دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
پسرلنۍ څلوريځي
د بابوزي

پسرلنۍ څلوريځي


سپيره دښته وي راشنه کړي چمنونه
يو تور غر وي پرې راوسپړي ګلونه
مسيحا دۍ چي دا هره غوټۍ سپړي
که ، سپرليه دغه ستاښکلي لاسونه
*********************


څومره مينه ور دۍ د پسرلي ماښام
خوند لري ، مزه ،کليوالي ماښام
شپه چې د صحرا د ګلو بوی راوړي
عطر د ختن ترې هيره وي ماښام
**********************


څه حالات بدل دي څه ګلان وينم
سيل د توتکيو شنه توتيان وينم
هريو په سندروکي پسرلې ستايې
شين بخملي پوښ کي بيابان وينم
*********************


ويښ دي کړم سپرليه په نڅا دي کړم
ښکلي نغمي اورومه رسوا دي کړم
بله معجزه را باندي ونه کړۍ
زاردي کړم ، پتنګ دي کړم بورا دي کړم

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006