دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د پاکستان سره د خبرو موخه بايد...
د پاکستان سره د خبرو موخه بايد
په سيمه کي د سل کلن تيري پای ته رسېدل وي
په اوسني سيمه ايز او نړېوال چاپيريال کي يوازي يو ځواکمن افغانستان کولای سي چي د خپل ژوند پايښت تضمين کړي. دې موخي ته د رسېدلو لومړنۍ شرط د دې هېواد يو والۍ او بشپړتيا ده . په اوسنيوشرايطو کي د افغان سياستوالو ، او اولسونو ګډه دنده ده چي د خپلو ملي ګټو د ساتني لپاره د هغو پالسيو او کړنلارو ملاتړ وکړي چي له امله يې هم د جګړې اور له خپلي لمني ليري او هم خپلو سترو ملي ګټو ته ځانونه وروسوي . د ملي ګټو د تامين يوه بنسټيزه چاره د ډيورنډ کرښي ته د پای ټکۍ ايښودل دي . په دې ډول به هم زموږدهېوادبشپړ تيا تامين سي او هم به په سيمه کي د يوه ځواکمن افغانستان په توګه د دی هيواد د ژوند پايښت تضمين سي .
په ټولنپوهنه کي يوه منلې سوې وينا دا ده چي هیواد د يوه يا څو کسانو ملکيت نه دۍ ، اومسئلې يې هم د يوه يا څو کسانو داندونو او نظريو پر بنسټ نه سي حل کېدلای ، او د اولس اراده تر هرڅه ځواکمنه ده . دا اراده نه اټمبم ماتولای سي او نه د پوځونو د شمير زياتوالی . تاريخي پيښو ښودلې چي د تيري کونکو او يرغلګرو په وړاندي د مبارزې ورستۍ برۍ د برحقه هوډمن اولس په برخه سوۍ ، متعرضينو ، يرغلګرو او غاصبينو د لنډمهال بري وړۍ دئ خو وروسته يې بشپړه ناکامي په برخه سوېده چي ځان ته يې هم شرم ګټلۍ او هم يې خپل هويت بايللۍ دۍ . اوسني نړيوالو شرايطو له يوې خواپاکستان د خپل پېدايښت او پايښت د بنسټيزو ارونو خلاف موقف ته برابر کړۍ او له بلي خوا د خپلو پخوانيو ساتونکو بنسټ پالو دښمنۍ ته درول سوئ دۍ . په داسي حالاتو کي هغه انديښنې د منلو نه دي چي ګويا افغانستان د خپل زورور ګاونډي سره د خپلو حقونو د غوښتلو جوګه نه دی
دا خبره د پوهېدلو ده چي افغانستان دومره واک او ځواک نه لري چي د دې ناولي کرښي د له منځه وړلو لپاره په يوازي سر ډغري وو هي ، د دې لپاره په کار ده چي د څو اړخيزه يوالي زمينه برابره سي او د بيلا بيلو شونتيا په يوځای کارولو سره دا ستونزه د غوڅېدلو پر لور وخوځوي . کېدای سي هغه شونتياوي د دې ستونزي د حل لپاره اغيزمني وي چي همدا اوس په سيمه او نړۍ کي برابر سويدي . د بيلګي په توګه . په سيمه کي د ځواکونو انډول په ټوليزه توګه د افغانستان په ګټه دۍ ، د دې ګټور انډول زياتوالۍ په باالقوه توګه سته خو يوازي د يوه هر اړخيزه ملي تدبير اړتيا سته چي دا باا لقوه ځواک د هېواد د ملي ګټو لپاره په باالفعل ځواک واړوي ؛ په افغانستان کي د تروريزم سره د مبارزې لپاره د نړيوالو ځواکونو شتون د نظامي او سياسي پلوه د افغانستان سره د نړۍ د ملاتړ په مانا دئ ؛ په پاکستان کي د نړيوالو تر زور او فشار لاندي د زړو ستراتيژيو بدلون په واقعيت کي د هغو ارونو څخه اوښتون دۍ ، چي د پاکستان د پيدايښت انګيزې او لاميلونه شميرل کېدل ؛ او په دې ډول يو شمير نوري شونتياوي سته چي د ډيورنډ د کرښي د بدلون چانس يې زيات کړيدئ .
د دې ټکي يادول اړين ګڼم چي دا تاريخي ستونزه دزيات دقت او روښاني کړنلاري د لرلو په صورت کي حل کېدلای سي . اوس لازمه ده چي د ډيورنډ کرښي د له منځه وړلو لپاره د پښتنو او بلوڅو اولسونو او روڼ اندو سياستوالو ترمنځ د د دې ستونزي د له منځه وړلو لپاره اغيزمني موخي څرګندي او د ګډ کار لاري چاری په ګوته سي . که د دې وړ فر صت څخه زياته ګټه وا نه خستل سي ، تاريخي ملامتي به د اوسني نسل او په ځانګړې توګه د اوسني سياسيتوالو، روڼ اندو او د افغانستان ملي ګټو ته د هوډمنو شخصيتونو پر غاړه وي. د ورستيو کرښو په توګه د جاپاني فيلسوف ( يوري تو موتاشي ) د اثر (( همت )) دا لنډ متن رانقلوم چي ليکلي يې دي : (( د هدف څخه اوښتل و هدف ته د رسېدلو په مانا نه دی )) که څوک د پرمخ تللي اوځواکمن افغانستان هيله لري ، بايد د دې هېواد بشپړتيا ته هوډمن پاته سي ، چي دا هوډدملي ګټود ساتلو او پاللو رښتنۍ دريځ دۍ .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006