کندهار او د اطلاعاتو او کلتور محترم وزارت
د ډيري مودې وروسته د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی وزير کندهار ته ولاړ. کندهار ته د ښاغلي وزير دا سفر بايد پخوا تر سره سوې وای ، خو زموږ ولسي خبره ده چي وايې (( ماهی چي هر وخت له اوبو را وباسې تازه دی)) اوس هم چي ښاغلي وزير صاحب د خپلو بوختياو سره – سره تر درو کالونو وروسته يوه ورځ کندهار ولايت ته ځانګړې کړه ، د منني او کور وداني ويلو ده . د ښاغلي وزير صاحب د ليدو کتو پر مهال مي د رسنيو واورېدل چي ښايې يو شمير لرغونپوهان او د کلتوري چارو کار پوهان به کندهار ولايت ته د اړينو چارو د سمون په نيت وليږي. د ښاغلي وزير صاحب د پام اړولو لپاره په لنډه توګه د يو شمير لومړيتوبونو د يادولو اړتيا وينم .
لومړی : کندهار د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ د پيل ټاټوبی ثابت سويدی .تر هرڅه وړاندي بايد ،د کندهار ولايت اړوندو لرغونو – تاريخي سيمو د پيژندلو او ثبتولو چاري پيل سي. (په دې اړه لاندی تړاو ولولې.)
) http://www.salaamtolana.org/fullstory.php?id=2798 )
دوهم : د لرغونو او تاريخي ابداتو په ډله کي د هغو ابداتو په نښه کول ، چي د بيړنيو چارو اړتيا يې زياته ده .
دريم : دبيړنيو چارو لپاره د په نښه سويو ابداتو لپاره د لرغونپوهني د ارونو پر بنسټ د بيارغولو او د پايښت لپاره د توان ورکولو عملي کار پيلول .
څلورم : د په نښه سويو ابداتو د بيارغوني پر مهال بايد د ودانيو تاريخي سبکونو ساتني ته بشپړه پاملرنه وسی .
پنځم : د بيا رغولو پر مهال د پخوانيو يو شمير تيروتنو د سمون هڅه بايد د هغو ارونو پر بنسټ تر سره سي چي په لرغونپوهنه کي مروج دي. په دې برخه کي يوه بيلګه يادوم :
د مير وېس نيکه د زیارت ودانۍ د جوړيدو مهال په هغه ډبرليک کي ښه څرګند دۍ چي پر هغه مزار لا تر اوسه سته.د دې لوحی یوه لوری ته په پښتو ژبه ليکل سويدی چی :
(( دا مرقد د ښاغلي توريالی پښتون او محرک د ازادۍ د پښتانه مرحوم حاجي ميرويس خان نيکه هوتک ده ی چه پره دی ئئ له خپلی ښادمنی مينی په ميرانه وويستل او پښتانه يې له استيلا څخه د متجاوزينو ازاد کړه . اته کاله ئې حکومت وکۍ او په کال ١١٢٧ ه.ق يوزراوويشتم کال قمري کي د هجرت وفات سوه ی ده ی ....
په کال ١٣٥١ ه.ق . ١٣١١ ه . ش . کی په دريم کال د سلطنت د اعليحضرت پښتون محمد نادرشاه په توجه د ښاغلی پښتون محمد ګل خان مهمند رئيس تنظيمه د قندهار په ياد ګار د رحميت او لوړو خدمتونو د دی ننکيالی پښتون او ښاغلی نيکه او د پاره د احيای ملی افتخاراتو بيا دا مرقد نوه ی ودان او تعمير او احاطه ارت او يوه باغچه ورته سازه کړه سوه . دا لوحه د رياست بلديه له خوا وليکل سوه . ))
د ميروېس نيکه د زيارت ليکني
د ميروېس نيکه دا اوسنۍ زيارت لا سل کلن سوی نه دی ، خو د جوړيدو او ودانولوداسي پړاو را ښيې چي د پخواني دود او نوي سيستم تر منځ د پيوند کړۍ ده . په ښکلا او ډيزاين کي يې د سيمه ايزو جوړونکو( بنائيانو) خيال او هنرڅرګند دۍ. د انځورونو په جوړولو کي زيات پام سوی ، په داسي حال کي چي دلوحو او ډبر ليکونو برخي ته نه يوازي داچي زيات پام نه دي اړول سوې ، بلکي يوشمير بنسټيزي تيروتني هم پکښي ليدل کيږي ، که يې د پښتومتن او ليکدود څخه راتيرسو، ديوې بيلګي په توګه به د هغي تاريخي نيټې يادونه وکړو چي سمون يې اړين دۍ . د کتيبې په ليکنه کي په عددې ليک ١١٢٧ ه. ق . کال ليکل سوې دۍ ، خو په لیکنیزډول کي يوزر او اويا ليکل سويدې . په دې ډول د سل کالو زماني واټن په ليکل سوی متن کي له پامه لويدلی دی. په داسی حال کی چی د څیړنو پر مهال تر عددی لیکنی تحریری لیکنه د اعتبار وړ ده.
څلورم : د کندهار موزيم د ودي لپاره د موزيم نوې ودانی جوړول او د موزيم پوهني د ارونو پر بنسټ دآثارو منظم ثبت او راجستر چاري پيلول ، لومړبتوب لری.په دی برخه کی د کندهار موزیم په اړه لنډ مالومات د دی څانګی مینه والو ته اړین ګڼم .
د کندهار موزيم د پرانستلو کال او مؤسس پوره څرګند نه دۍ ، هغه وخت چي د کندهار ښار والۍ اړوند زيرمه تون ( تحويل خانه )ديوه زيرمه وال ( تحويلدار ) څخه بل ته ورکول کيده ، د نورو شيانو سره يوځاي يوه جوړه کالي د وزير اکبر خان د کاليو په نوم چي پخواني زيرمه وال محمد عيسي خان ساتلي وه ، هغه يې خپل ځای ناستي نوي زيرمه وال ته ور تسلیم کړه. ويل کيږي چي دا کالي د وزير اکبر خان هم هاغه کالي وه چي د انګليسي مکناتن سره يې د مخامخ جګړي پر مهال په تن وه . ښايې چي همدا کالي به د موزيم د پرانستلو سبب ګرځيدلي وي .
د کندهار موزيم بنسټ دکندهار ښاروالۍ په ماڼۍ کي ايښودل سويدۍ . د موزيم ټول اثار تر 1334 لمريز کال پوري، ګډ او يوځاي ايښودل سوي وه . په همدې کال د وخت نائب الحکومه عبد الغني خان په سپارښتنه د موزيم او ښاروالۍ اداری او دفترونه بيل او د موزيم لپاره د ودي زمينه برابره سول . په 1335 لمريز کال د ښاروالۍ په ماڼۍ کي د موزيم د نندارو لپاره ځای وټاکل سو . په 1339 لمريز کال د ښووني او روزني وزارت په وړانديز د هيواد دنورو موزيمونو په څير د کندهار موزيم هم د ښاروالۍ د ادارې له اړخه بيل او د کندهار د ښووني اوروزني مديريت پوري اړوند اداره وګڼل سوه . موزيم ته د پخوانيو اثارو تر څنګ په همدې کال د نورو ادارو او د ځينو قومي مشرانو له لوري څه ناڅه ديرش قلمه نوي اثار د موزيم نوي اداری ته ورکړل .
په 1351 لمريز کال د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزير دکتور محمود حبيبي د کندهار ولايت د سفر په وخت د کندهار د موزيم څخه ليدنه وکړه او د چارو د سمون په اړه يې د کندهار موزيم اداری ته دڅه ناڅه مالي او اداري مرستو ډاډ ورکړ . په هم دي وخت اوولس قلمه ارزښتمن اثار د کندهار د بيلا بيلو ادارو له لوري د موزيم اداری ته د سوغات په توګه وسپارل سوه ، اويو لږ شميرنوراثارد بازارڅخه و پيرودل سوه .
درواني لمريز ي پيړۍ پنځوسمه لسيزه په ټول هيواد او په ځانګړي توګه په کندهار او ګاونډيو ولایتونو کي د توريزم صنعت د غوړيدو لسيزه وه. په دي ترځ کي د کندهار موزيم ودي او پر مختيا ته هم پام وګرځيدۍ . په 1353 لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت پريکړه وکړه چي د کندهار موزيم لپاره يوه ځانګړی ماڼۍ د کندهار ښارد پراختيايې پلان سره سم جوړه سي ، خو له بده مرغه هغه پريکړه عملي نه سول او د کندهار موزيم د ښاروالۍ په هم هاغه ودانۍ کي وساتل سو . په 1358 لمريز کال د وخت والي صاحبجان صحرايې هغه شل قلمه تاريخي اثار چي د څارندوې بيلا بيلو قوماندانيو له لوري تر لاسه سوي وه هغه يې د کندهار د خلقي موزيم د بيا پرانستلو پر وخت د موزيم اداری ته ورکړل .
د کندهار موزيم د 1359 لمريز کال وروسته د کندهار د نورو ادارو په څير د نندارو ولويد او دروازه يې د امنيتي دلايلو پر بنسټ وتړل سوه . د دي سره سره چي د وخت د کلتوري کميټې رئيس عبدا لقادر اشنا په وسيله دوه ځله رسما پرانستل سو خو د امنيتي انديښنو له مخي تر 1371 لمريز کال پوری پټ وساتل سوه . او تر یادی نیټی وروسته د کندهار موزیم برخلیک څرګند نه وو. په تیرو لسوکالونو کی د مرحوم بابی او تر هغه وروسته د ښاغلی پتیال له لوری د موزیم د سمون لپاره نیمګړی هڅی سویدی ، خو لا تر اوسه هم د کندهار موزیم د پام وړ پرمختګ ونه کړ.
په دې هیله چی کندهار یو ځل بیا خپل تاریخی برم او د هیواد په جوړولو کی بنسټیزه ونډه خپل کړی.
باوری
جدی \ ۷ \ ۹۱
خوست