دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د غندني او غوښتني ليک
د غندني او غوښتني ليک
دسلام ټولني ټول اړوندان د کندهار د زنګاوات په پيښه د زړه له کومي غمجن يو!
انا لله انا اليه راجعون
په کندهار کي د قتل عام د غندني تر څنګ ، د دې ناځوانمردانه او وحشيانه کړو د عاملينولپاره د کلکی او تر ټولو سختي سزا ورکولو غوښتنه کوو. دا زموږ د ولس او مظلومو هيوادوالو حق دی ، که په رښتيا هم په نړی کي انسانې روح ژوندی وي ، انساني اخلاق پاته وي او بشر ته د وجدان په نوم کومه نښه ژوندی وي ، نو به په عام ډګر کي د دې قتل عام عاملينو ته سزا ورکړي ، چي ټوله نړی يې و ويني .
که صدام د ملکي وګړوپه تور اعداميږي، نو دا امريکايی د کوم بشري قانون له مخي نسی اعداميدلای، که قذافی د ليبيايانو په تور وژل کيږي ، نو دا امريکايان بيا د کوم وجدان له مخی برئت اخلی ، که ملاسويچ د يوګسلاويا د وګړو د وژنو په تهمت په زندان کي له مينځه وړل کيږي ، نو دا امريکايي قاتلين بيا ولی په عام محضر کي ونه وژل سي. زموږ باور دادی چي د بشري حقوقو د مدافعينو عدل او انصاف به هغه وخت ومنل سي چي همدې قاتلينو ته په عام محضر کي د اعدام سزا ورکړل سي.
په وير او درد
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه په استازيتوب
رسول باوري

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006