټ پالني دا حاکميت د يو لړ سيمه ايزو سياسي پيښو زيږنده حرکت وو، چي جرړي يې د منځني ختيځ په پيښو کي وده کړې او د روسي اشغال پر مهال په افغانستان کي په زياتو شونتياوو پياوړی او غښتلی شو.  دا حرکت د روسي جګړې وروسته په  سيمه کي د يو شمير کړيولپاره  ګټور دفاعی سنګر شو . د ناورين خبره داده چي دبنسټپالني دا حرکت ورو ورو د خپلو مولدينو له کنتروله ووتی او د نړيوالي ستونزي په توګه يې د پرمختګ او تمدن د مخنوي لپاره ورانونکي هڅي پيل کړې. د دې حرکت په ورانونکو هڅو کي يو هم د افغانستان پر تاريخي وياړنو بريد و چي له بده مرغه زموږ د هېواد د تاريخي شتمنيو د له منځه وړلو لاميل شو.
٢ – د نړيوالو کلتوري موسسو د اړينو هڅو کمښت: هغسي چي بنسټ پالو ويل  او بيا يې خپلي ويناوي پيلي کولي ، د نړۍ يو شمير کلتوري کړيو ته ياد منلو نه وه او يايې نه غوښتل چي د دې ستر ناورين مخنوی وکړي. نړيوالو کلتوري موسسو کولای شول چي د ګاونډيو هيوادونو يو شمير جاسوسي کړی دې ته وګماري چي د دې ناورين مخه ونيسي . يو شمير جاسوسي کړيو او په ګاونډيو هيوادو کي يو شمير سياسي څيرو  دا توان درلود چي لږ تر لږه د دې پريکړي د پلي کولو مهال اوږد او وځنډوي، چي له بده مرغه په دې تړاو د نړيوالو کلتوري موسسو او سازمانونو هڅي ډيري نيمګړي وي.

٣ – د مجسمو د ورانولو لپاره په سيمه او نړۍ کي د يو شمير سياسي کړيو تلويحي مرسته: يو شمير هغه سياسي کړۍ چي د راتلونکي لپاره يې د هغه مهال د واکمن رژيم د نړولو نيت درلود او يا لږ تر لږه د هغه رژيم د نړلو لپاره يې زمينه براوبرول غوښتل ، هغوی هم په افغانستان  کي دننه ، په ګاونډيو سيمو او حتی نړيواله سطحه دا هڅه کول چي پر افغانستان واکمن سياسي نظام ( طالبان ) او د هغوی بنسټ پال ملګري د افغان ولس او نړيوالو په ذهنيتونو کي منفور کړي، چي  د هغه نظام د نړولو او يا له منځه وړلو پر مهال د اولس او نړیوالو هيڅ خواخوږي ور سره مل او پاته نه شي.
٤ -  په افغانستان کي د ديرش کلني جګړې اغيزي : په هيواد کي ديرش کلني جګړې ، افغان ولس داسي تيت او وپاشی چي پخواني ټول جوړښتونه او اډانې يې له لاسه ورکړې.سياسي ادارې وراني شوې، کلتوري ارزښتونه له منځه ولاړل، تعليمي او روزنيزي چاري په ټپه ودرېدې، او تر ټولو زيات اغيزمن لاميل په هيواد کي د اقتصادي چارو بشپړ رکود او سقوط د دې لپاره زمينه برابره کړل چي بهرني بنسټ پال ځواکونه خپلو شومو هيلو ته ورسيږي او هغه اولسي مقاومت وځپي چي د دې هيواد د تاريځي وياړنو د ساتني او پالني هوډ يې درلود.
٥ -  خًرافاتي او غير اسلامي اندونه : د ديرشو کالو پر له پسې جګړو په ترځ کي د ښووني روزني بهير ته زيات تاوان ورسېدی، مکتوبونه ، روزنيز مرکزونه ، پوهنتونونه يا وتړل شوه او يا يې په نيمګړي ژوند خپلي هڅي تر سره کولې. د دې علمي بهير د سقوط سره سم يو شمير خًرافاتي او غير اسلامي اندونه پر اولسونو تحميل او ولسي ذهنيت يې ککړ کړ. په دې ډول بهرني بنسټپال ځواکونه هغه موخو ته ورسېدل چي له پخوا يې هيله وه. د کورنيو او بهرنيو غيير عادي شرايطو څخه په ګټه اخستنه يې د افغانانو تاريخي شتمني او له هغې جملې ټولي مجسمې وراني او ويجاړي کړې ، چي د افغانستان ، سيمي او نړی په تاريخ کي يې د کلتوري ناورين سر ليک  په خپلو داډول ناوړو کړو وړو ، ثبت کړ.

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006