دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
طلوع افغان،علامه حبيبي او تاريخ

 

طلوع افغان،علامه حبيبي او تاريخ

(پاملرنه : دا ليکنه د طلوع افغان په علمي سيمنار کي چي په کندهار کي داير سوی وو. ولوستل سوه .)

• زماپه دې ليکنه کي دريو لورو ته پام سويدی،  د طلوع افغان خپرونه  ،  علامه حبيبي او تاريخ   .  
• په طلوع افغان کي د يو شمير تاريخي مقالو او مباحثو يادونه او د هغو يادښتونو په اړه د علامه حبيبي  له لوري ليکل سوي کرښي  او په هغو کرښو کي د تاريخي ليدلوري څرک به زما د مقالې بنسټيزي خواوي وي.

• د طلوع افغان د خپرونو څخه داسي بريښي چي  طلوع افغان او حبيبي د يوې سکې دوه مخه دي ، کله چي دا خپرونه يادوو، ګويا په تلويحي ډول حبيبي يادو او کله چي   علامه حبيبي د يوه تاريخ پوه او برلاسي ليکوال په توګه وينو داسي بريښي چي د لومړنيو اساسي  هڅو ټاټوبی يې همدا طلوع افغان دی.

د طلوع افغان د پيل د کالونو په خپرنيزو ليکنو کي تر ټولو زيات مطالب د پښتوژبي  ، پښتون قوم او د هغو د لرغوني تاريخ په اړه  دي  .

• د تاريخچۀ شعر پښتو ، دپښتو په اړه د  پښتنوسره   مرکه، د پښتنو او پښتونخواه د تاريخ څو پاڼي ، د وطن د زاړه تاريخ يو څو ليکي او داسي نور هغه ليکني دي چي د طلوع افغان په خپرونه کي په پرله پسې توګه  خپرې سويدي.

د ټولو ليکنو او په ټوله کي د طلوع افغان د خپروني  په درستيز لوري کي  درې موخي له ورايه ليدل کيږي . لومړی  د پښتون ولس ويښتيا ، دوهم د هيواد سره د ميني او رښتينوالي د روحيې تعميم  او دريم د  تاريخي وياړونوسره  د ولس ليوالتيا پيدا کول .

دې دريو موخو ته د رسيدلو تر ټولو ښه لاره همدا وه چي ولس ځان وپيژني او د هويت د پيدا کولو او د خپل هويت د پيژندلو ليوال او مدافع وګرځي ، په دې اړه د تاريخي وياړونو را يادول او په هغو د ولسونو پوهول  يوه خورا اغيزمنه لار وه او ده.


همدا لاميل وو چي علامه حبيبي به د طلوع افغان په خپرنيزو ليکنو کي زيات پام هغو ليکنو ته کاوه چي د ځان پيژندني ،د هويت ګټلو او ساتلو  او د ولس د فکري روښانتيا سره به يې تړاو درلود. په دې اړه د طلوع افغان د ١٣١٦ لمريز کال د ثور مياشتي په يوه ګڼه کي لولو چي :

(( زموږ د وطن تاريخ که څه هم خورا د برمه ډک او د افتخار وړ دی مګر متاسفانه ترتيب سوی نه دی او ډير په تياره کي پاته دی. ما د تاريخونو د مطالعې څخه ځني ياداشتونه اخستي دي  چي زموږ د ژبي  او زموږ د مينې د تاريخ ځني ورکي خواوي رڼوي او ډير نامعلومه پلونه يې ښکاره کوي .اوس يې تاسو ته  وړاندي کوم  چي د طلوع پر پاڼو وساتل سي.))

د طلوع افغان د ١٣١٧ لمريز کال د قوس په يوه ګڼه کي د (پښتنو او پښتونخوا د تاريخ څو پاڼي ) تر سر ليک لاندي ځانګړي ليکني خپرې سويدي چي په پيل کي يې د يوې لنډي سريزي متن داسي لولو چي :


• تر دې لنډي سريزي وروسته د اريانا د سيمي يوشمير ټاټوبي  لکه  : درنګيانا ، اراکوزيا ، هريوا ،هراوتي ، ګندهارا او نوري سيمي را پيژني .
• په دې برخه کي د لرغوني اريانا همدا سيمي چي په طلوع افغان کي يې يادونه سوېده ، د  وينديداد له متنه څخه چي د دار ميسټتر په زيار ژباړل سوې څو بيلګي په لنډه توګه يادوو.
• د يادولو ده چي دا سيمي د يو شمير نورو اخځونو په مرسته په نښه سوي دي .  

• درنګيانا يا اوسنئ  زرنج   د لرغوني يونان  مورخينو اوجغرافيا پوهانو او له هغې ډلي   هيرودت  اوسترابون ،اريايې جغرافيا پوه  پلني ، بطليموس او اريان  درنګيانا په خپلو اثارو او ليکنو کي ياده کړېده ، چي د زياتو تاريخي جغرافيا پوهانو په اند پخوانئ درنګيانا  د اوسني سيستان مرکز د زرنج  سيمه ده. ( حبيبي : جغرافيايې تاريخي افغانستان : ٤٠ )

د درنګيانا جغرافيايې موقعيت
 

Haroyua اريوا ( هريوا )
• ارايوا يا اوسنئ هرات په اوستا کي د لرغوني اريانا يوه ښيرازه سيمه بلله سوېده . دا سيمه د يوناني جغرافيا پوهانو په ځانګړې توګه بطليموس  په اثارو کي د هاريا  په نوم ثبت سويده، د بېستون په کتيبه کي هم دا سيمه د هريواپه نوم ياده سوېده  . د تاريخي  جغرافيا پوهانو په اند  د دې تاريخي سيمي د نوم پاتي شوني په اوسنی هرات کي دی .  /www.livius.org

د هريوا جغرافيايې موقعيت
 

Arachosia اراکوزيا
اراکوزيا  يا اوسنئ کندهار د لرغوني اريانا  او يا په بله وينا د اوستايې  شپاړس ګونو مځکو څخه يوه ده . دې لرغوني   سيمي   د اريوا  ، درنګيانا ، ستاکيديا  او ګندهارا سره  ګډي پولي درلودې . د اراکوزيا نوم د يوې  ښيرازي سيمي په توګه د اوستايې متونو  تر څنګ  د يوناني جغرافيا پوهانو په اثارو کي په همدې ليکبڼه ثبت او د کوروش په ډبر ليک  ( بېستون  ) کي هم  ليکل سوې دی. ( Willm Vogelsang :Darush)

د اراکوزيا جغرافيايې موقعيت
 

Gandhara   ګندهارا  
• ګندهارا يا اوسنئ ننګرهار او د کابل وادې يوشمير سيمي چي په پخوانيو جغرافيايې متونو کي يې زياته يادونه  سوېده . د يوناني جغرافيا پوهانو لکه هيرود ت  ، سترابون اوبيا وروسته  اروپايې جغرافيا پوه کيننګهم د دې سيمي  يادونه کړېده . سترابون ليکي چي سکندر  د هند سيمي ته  پر لاري  د ګندهارا څخه تير سو .  دا سيمه په چنايې ليکنو کي د  کين تولو په نوم هم ياده سوېده ، چي په پوره ډاډ د همدې  اوسني ننګرهار زياتي برخي په برکي نيسي . د هغه مهال ګندهارا پلازمينه  د هيلو په نوم يادېده ، چي اوسنۍ هډه پيژندل سوېده

د ګندهارا جغرافيايې موقعيت
 

د دې بحث پايله
• طلوع افغان ، حبيبي او تاريخ په رښتني ډول هويت ، روح او بدن دی. د هويت د پيژندني او ليوالتيا هڅي د طلوع افغان په پاڼو کي ځليدلي ، د ځلولو محرک يې علامه حبيبي و او پر هماغه څيړنيزو ليکنو د افغانستان د تاريخ بدنه جوړه سوه . او دا دی تر اتيا کاله زماني واټن وروسته يې اغيزي محسوسي دي.

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006