دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ستاينه او هرکلی

 

 

ستاينه او هرکلی
( اعلاميه )


د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ، باوري مطبعې او لمر څرک خپروني ټول اړوندان د هغي وينا ستاينه او هرکلی کوي چي د طالبانو د اسلامي تحريک د لارښود ملامحمد عمر اخند له لوري خپلو پلويانو ته د ښونځيو د نه ورانولو هدايت کړېدې .
پوهنه رڼا ده او ټول مسلمانان د پوهي په حاصلولو مکلف ګرځول سويدي . دا د نيکمرغی ځای دی چي په هيواد کي د سياسي اختلافاتو سره - سره  په جګړوکي ښکيلي بيلا بيلي خواي  د ښونځيو د نه سوځولو او د ښووني د ملاتړ  لپاره په يوه خوله سول . د هيواد ملي ګټي په همدې يووالي کي نغښتي دي. زموږ له نظره دا نيکمرغه خبر د دې جګړې ځپلي اولس لپاره د ښه راتلونکي زيری دی .
اوس به د هيواد زيات شمير ماشومان  او تنکي ځوانان د ډار او ويري پرته  ښونځيو ته ځي او د کورنيو مشران او غړي به په ډاډه زړه د خپلو اولادونو د سالمي روزني چارو ته پام ساتي . دښوني او پوهني د حاصلولو دا بهير بايد پر له پسې او ګړندی وساتل سي . زموږ د ورسته پاته او جګړې ځپلي اولس د ژغورني تر ټولو ښه لاره همدا ده . 
 د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ، باوري مطبعې او لمر څرک خپروني  اړوندان  ، ټولو هيوادوالو ته د دې نيکمرغه خبر مبارکي وايې او د لوی څښتن ( ج ) حضورته التجاُ کوو چي : يا رب العزته ، زموږ د هيواد ، د مظلوم او ربړېدلي اولس  ژغورنه ستا په توان کي ده ، زموږ پاکه خاوره ، زموږ سپيڅلي خلک د هغو ظلمونو څخه وساته چي په  دې او هغه نوم يې ژوند په بي رحمانه ډول اخستل کيږي .


امين يارب العالمين


د انستيوت ، لمر څرک خپروني  او باوري مطبعې  د مشر تابه ډلو په استازيتوب
الحاج امين باوري 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006