دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سلام فرهنګی ټولنی د مبارکی پیغام
د سلام فرهنګی ټولنی د مبارکی پیغام
هیوادوالو مبارک دی وی ، هغه مهال را ورسیدی چی غزنی د نړی د اسلامی هیوادونو دفرهنګی مرکز په توګه ونومول سی. دې کال ، میاشتو او ورځو ته مو لږ تر لږه شپږ کاله انتظار وه ایست ، دا دی د روان ۱۳۹۲ لمریز کال د وری میاشتی پر ۲۴ مه نېټه به د دې نړیوالی ویاړنی جشنونه پیل سی.
د هیواد هر وګړی او هر تن  د دې ویاړنی له امله د ستاینی او مبارکی مستحق دی ، ماته ، تاسوته او بل هر افغان ته د ویاړ او سر لوړی ځای دی چی د نړی په اسلامی هیوادونو کی زموږ د تیر تاریخ برم او دبدبه په ویاړ منل کیږی او هغو کړو وړو ته د درنښت سر ټیټیږی چی زموږ د ولسونو په زیار او ربړ د سیمی ، او نړی تاریخ ته سپارل سویدی .
سلام فرهنګی ټولنه وړاندیز کوی چی هر افغان دی د شنبې ورځی په اوږدو کی د دې ستر ویاړ په مناسبت د صمیمیت ، وروری او ویاړ مبارکی ، یو او بل ته و وایی . په دې توګه به مو د خپلو پخوانیو نیکونو روح ته درناوی کړی وی او له بلی خوا به مو راتلونکو نسلونو ته د ویاړنو د تجلیل او نمانځنی ملی دود نقل کړی وی.
په درنښت
د سلام فرهنګی ټولنی د مشر تابه په استازیتوب
محمد رسول باوری
خوست - افغانستان 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006