دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د نړيوالو کلتوري ميراثونو په اداره کي د هرات ولايت د شاميلېدلو پر وړانديز تاکيد

 

د نړيوالو کلتوري ميراثونو په اداره کي د هرات ولايت  د شاميلېدلو پر وړانديز تاکيد

لنډه سريزه : دملګرو ملتونو اړوند ، يونسکو اداره د خپلو موخو پر بنسټ د نړۍ يوشمير لرغوني ، تاريخي او طبيعي نامتو سيمي او ځانګړي ځايونه خپلي ادارې ته په رسمي توګه ثبت او مني . ورسته له هغه چي په نړيوال کلتوري ميراث کي ديوي سيمي د ثبت او منلو پريکړه وسي ، بيا د يونسکو اداره دنده لري چي د هغي سيمي د پيژندلو ، ساتلو او وده ورکولو وړ او اړين شرايط برابر او و کاروي . د يو نسکو ادارې د دي کار د پر مخ بيولو لپاره  د بيلا بيلو علمي څانګو ماهرين ګمارلي ، چي د ټاکلو معيارونو په رڼا کي د نړۍ وړ سيمي په ګوته او د منلو چاري يې وړاندي يوسي

تر اوسه د يونسکو ادارې ٩١١ ځايونه او سيمي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه په رسمي ډول ځان ته منلي چي له دي جملي څخه ٧٠٤  کلتوري ځايونه ١٨٠ طبيعي ځايونه او ٢٧ مکس يا ګډ کلتوري _ طبيعي ځايونه دي چي د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍکي ثبت او منل سويدي .

په دې ٩١١ نړيوالوکلتوري  ميراثونو کي  ټوله د هغو اصولو او ارونو سره برابر دي چي د نوموړي اداري له لوري د معيار په توګه وړاندي سوي او پيژندل سويدي .   په دې انځورونو کي  زموږ د ګاونډيو هيوادونو يو شمير اثار او سيمي ليدل کيږي چي د يادو ارونو په پوره کولو بريالي سوي او د نړيوال کلتوري ميراث په اداره کي منل سويدي.

په ايران کي د امام ميدان ؛ تاريخي ودانی چي د ايران  د شاه عباس د واکمنی پرمهال ( ١٧ ميلادي ) په اصفهان کي  جوړه سوېده
د پاکستان په لا هور ښار  کي د شالمار باغ  يوه ودانی چي د شاجهان  د واکمنی پر مهال جوړه سوېده
د هند هيواد  د اورنګ اباد په  ښارکي  د اجنتا سموڅي چي په لومړی او دوهمه ميلادي پيړی پوري اړه لري
په چين هيواد کي د تاينشان غرونه او د هغو په منځ کي  تر ودانی پوري جوړه سوې لار چي په لومړی ميلادي پيړی پوري اړه لري
په تاجکستان کي د سر اعظم لرغونی سيمه چي څلور زره کاله پخوانی سيمه ده
د ازبکستان هيواد په سمرقند ښار  کي د تيموري پير يوه ودانی چي په ١٤ – ١٥ ميلادي پيړی پوري اړه لري
په ترکمنستان کي د کونيا اورګنج تاريخي ودانی  چي په ١١ – ١٦ ميلادي پيړی پوري  اړه لري
• د دي سره سره چي د افغانستان په هر ګوټ کي داسي لرغوني ، تاريخي او طبيعي سيمي او ځايونه سته چي زيات شمير يې د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د ثبت او منلو جوګه دي ، خو لا تر اوسه يوازي د جام څلې او د باميانو لرغونی سيمه د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او منل سويدي .
•  چي په لنډه توګه يې د پيژندني هڅه کوم :
د افغانستان د غور ولايت شمال لويديځ لور ته د 65 مترو په لوړوالي د دولسمي ميلادي پيړۍ ښکلۍ څلۍ سته چي د اسلامي پير د ودانيو ځانګړې بيلګه ده . د جام څلۍ د يونسکو له خوا په رسمي ډول د 2003 يم ميلادي کال د جولاي په مياشت کي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل سو .
د يونسکو ادارې  ته  د جام څلي  د منلو دلايل :

• لومړی دليل  :
• د جام څلي ساختماني جوړښت او ډيکور د هنري نوښتونو سره مل د هند د نيمي وچي د ابد اتو خورا څرګنده بيلګه ده
• Criterion (i): The innovative architecture and decoration of the Minaret of Jam played a significant role in the development of the arts and architecture of the Indian sub-continent and beyond.
دوهم دليل

• Criterion (ii): The Minaret of Jam and its associated archaeological remains constitute exceptional testimony to the power and quality of the Ghurid civilization that dominated its region in the 12th and 13th centuries.

• د جام څلی د لرغونپوهني  او ساختماني چارو د پوهيدلو څرګنده نښه ده .د دې سره يوځای د غوري مدنيت بيلګه او د ١٢ مي  تر ١٣ مي پيړی پوري هنري او ساختماني ارزښتونه را بر سيره کوي.

دريم دليل
• Criterion (iv): The Minaret of Jam is an outstanding example of Islamic architecture and ornamentation in this region and played a significant role in their further dissemination.

• د جام څلی د اسلامي  ودانيزو چارو يوه داسي بيلګه ده چي  په سيمه کي يې  ودانيو ته د ښکلا ورکولو اوجوړولو  دود خپور کړيدی .

دوهم د باميانو سيمه :

داسيمه د يونسکو له خوا د کلتوري ساحی په نوم د نړيوال کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او منل سويده  . باميان د افغانستان مرکزي ولايت دۍ چي د ګريکو - بو ديک او په ځانګړي توګه د ګندهارا د نامتو کلتور ستري بيلګي يې په خپل لمن کي ساتلي دي . دا سيمه په رسمي توګه د 2003 يم ميلادي کال په جولای مياشت کي د نړيوال کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او ومنل سوه .

د باميانو د لرغوني سيمي يوه برخه

 


د يونسکو ادارې ته د باميانو د منلو دلايل :

• Criterion (i): The Buddha statues and the cave art in Bamiyan Valley are an outstanding representation of the Gandharan school in Buddhist art in the Central Asian region.

• په باميانو کي د بودايې پژیو او سمڅو هنر په څرګنده توګه په منځنی اسيا کي  د ګندهارا مکتب بودايې هنر نندارې ته وړاندي کوي .

دوهم دليل

• Criterion (ii) : The artistic and architectural remains of Bamiyan Valley, and an important Buddhist centre on the Silk Road, are an exceptional testimony to the interchange of Indian, Hellenistic, Roman, Sasanian influences as the basis for the development of a particular artistic expression in the Gandharan school. To this can be added the Islamic influence in a later period.
• په باميان کي د ساختماني هنرونو پاتي شوني او په يوه مهم بودايې مرکز کي چي د وريښمو لاري او د هندي  او يوناني – رومي ، ساساني هنرونو د ټولګي بې سارې نښه،چي په بنسټيزه توګه  د ګندهارايې مکتب د ودي ځانګړی هنر د اسلامي پير تر پيليدلو پوري را څرګندوي .

دريم دليل

• Criterion (iii): The Bamiyan Valley bears an exceptional testimony to a cultural tradition in the Central Asian region, which has disappeared.

• د باميانو په استثنايې نښو کي د منځنی اسيا  او سيمي  له سترګو پټو سوي کلتور نښي څرګندي دي.

څلورم دليل

• Criterion (iv): The Bamiyan Valley is an outstanding example of a cultural landscape which illustrates a significant period in Buddhism.

• د باميانو سيمه يوه داسي بيلګه ده چي د منظرې توضح يې د بودايې پير مفاهيم را بر ملا کوي .

پنځم دليل

• Criterion (v): The Bamiyan Valley is the most monumental expression of the western Buddhism. It was an important centre of pilgrimage over many centuries. Due to their symbolic values, the monuments have suffered at different times of their existence, including the deliberate destruction in 2001, which shook the whole world.
• د باميانو سيمه د لويديځ بوديزم لپاره د مفاهيمو ډک ابدات لري.دا سيمه د زيارتکونکو لپاره د زياتو پيړيو مهم مرکز وو. په دې تر تيب دا يوه سمبوليکه سيمه ده. د دې سيمي ابداتو د زمانې په لمن کي بيلا بيلي پيښي زغملي چي ورستی وراني يې ټولي نړی ته ستر تکان ورکړ ، هغه چي  په ٢٠٠١ ميلادي کال پيښه سوه

د پاملرني وړ ټکي

د دې يادونو موخه دا ده چي د نړيوالو کلتوري ميراثونو ادريې ته  د هرات ولايت په اړه همداسي وړانديز او د وړانديز د منلو لپاره د اړينو اسنادو تهيه کول او وړاندي کول يوه بيړنی اړتيا ده . 
په هرات ولايت کي داسي زيات تاريخي ابدات  او لرغوني سيمي سته چي په معرفي کيدلو سره يې ډير ژر د نړيوال کلتوري ميراث ادارې پاملرنه را ګرځولای سي . د بيلګي په توګه  : 

په هرات کي د مصلا څلي 
 
د ملکې ګوهرشاد بيګم زيارت
 ٧٨٠ – ٨٦١ هجري  ) او نور
 

د هرات ستر جومات
د هيواد دپنځو ستروجوماتونو له شميره يوګڼل سويدی.
(د تيموري پير ابده )

 

 

پايله
تر هغه  ځايه چي رسنيو څرګنده کړېده ، د هرات ولايت  د منلو لپاره د نړيوال کلتوري ميراث اداره هم تياری لري ، يوازي يو شمير داسي شرطونه د دې پروسې مخي ته ولاړ دي چي پوره کول يې د افغانستان د حکومت او په ځانګړي توګه د هرات ولايت ادارې په واک او توان کي دي .

• په دې اړه دوې بيلګي يادوم :
•  لومړی :  د مصلا څلو ترمنځ د يوه واټ د بدلون غوښتنه چي څو ځلي ياده سوې او د پلي کولو وعده هم ورکول سوېده ؛
• دوهم : د هغو يو شمير تاريخي او لرغونو سيمو د تاريخچو تر تيبول او د هغو اثارو ته د رسيدلو زيانونو او بيا جوړونو د بشپړ راپور تهيه کول دي

• دا چاري د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په توان کي دي .
• زه هيله من يم چي  د دې سيمنار جوړېدل به هغه پروسه چټکه کړي چي د نړيوالو کلتوري ميراثونو په لړ کي د هرات ولايت د منلو لپاره هلي ځلي ګړندی او بري ته ورسول سي.

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006