دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
پاکستان ژغورل په کار دي او که نړول ؟
پاکستان ژغورل په کار دي او که نړول ؟
په افغانستان او سيمه کي نومول سوي تروريستي ځواکونه او د هغو په وړاندي مبارزې او مجادلې ته راغلې بهرني پوځونه ورځ تر بلي د جګړې ژوروته درومي . په افغانستان او قبايلي سيمو کي د توپير پرته په زياته اندازه اولسي وګړي په شهادت رسيږي او کله نا کله د دواړو خوا جګړه ماران هم و ژل کيږي . په دې ليکنه کي د دې جګړه ايز بهير د لړۍ په اړه څه نه ليکم ،يوازي غواړم دا ټکۍياد کړم چي دنړيوالو په ملاتړ سيمه ايز ځواکونه او ولسونه بايد د پاکستان لپاره ځانګړي موخي وټاکي .
د پاکستان دنړولو اړتيا ځکه لومړۍ ده چي د دې رواني جګړې يوه خوا( ترورستي ډلي ) له همدې پاکستانه زور اخلي ، زڼۍ او ريښه يې هم هلته ده ، که د دې مُضر بوټي ريښه ونه ايستل سي ، د څانګو او پاڼو له منځه وړل يې نه يوازي دا چي ګټه نه رسوي بلکي د لا توان ورکولو لا مل يې هم ګرځي . د هغه مُضربوټي په پنځولو ، وده او پراختيا کي بېلا بېل لاملونه اغيزمن وه اولا تر اوسه يې هم د و دوې ، ملاتړ او پايښت لپاره يو شمير ادارې او منابع کارنده پاتي دي . د دې ټکي سپيناوۍ اړين ګڼم چي په دې جګړه ايز چاپير يال کي زيات ميشت وګړي پښتانه دي ، خو دا بايد بلکل په ډاګه سي چي ، پښتني سيمي د دې مضُر بوټي د پنځولو او ودي ورکولو لاميل نه دي ، بلکي د دې ناوړه بوټي روزونکۍ او جوړونکۍ ځواک هغه اداري سيستم دۍ چي د پاکستان په نوم د دې هیواد لارښوونه کوي . د دې سره سره چي په دې ورستيو کي يو شمير پاکستانی لوبغاړي د هغو نړيوالو فشارونو لاندي چي محسوس دي ، خپله ژبه او برهان بدل کړی خو، د هغوۍ نيت او بنسټيز باور دا دۍ چي د پاکستان ستراتيژيکو ګټو ته د چوپړ يوازنۍ لار د همدې بنسټپالو روزل او په خپله ګټه د هغوکارول دي او بس .
څرګنده خبره دا ده چي پښتنې سيمي او په هغو کي ميشت اوسېدونکي د يرغمل په توګه د سياسي موخو بلهاريان ګرځول کيږي . او دا هم د يادولو ده ، هسي چي پښتانه د دې بنسټپالو جوړونکي او روزنکي نه سو منلای ، په سيمه کي نور ميشت اولسونه هم د هغو زيږونکي نه دي ،بلکي هغه اداري سيستم دا بنسټ پالي زيږولې ، روزلې او پاللې ده چي د پاکستان په نوم ديوه هېواد پر برخليک واکمن دۍ .
اوس چي د بلوڅانود خپلواکۍ غوښتلو مبارزو بهير چټک سوېدی ، د افغاني مشرانو او پښتنو لپاره په کار ده چي دا فرصت غنيمت وګڼی او د نړيوالو مناسبو شرايطو په منلو او پوهېدلو سره دا د پيړۍ بوج له اوږې ليري او د تحميل سوی مصيبت څخه ځانونه وژغوري ،په کار ده چي افغان مشران او پښتون قوم پر هغه لار تلل پيل کړي چي پښتنومشرانو د همدې هيلی د پلي کولو لپاره د يوې پيړی راهيسی ډول ډول ستونزي ګاللي او د بلهاريوډګرونو ته يې دانګلي دي . د نړيوالو په مرسته او ملاتړ ، اړينه ده چي هغه سيستم ړنګ سي چي داډول ستونزي زيږوي او لا وده ورکولو ته يې ژمن دي . د پاکستان په نوم هېواد د همدې بنسټ پالني پر ساده ، خو ډير موخيز ه جوړښت تکيه کړېده . اوس نړيوال او د سيمي اوسېدونکي دې ته اړ دي چي د تعصب او بنسټپالني داناوړه بوټۍ ليري کړي .
دې موخي ته د رسېدلو لپاره تر پوځي او جګړه ايزو فعاليتونو زيات سياسي درک او د هغه رښتينوالي ته اړتيا سته .کېدای سي د پاکستان لپاره د نړيوالي ستراتيژی تر نوم لاندي په سيمه کي د بنسټ پالني د له منځه وړلو لپاره بيلا بيل وړانديزونه يادکړو . په دې برخه کي يوه بيلګه يادوم :
په ډيره لنډه موده کي د پاکستان د مرکزي دولت ټول واک او ځواک ته د پای ټکۍ ايښودل . د څلورو صوبو لپاره د صوبو د ميشتو اولسونو په خوښه نوۍ جوړښت او کورنۍ خپلواکۍ ته زمينه برابره ول ، د صوبو په د ننه کي غوره شويو ادارو ته د سياسي ، اقتصادي کلتوري او پوځي چارو دسمبالولو د ټول واک سپارل ، او په پای کي د درو ، وړو خپلواکو هيوادونو او يوه بشپړ افغانستان جوړولو ته لاره برابرول ، دا چاري کولای سي چي په سيمه کي د يوې پيړۍ تحميل سوي مصيبت ته د پای ټکی کښيږدي .

د بابوزي په قلم

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006