دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
لرغونپوهنه څه شې ده؟

لرغونپوهنه څه شې ده؟
   لرغونپوهنه چې په درې ژبه کې ورته دباستان شناسی اصطلاح استعما ليږي،د  دوويو ناني کلمو Archeosچې مانا ئي  لرغونې او Logosچې مانا ېي علم او پوهه ده ، جوړه سوېده.لرغونپو هنې هم لکه دنورو علومو په څير دخپلې ودې مختلف  پړاوونه و هلي دي.دلومړې ځل لپاره په ۱۷م پيړۍ کې دجاکيوس سفونJacques spon له خوا دارکيا لوجي اصطلاح دلرغونو شيانو د پيژندني لپاره استعمال شوه. دا پوهه دودې په مختلفو پړاوونو کې په ډول،ډول تعريفونوتعبيرشوېده لکه دلرغونوشیانو مطا لعې ته لرغونپوهنه ويل کيدل . کله بيا دقبل التاريخ دانسانانو دلاسي صنايعو او وسايلومنظمې څيړني  ته لرغونپوهنه ويل کيده ،او کله هم دله منځه تللو انسانانو دکلتور مطا لعې ته لرغونپوهنه ويلې شوې وه .
    ددې علم موخې او هدفونه هم په مختلفو مراحلو کې بيل بيل ټاکل شوې او پيژندل شويدې ،کله چې لرغونپوهنه دلرغونو شيانو له مطا لعې څخه ګڼل شوې،نوبیا ئي هدف دلرغونو ټولنو دکلتور پيژندنه ده او چې کله په منظمه توګه  دلمنځه تللو انسانانو دلاسي صنايعو او وسايلو دمنظمې مطا لعې څخه ګڼل شوې ده، نو بيائي هدف او مو خه له مطا لعې څخه ددغه شيانو او وسایلوڅخه په استفاده دتيرو شوودوروبيلا بيل  انکشافي پړاونه پيژندل دي.
خونن لرغونپوهنه  دنورو علوموپه څير ځانته یو منظم او ځانګړې تعريف لري:
لرغونپوهنه هغه علم دی چې انسان او انساني ټولنې دپيدايښت له مها له بيا دلومړنيو مدنيتونوتر پيليدلوپورې دهغوې دمادي منابعو په نظرکې نيولوسره ترمطا لعه کوي. په دې تعريف کي درې مهم ټکي څرګند او يوځای شويدي.
  لومړی ؛ ددې علم موضوع چې انسان او اوانساني ټولنه ګڼل کيږي،دوهم دلرغونوټولنو دپيژندلو مهالونه  او ودريم  اخځونه  او منابع دي .  کله کله دنورو علومو په منځ کې دلرغونپوهنې ځانګړې موقف د يو لړشکونو سره يوځای وي ،لاميل يې دا دی چې يوتعداد پوهان لرغونپوهنه دبشرپوهني Anthropology څلورمه برخه ګڼې اویو شمير نورئي بيا د تاريخ د علم پيلامه شميري .  داشکونه  دلرغونپوهنې داهدافو او ميتودونوڅخه را ولاړ شويدي . ددې علم دڅيړنې يوشميرميتودونه اوطريقې دبشرپوهني اودهغې دڅانګودميتودونواو طريقو سره ورته والې لري . همدا ډول  دانسان اوانساني ټولنو اړونده څيړنې اوددغه ټولنو دو دي او انکشاف د لورې مطا لعه کول اوڅيړل دتاريخ دعلم داساسي بحثونو څخه شميرل کيږي، د يو شمير دا ډول ميتودونو ورته والی د دې اندونو زمينه برابره کړېده چي د لر غونپوهني موقف د يو شمير پوهانو له نظره بيل څرګند شي.

 

لرغونپوهنه هم لکه دنورو علومو ځانته ځانګړې هدفونه اومیتودونه لري او په عمومي ډول ويلای شوو چې: دلرغون پوهنې اساسي هدف دلرغونو ټولنو دمادي منابعواو بقایا ووپه نظرکې نيولو سره ، دهغو ټولنو اوانسانانو په اړه دهر اړخيزو علمي او دقيقو معلوماتوڅرګندول دي . د لرغونپوهني منابع له اره مادي اثار او توکي دي چي د هغو څخه د معلوماتو  په لاس راوړل  ځانګړې اصول او ميتودونو ته اړتيا  لري . دا اصول په رښتيني توګه  د نورو علومو له ميتودونوڅخه متفاوت دي .
لکه چې وړاندې وويل شودلرغون پوهنې اساسي هدف دلومړنيو انسانانواوانساني ټولنو او دهغوې اړونده انکشافي مراحل پيژندل دي او تاريخ هم دانسان ماضي او دبشري ټولنود ودي قوانين او د ټولنو تکاملي پړاونه تر بحث لاندي نيسي. همدالاميل دی چي يو شمير پوهان لرغونپوهنه دتاريخ دعلم يوه برخه ګڼې،په داسې حال کې چې دټولنيزو علومو،پدې  دو بيلا بيلوعلومو کي دمنابعو له مخې يو دبل سره زيات او مهم فرق ليدل کيږي.دتاریخ دعلم اصلي منابع ليکلې شوي  اوکتبې اثار دي او کله هم شفاهي معلومات وي، چې پراستناد ئي دتيرو ټولنواوضاع څرګنديږي،ولې برعکس دلرغونپوهنې اصلي اواساسي سرچينې چې  دقبل التاريخ دټولنواوانسانانودژوند ډول اوطريقه روښانه کړي،هغه مادي شيان دي لکه: ډبرين وسايل خاورين لوښي اودفلزاتوڅخه جوړشوي لومړني توليدې وسایل،دښکار،دفاع، او تعروض وسايل ، ټاټوبي اوهستوګنځي ، دخوراک داستعمالولولوښې اوداسې نور هغه مادي منابع شمير ل کيږي دلرغونپوهنې دځانګړو اوصولواوميتودونو په مټ مطا لعه اوڅيړل کيږي اودنتایجو له کبله ئي دلومړنيوانساني ټولنودژونداو ژواک وده او تکامل روښانه کيږي.لومړنیو انسانانو یوه اوږده دوره د لیک اوکتابت  د لرلوپرته تیره کړیده اودهمدې ساحې مطا لعه اوڅیړنه دلرغونپوهنې موضوع ده چې راوي سپړي او په اړه ئي خپل معلومات ټولنې ته وړاندې کړي او بیا چې کله خط رامنځ ته شوی او ليک لوست زيات شويدی،بیا دغه پړاونه  په مؤرخینو پورې اړه لري چې په اړه ېي مطا لعه او څیړنې ترسره کړې.دلیک رامنځ ته کیدل دنړۍ په مختلفو سیمو کې په مختلفو وختو کې منځ ته راغلې،چې ددغې اختلافاتوپه نظرکې نیولوسره دبشري ټولنوتاریخي منابع تقریبا له(۵۳۰۰-۵۵۰۰) کلونوپورې وخت نیسي،چې دغه وخت د مؤرخینودتحقیق ساحه تشکیلوي.په داسې حال کې چې انسان دځمکې دکرې پرمخ درې میلونه اوه سوه پنځوس زره کاله وړاندې زندګي درلوده، چې دبشري ژوند همدادوره دلرغونپوهنې دمطالعې  ساحه تشکیلوي.
پخوانی خطې نسخې ډيرې کمې دمؤرخینولاس ته ورځي اوددې ستونزې علت دادی چي خطي منابع ډېرژرله منځه ځي اوياهم خپل اصلي ماهيت دلاسه ورکوي، برعکس مادی منابع چې دلرغونپوهنې اصلي او اساسي منابع ګڼل کیږی تر ډېروخته پورې دخاورو لاندې پاتې کيدی شي او له مخې يې يو څېړونکی لرغونپوه کولای شی چې دلاسته راغلوموادو څخه د لرغونو ټولنو دخلکو د زندګۍ، طرز او طریقه او دټولنیز تکامل اندازه په لاس راوړي.له دې امله دمؤرخینواولرغونپوهانوکاردمیتود،عمل اوڅيړنې له مخې په مکمل ډول یودبل سره فرق لري، ځکه چې لرغونپوهان زیاتره خپل وخت دهغه سیموپه علمي کيندلومصرفوي چې دلرغونوتمدونونواوکلتورونو اثار او نښانې موجودې وې.لرغونپوهان  په زياته پيمانه دبشري ټولنو هغه مهالونه ترمطا لعې لاندې نيسي، چې خطې منابع دمادی اثاروپه نسبت دزیاتوواضحتونو او ښومعلوماتودرلودونکې وي.پدې اساس لرغونپوهان ډیرکم د۱۵-۱۶ پيړیواوله هغه وروستنې حوادث ترمطا لعې لاندې نیسي،خودعلمي اوڅیړنیزوفعالیتونوپه جریان کې بیا دهرلرغونپوه لپاره ضروري اولازمي ده، چې دخطې منابعو دتحلیل او شننې اصول او قواعد په یاد ولري او له هغې څخه په لازمومواردوکې دتیرو فرهنګونود بیارغونې په برخه کې استفاده وکړي.
دلرغونپوهنې او نورو علومو ترمنځ اړیکی :
  لرغونپوهنه دیو شميرعلومو سره دوه اړخیزه او دیو تعداد نورو سره بیا یو اړخیزه اړیکه  لري.لرغونپو هنه دخپلو علمې فعالیتونو په لړکې دبعضې علومو سره مرسته  کوي اودیوتعداد نورو څخه بیا دمرستې غوښتنه کوي.ټولنیزوعلومو لکه تاریخ ،کلتور پوهنه اوبشرپوهنې سره مرسته کوي او دطبیعي علومولکه کیمیا،فزیک،جیولوجي اوداسی نوروڅخه مرسته غواړي،پدی برخه کي غواړوله هغه علوموڅخه یادونه وکړوچي کوم لرغونپوهنې سره نږدې اړیکي لري .
۱- سکه پوهنه :
   سکه پوهنه يا Numismatic هغه علم دی چې دلرغونو سکوڅخه بحث کوی چې دانسانانولخوا جوړی شوي اوبیادیوځانګړی هدف لپاره استعمال شوی دي.ددی علم دځانګړې اصولوله مخې کولای شوددی سکونيټه ،جوړښت،ځای ،دسکې وهونکی نوم اوددی سکواړوندنورې ځانګړتياوې اوخصوصيات وپيژنو.لرغونپوهان دخپلو څيړنواوکيندنو له ځايو څخه داسې سېکې په لاس راوړي، چې ددې علم دمرستې اړتياايجابوي دمثال په توګه دافغاني لرغونپوهانو يوې ډلې دمسو عينک په لرغونې محل کې دبودا ئي ټولنو په يوعبادت ځای کې څيړنه کوله  (چې دغه کار اوس هم جريان لري ١٣٩٠ ) دلته ئي يواندازه سکې او يو څه نور شيان په لاس راوړل، چې ددې سکو ارزونه اوپيژندل دنومسماتيک دعلم په واسطه سره کيږي او په دې ډول سکه پوهنه  د خپلوځانګړو ارونوله مخې دلرغونپوهانو سره مرسته وکړې.
۲-اتنوګرافي :
   اتنوګرافي (Ethnography)  هغه علم دی چې دخلکو دود،رسم اورواج او د هغو خپلمنځي اړيکي تر مطالعې لاندې نيسي .لرغونپوهان دخپل څيړنيز کار په جريان کې دداسې اثارو سره مخامخ کيږي چې دهغې پيژندل اوتحليل داتنوګرافی مرستې ته  اړتيا لري.
مثلا :دشوروي لرغونپوهانو دهغه څيړنو په نتيجه کې چې دترکمنستان په( نماز ګاه تپه) کې ئي ترسره کړې،يوتعدادنغرې(اتش دان) چې دانيولتيک دورې پورې ئي اړه درلوده په لاس راو ړل.دانغري دودانيو په منځ کې جوړشوې وو،نوددې پوښتنې دحل لپاره ،چې ولې دانغري دودانيو په منځ کې جوړشوې؟داتنوګرافي علم ته اړتيا ليدل کيږي چې داپوښتنه دهغه خلکو د دود او دستور په نظرکې نيولو سره جواب کړي.ددغې څيړنو په نتيجه کې څرګنده شوه چې دهغې ټولنو خلکو دادخپلو ديني مراسمودترسره کولو په خاطر جوړول.
۳-فزيکي بشر پوهنه :
  انتروپالوجي(Enthropology)  هغه علم دی چې دانسان وده او انکشاف  د جسماني اوفزيکي اړخه مطالعه کوي اوله پيدايښته تراوس مهاله دانسان  پړاويز تکامل ترڅيړنې لاندې نيسي.داعلم هم په خپل نوبت سره دلرغونپوهنې سره مرسته کوي اوهغه ستونزې چې لرغونپوهان ئي په دې برخه کې لري،له  فزيکي بشر پوهني څخه مرسته غواړي.
 دمثال په ډول:په کال ۱۸۹۱م کې د(ديبوا) په نوم يوعالم دجاوا په جزيره کې دخپلو څيړنو په ترڅ کې يوه انساني جمجمه کشف کړه چې دزنې اندازه ئي کمه وه .داموضوع دبشر پيژندونکود څيړنوپه نتيجه کې معلومه شوه چې داډول انسان دخپل تکامل په پړاوکې په هغه حالت کي ووچې لا يې  په واضح ډول خبرې نشي کولای، خود انساني انکشاف هغه ډول دی چې دموجوده شعورلرونکوانسان  وړاندي يې د اکشاف بيل پړاو  ترسره کړېدی .
۴-ځمکه پيژندنه(زمين شناسی).
  جيولوجی(GEOLOGY) هغه علم دی چې دځمکې دکرې جوړښت، ترکيب، تغيراتو اوتحولاتو څخه بحث کوي.داعلم هم لکه دنورو علومو دلرغونپوهنې سره مرسته کوي،  دمثال په توګه دکرنيزو اومعدني سيمو دتعين په برخه کې چې لرغونو خلکوله هغې  څخه خوراک اوګټه حاصله کړې اوپه دې سيموکې ئي ژوندغوره کړې وو، مرسته کوي.
 دمثال په ډول: دبعضې سيندونود مسير او لوری تغير ددې سبب کيږي چې يولړمدنيتونه اوکلتورونه له منځه يوسي اويا هم هغې ته کيفي تغيرورکړي.اودجيولوجي علم د سيندونود مسير تغير دهغې علتونه ، نيټې،ساحوي اړيکې اوجيولوجيکې ځانګړتياوې راپيژنې،لکه دهلمند سيند چې يخچالي خاصيت لري.
   لرغونپوهان د خپلو څيړنو په جريان کي  له داسې لوښو اووسايلوسره مخ کيږي چې اصلي موادئي له خپل ځای نه وي او يا هم ډيرکم پيدا کيږي،دهماغه معدني مادې دمسقط الراس ټاکل اوتعينول لکه دبدخشان لاجورد دمصرد عتيقه اثارو ترڅنګ ،دجيولوجي اولرغون پوهنې اړيکې تعينوي.
۵- لرغوني خط پيژندل ( اپي ګرافي )(Epigraphy)
 هغه علم دی چې د خپلوځانګړو اصولو له مخې لرغونې رسم الخطونه څيړې اود دغې لومړنیو خطونودپيژندلواو توضيح په برخه   کې(چې غالبا درسمونو او علايمو په شکل پيداکيږي) دهغې دمخکينيو شکلونو په اړه خپل معلومات وړ اندې کوي.لرغونپوهان دخپلو څيړنو په جريان کې ليکلې او کتبې اثار په لاس راوړې او له دې څخه په استفاده هغه توضيح کوي او هم دهغې هد ف،موضوع، شکل او کتبي تکاملې پړاو تر مطا لعې لاندې نيسې.
۶- ونه پيژندنه، دندرولوجي(Dendrology):
 دزراعت دبرخې يوعلم دی چې ونې اوتنه لرونکې نباتات ترڅيړنې لاندې نيسې اولرغونپوهان دلرغونواثارود        تاريخ  په تعين کې له دې علم څخه مرسته غواړې.دانسانانو په لومړنيو هستوګن ځايو کې لرګې استعمال شوې اوبعضې ودانۍ له لرګواو دونو له تنو جوړې شوې دي، چې لرغونپو هان له دې ډول اثارو د تاريخ پيژندلو لپاره دونې له پيژندنې له علم څخه استفاده کوي د دندرولوجي علم  دخپلو ځانګړې اصولو له مخې دساختمان مطلق تاريخ اودونې دپريکيدو دقيق وخت څرګندولای شي .او له دې لارې  دلرغونو اثارو او تاريخي ابداتو دمطلقې نيټې په ټاکلو کې دلرغون پوهنې سره مرسته کوي.
  لرغون پوهنه له دغو علومو پرته ، چې په پورته ډول ترې يادونه وشوه، دنورو علومو سره هم نږدې اړيکې لري، لکه:سفراجستيک(Sfragistic) يا مهر پيژندنه ، چې د مهر ژبه ، د مهر صلاحيت، ارزښت اوپه دې ډول نور معلومات  روښانه کوي . اوپه بعضې مواردو کې له کيميا، فزيک اونورو طبيعې علومو څخه مرسته غواړې.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006