دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د کوشاني او يفتلي شاهانو د مسکوکاتو تر منځ ورته والی او توپيرونه

 

ليکوال : محمد رسول باوري
د کابل پوهنتون د اجتماعی علومو پوهنځی استاد

( يادونه : دا ليکنه د ١٣٨٩ لمريز کال د ليندی مياشتي په هغه سيمنار کي ولوستل سوه چي د افغانستان د علومو اکادمی له لوري په کابل ښار کي جوړ سوی وو، د يادولو ده چي دا ليکنه په پاورپنټ پروګرام کي تر تيب سوې او وړاندي سوه )

 

د کوشاني او يفتلي شاهانو د مسکوکاتو تر منځ ورته والی او توپيرونه

 

سريزه: كله چې د 140- 130 ق م كالونو په شاو خوا كې، مالدارو قبايلو د يونان باختري دولت په له مينځ وړلو پيل وكړ، او په نتيجه كې يې د يوې بلې سلسلې چې باختري صبغه يي در لودله، اساس كيښود، نوموړو قبايلو د زماني په تيريدو سره يې  د کوشانيانو په نوم  داسي پراخه امپراطوري  جوړه کړه  چې د لرغونو مدنيتونو د عظمت او جلال ښکارندويې کوي.
كجولا كد فيزس  ، ويما تکتو اوبيا ويما كدفزس د باختر د څلورو ولاياتو پر  يووالي سربيره  د خپلي واکمنی د پراختيا لپاره پر له پسې هڅي وکړې  ، خو د كنشكا  د واکمنی پرمهال      مالدارو قبايلو په مناسب اقتصاد او مستقل هويت پر بنسټ د شرقي لوى امپراطوري په رهبري كې واقع شول، چې دا مطلب د هغو سكو څخه په ډاګه معلوميدلاى شي، چې د كوشاني امپراطوري په عمده مركزونو كې د لرغون پوهانو په وسيله كشف شويدي. (۵:۷)
لرغون پوهانو د خپلو څېړنو په جريان كې د بلخ، سرخ كوتل، بګرام، هډې، پيشاور، تاكسيلا او نورو كوشاني ښارونو څخه د كوشاني مدنيت د نورو آثارو سره يو ځاى په زياته پيمانه، ډول ډول سكې په لاس راوړي دي، چې د هغه وخت د لوى مدنيت نسبتاٌ، هر اړخيز معلومات د مينه والو په واك كې وركولاى شي.
نوموړي سكې د ټولنيز ژوند، مدني حالت، مذهبي وضع، اقتصادي او فرهنګي شرايط د بيان او روښانه كولو له پاره د ډاډ وړ او مطمړن منابع ګڼل كيداى شي. د دې لپاره چې په تاريخي څْړنو كې د دې دو سلسلو پاچاهانو د سكو تر مينځ بيل والى او خصوصيات په روښانه توګه معلوم كړاى شو، دا دى د نوموړو سلسلو د سكو په هكله لازم مطالب د مقابلې په څېر طرح او مطالعې لاندې نيسو.

الف- د كوشانيان د سلسلې مسكوكات
د كوشانيانو د سلسلې مسكوكات چې په زياته پيمانه د افغانستان د بېلا بېلو لرغونو سيمو څخه د علمي كيندنو په وسيله په لاس راغلي دي. د كجولا فيزس څخه بيا تر ساترميګاس (ناجي) ويماكد فيزس، كنشكا، هو وشيكا او واسوديوا پوري مسكوكات شته، چې د هغې متمدنې او روښانې دورې په هكله د زياتو معلوماتو لرونكي دي.
د كوشانيانو هر پاچا د خپل عصر او زمانې په مطابق او غوښتنه د اقتصادي پرابلمونو د حل په منظور ځانته خاصې سكې د چلند اورا كړې وركړې لپاره په كار اچولى دي.د كوشاني دورې سكې د ډول ډول فلزاتو څخه جوړې شوي، چې ځينې يې مسي، نقره يي او په زياته پيمانه طلايي سكې دي چې د راكړې وركړې لپاره په كارو وړل شويدي. د طلا څخه جوړې شوې سكې د ويما كدفيس په زمانه كې مينځ ته راغلي دي. (۱:۱۱)
د دې طلايي سكو پوره زياتوالى د كنشكا په دوره پورې اړه لري. خو كله چې دواسو ديواد حكمروايي مرحله را ورسيدله د طلايي سكووزن كم شو، او هنري ارزښتيابي هم له مينځه ولاړه. د نوموړي كوشاني پاچا په زمانه كې د يو تعداد طلايي سكو ځينې څنډې (اړخونه) په قصدي ډول قطع شوي، تر څو چې د نورو طلايي سكو وزن پوره شي. (۲: ۳۶)
د ويماكد فيزس  څخه وروسته د كوشاني پاچاهانو له خوا طلايي سكې دود شويدي او د لوې كنشكا په وخت كې طلايي سكو زياتوالى وموند. د دې زياتوالي اساسي علت هماغه وسيع او پراخه د سوداګرۍ اړيكې وې، چې د نوموړي پاچا د حكمروايي په جريان كې د شرق او غرپ د ډېرو لېرو سيمو سره تامين شويدي. د طلايي سكو تر څنګ مسي سكې هم د چلند لپاره استعمال شويدي. د لرغون پوهانو په نظر د كنشكا په وخت كې طلايي سكې د بهرني سوداګري لپاره او مسي سكې په زياته پيمانه د كورنۍ سوداګرۍ لپاره په كار وړل كيدي. د كوشاني دورې طلايي سكه دينار نوميده د (دينار) اصطلاح ممكن د رومي طلايي سكې څخه چې (دينارا) نومېده اخيستل شوي وي په همدې ترتيب د رومي نقره يي سونوم (درخم يا در هم) و، چې د اصطلاح په لږ تغيير د كوشاني نقره يي سكو د نامه سره ارتباط لري. په دې مانا چې كوشاني نقره يي سكو د (در اما) په نامه شهرت موندلى وو. (۱: ۱۴)
هغه سكې چې د كوشانيانو په امپراطوري كې يي چلند درلود. سربيره په يوناني رسم الخط، د سكو په مخ يوناني رب النوع هم ليدل كيږي. ولې بايد وويل شي چې د كوشانيانو په دوره كې ټولو مذهبونو او عقيدو ته د احترام په سترګه كتل كېده. د پورتني مطلب تصديق هم په نوموړو سكو كې په پوره وضاحت ليدلاى شو.
د كوشاني دورې په سكو د يوناني ارباب الانواع د څېرې او نقش بر سيره د هندي ايراني او باختري خدايانو او ارباب  الانواع نقشو نه هم شته، ولې د كنشكا په زمانه كې د يوناني ارباب الانواع په نسبت د باختري او يا كه په دقت وويل شي د شرقي ايزدانو څېرې او اشكال د نوموړي پاچا د سكو په مخ زيات ليدل كيږي.د لوې كنشكا په دوره كې د طلايي سكو شمير زيات شو. په دې سكو كې په ښكاره توګه د كوشانيانو مذهبي، فرهنګي او هنري تمايلات او علايق په ګوته كېداى شي.

يوه سكه چې په هغه كې كنشكا ولاړ دى، تير څو كې خولې (چې كوشانيانو خاصه علامه ده) يې په سر، چپنه په اوږو او په كيڼ لاس يې نيزه نيولې، ليدل كيږي.د كنشكا او له هغه نه په وروستيو كوشاني پاچاهانو په زمانه كې د سكو په مخ د نيزې شته والى يوه بله خاصه علامه ده، چې د يوه عام دود او دستور په حيث منل شويدي. هر كوشاني پاچا په خپل نوبت د خپلې سكې په مخ د نيزې حك كول د يوې خاصې علامې په حيث مراعات كړېدي.
د كوشاني سكو په مخ د نيزې انځور او حك كېدل سربيره پردې، چې په روم كې مقدس بلل كيږي، د قدرت او عظمت بهترين او عاليترين سمبول هم شمېرل كېده. همدا شان د (هند و ساكها)  په سكو كې نيزه د جنګ يوازنى وسيله بلل شويده، ولې د كنشكا او د هغه څخه وروسته كوشاني پاچاهانو ته، نيزې بل مفهوم او افاده درلودله. په دې انځور او سمبول كې د كنشكا مافوق بشري قدرت او روحاني قوت تغښتي وو. په دې اړوند يوه مشهوره كيسه شته چې البيروني په خپلو آثار او ليكنو كې د هغې يادونه كړېده.
"كله چې كنك پاچا ته د قنوج دواكدار تحفه را ورسيدله او ورته وړاندې شوه، كنك پاچا د تحفې په ليدلو غضب شو علت يي دا وو، چې د تحفې په سر باندې د لاس د علامې په ځاى د پښې علامه موجوده وه. په همدې اساس يي د قنوج د پاچا د مينځه وړلو لپاره لښكر ترتيپ كړ. قنوج په نږدو  كې د هغه حكمدار يوه چالاكه وزير د كنك افراد او جنګي لښكر يي د اوبو د نشته والي له امله د جنګ پريښودلو ته  مجبوره شو. په همدې وخت كې كنك پاچا خپله نيزه په ځمكه و وهله او له هماغه ځايه څخه اوبه را پورته شوې." (۴: ۸۵) د همدې فوكلوريكي كيسې څخه داسې معلوميږي چې د كوشاني سكو پر مخ د نيزې شته والي د كنشكا مافوق بشري قوت نماينده ګي كوي.
يو بل عمده عنصر، چې د كوشاني دورې او خاصتاٌ د كنشكا څخه وروسته د سكو په مخ ليدل كيږي هغه د اورلمبې دي چې د پاچايانو له اوږو څخه راپورته كيږي. د دې علامې د شته والي څخه څيړونكي دوى اساسي نتيجې ترلاسه كړيدي: لومړى دا چې د اور لمبې د اور نمانځنې (آتش پرستي) مذهبي عقيدي شته والي ښيي، دويم دا چې د اور لمبې چې د كوشاني پاچايانو د سكو په مخ ليدل كيږي، يوه ډېره عامه قصه او داستان لري. روز تقليد د هيوان تسنګ د يادداشتونو په حواله ليكي: "كنشكا د كاپيسا په شاخوا  د يوه غره په لمنه كې د يوې استوپي يا بودايي معبد دودانولو تكل وكړ. نوموړي معبد شپږ ځله جوړ شو،  ولې د هر ځل جوړېدو څخه وروسته به د (ناګاراجا) (خبيثه ارواح) له خوا ويجاړ شو. پس له شپږم ځل جوړېدو څخه كنشكا د ناګار جاپه ضد جګړه پيل كړه او د جګړې په جريان كې به يي په خپل روحاني قوت د خپلې اوږو څخه د اورلمبې پورته كولې چې په همدې ترتيپ يي ناګارجاله هغه ځايه څخه وشاړه او كنشكا خپله استوپه جوړه كړه او ويي ساتله" (۴: ۴۳) په دې برخه كې بيا هم ممكنه ده چې د سكو پر مخ د پاچا له اوږو څخه د اور د لمبو را پورته كېدل د كنشكا د روحاني قوت تمثيل وي كوم چې د ناكار جاپه مقابل كې يې ښودلې وي.

د كنشكا او د هغه څخه وروسته شاهانو په سكو كې د هغوې د لباس او څېرې ډول هغه مشخصات دي، چې نوموړي سكې د نورو سلسلو د پاچاهانو د سكو څخه بيلوي. تيرې څوكى خولې په سر كول، د چپنى اغوستل يا په اوږو اچول او د پايڅو تړل د لباس هغه نمونې دي، چې د كوشانيانو او په خاص ډول د كنشكا او د هغه څخه وروسته پاچاهانو په خپلو سكو كې نوموړي علايم تر زياتې اندازې مراعات كړيدي. په همدې ترتيب د كوشانيانو د سكو د رسم الخط څخه معلوميږي، چې د كد فيزس د كورنۍ (كجولا كد فيزس او ويماكد فيزس) خپل القاپ په يوناني رسم الخط ليكل. كله چې د كنشكا سكې مطالعه كيږي د يوناني رسم الخط په ځاى خروشتي او برهمني، رسم الخط په زياته پيمانه ليكل كيږي. په هر صورت، اوس به د دې دورې د سكو دوى نمونې د بيلګې په توګه معرفي كړو:
۱- د ويماكد فيزس دايروي طلايي سكې توضيح:
وزن: ۲۴۲ ګرينه
اندازه: ٠،٨ انچه
د سكې په مخ شاه پرچو كې ناست ليدل كيږي او په يوناني رسم الخط سكې په مخ ليكل شويدي چې: "وموكدفيزس"
د سكې په شا يا بل مخ شيوا او د نرغوايي څيره ليدل كيږي او په يوناني رسم الخط ليكل شويدي چې "د دنيا با دار او مدافع ويما كد فيزس" (۸: ۳۳۴)
۲- د كنشكا دايروي طلايي سكې توضيح:
وزن: ۱۲۲ ګرينه
اندازه: ۰،۸ انچه
د سكې پر مخ شاه په كوشاني كاليو كې چې لوړ څوكې خولې يې په سر ده، چپنه يې په اوږو او مخ ته يو كوچنى د قرباني ميز ليدل كيږي. په كيڼ لاس كې يې يوه اوږده نيزه ښكاري او په خروشتي رسم الخط ليكل شويدي چې: " د پاچاهانو پاچا كوشاني كنشكا" د سكې په بل مخ د لمر رب النوع "ميرو" تصوير ليدل كيږي. (۸ : ۳۳۵)

ب- د يفتليانو د سلسلې مسكوكات
د پنځمې ميلادي پيړۍ په شاوخوا كې د لرغونې افغانستان د هندوكش په جنوبي سيمو كې د يفتلي كورنۍ په نامه د سياسي واكمنۍ لمنه خپره شوه. د دې سلسلې سياسي نفوذ د زابلستان (زابل) درنګيانا (كندهار) او لرغونې سيستان څخه د تر لاسه شو سكو څخه په روښانه توګه څرګنديږي.

د يفتلي پاچاهانو له جملې څخه په زياته پيمانه دوى سلسلې د دوو نامتو پاچاهانو (توره مانا او مهرا كولا) د دورې استاد چې د كتيبو، سكو او يا فرمانونو په څېر موجود وه، كشف او تر مطالعې لاندې نيول شويدي.د يفتلي پاچاهانو د سكو په مخ عمدتاٌ واكداران او پاچاهان، تاج په سر، حمايل ته غاړه او غوږ والى (ګوشواره) په غوږونو تمثيل شويدي.
د سكو په بل مخ يوه عبدات خانه، چې آتشكده تمثيله وي او د دو محافظو په وسيله چې نيزې يې په لاس كې دي ليدل كيږي. د سكو رسم الخط عمدتاٌ په يوناني، پهلوي، منګولي او سانسكريت حك شويدي. د هغو ليكونو يوه خاصه مميزه داده چې د يوناني ميتودونو څخه يي تقليد او پيروي نه كوله، آن تر دې حده چې په ډيره كمه اندازه  د يفتلي پاچاهانو په سكو كې يوناني ارباب الانواع او رسم الخط ليدل شويدي. او له بلې خوا زياتې سكې آريايي خدايان او سانسكريتي ليكنې لري.
د يفتلي پاچاهانو څخه راپاته شوې هغه سكې، چې د علمي كيندونو په وسيله را څرګندې شويدي او يانا څاپه د عامه خلكو په وسيله په لاس راغلي دي، د نقرې څخه جوړې شوي سكې دي، چې د چلند او راكړې وركړې ارزښت يې درلودې.
 د څېړونكو په عقيده نوموړي سكې په زياته اندازه د ساساني امپراتوري په ضرابخانو كې جوړې شوي دي او د يفتلي علامو په ضربولو سره يفتلي دربار ته د مالياتو دور كړې په منظور را ليږل كيدلې. هيونګ تسنګ پاچا چې په خپله درباري كيږدې كې ليدل كيږي، چې د طلا پر ميز ناست او د څلويښتو ملكونو تحفې او ماليات يي منلي دي. (۸: ۳۳۶)
د يفتليانو د امپراتوري نامتو پاچاهان، چې په خپل نامه يي سكې ضرب كړي او د چلند اوراكړې وركړې لپاره يي بازارونو ته وړاندې كړيدي، يو توره مانا Toramana  او بل مهرا كولا Mehrakola و چې د (۴۲۰) م كالونو په شاوخوا كې يي حكمراني كوله چې د نوموړو پاچاهانو مربوطې كشف او په لاس راغلي دي. (۹: ۵۷۶) د نوموړو پاچاهانو د دورو څخه په زياته پيمانه مسي سكې د زياتو لرغونو ځايونو څخه تر لاسه شويدي.
د دې پاچاهانو د مسي سكو څخه په روښانه توګه د هغې دورې په كلتوري، فرهنګي او ټولنيز چاپيريال چې د كوشاني او يفتلي پاچاهانو د كلتور، دين او مذهب او د ژوندانه په نور واړ خونو كې كوم توپيرونه او كومې اوښتنې مينځ ته راغلي دي، پوهېدلاى شو.

د توره مانا د مسي مدورې سكې توضيح
وزن: (۳، ۴۷) ګرينه
اندازه : (  ٠،٨) انچه
د سكې پر مخ د شاه انځور په نيمه تنه او يو اړخې مخ ليدل كيږي.
د سكې پر شايا بل مخ د سكې په منځنې برخه كې يو افقي خط حك شويدى چې په لوړه برخه كې يې د لمر څلورمه برخه او له خط نه لاندې د "تورا" كلمه په خروشتي رسم الخط ليكل كيږي.
د مهرا كولا (مهر ګل) د مدورې مسي سكې توضيح
وزن: (۳، ۵۶) ګرينه
اندازه: ( ٠،٧) انچه
د سكې په مخ په ساساني څېره او نيمه تنه كې د پاچا انځور او په خروشتي رسم الخط ليكل شويدي چې : " مي هي را كولا يا ګولا"د سكې په شا يا بل مخ د سكې په منځني برخه كې افقي خط حك شويدى. د خط په لوړه برخه كې د غوايي انځور او په ځينو نقره يي سكو كې پاچا د كوشانيانو په څېر ولاړ حك شويدى. او په خروشتي رسم الخط ليكل شويدي چې: "شاهي مي هي را كولا" او كيني خوا ته يي د لمر رپ النوع پر تخت څرګنديږي. (۸: ۳۳۷).
د يفتلي پاچاهانو په سكو كې د لمر رب النوع د يو نيم تنه يي هيكل په څېر چې د هغه له شانه د اور لمبې معلوميږي په زياته اندازه حك شويدي. او د دې تر څنګ د هغو ځايونو څخه هم يادونه شويده چې د لمر نمانځنې عبادتخانې په كې ودانې شوي وي. ماستر مارتن نوموړي ځايونه زمين داور، زابلستان،  سكاوند (سياه بند) او نور په ګوته كړى دى. (۶: ۱۸۵) اوس به په لنډه توكه د كوشاني او يفتلي پاچاهانو د سكو تر مينځ ورته والى او توپيرونه په ګوته كړو.
الف- ورته والى (مقايسه)
د دواړو دورو پاچاهانو په خپلو سكو كې محلي كالى (خپل مروج لباس) حك كړيدي.
د دواړو دورو د پاچاهانو په سكو كې نيزه د يوې علامې او سمبول په څېر ليدل كيږي.
د اور او لمرنمانځنې د دين او مذهب علامې، چې په يفتلي سكو كې عموميت لري، د كوشاني پاچاهانو په دوره كې هم د ځينو سكو په مخ ليدل كيږي.

ب- توپيرونه (مقابله)
د كوشاني پاچاهانو په دوره كې طلايي سكو په زياته پيمانه رواج درلود، په داسې حال كې چې د يفتلي پاچاهانو په دوره كې مسي سكې زياتې دودوي.كوشاني پاچاهانو د روم د امپراتوري طلايي سكې په خپلو ضرابخانو كې ويلي كولې او بيايي په خپل نوم او نښان ضرب او بازارونو ته وړاندې كولې. په داسې حال كې چې يفتلي پاچاهانو د ساسانيانو د قدرت څخه وروسته د هغوې نقره يي سكې په دوهم ځل صرف په خپل عنوان او علامه ضرب كړيدي.
د كوشاني پاچاهانو په سكو كې بېلا بېلې مذهبي علامې ليدل كيږي، په داسې حال كې چې د يفتلي پاچاهانو  په سكو كې يوازې د آتشكدې معبد ليدل كيږي.
د ويما كد فيزس  د طلايي سكې وزن ۲۴۲ ګرينه او د قطر اندازه يي٠،٨ انچه ده، په داسې حال كې چې د توره مانا (مدورې مسي سكې وزن ۳، ۴۷ ګرينه او د قطر اندازه يي ۰،۸ انچه ده.
د كنشكا د ايروي طلايي سكې وزن ۱۲۲ ګرينه او قطر اندازه يي ۰،۸ انچه ده، ولې مهراكولا د دايروي مسي سكې وزن ۳، ۵۶ ګرينه او د قطر اندازه يي ۰،۷ انچه ده.

نتيجه ګيري:
د پورتني لنډ بحث څخه په عمومي ډول دوه مهمې نتيجې لاس ته راځي: اول دا چې د كوشاني او يفتلي پاچاهانو څخه پاته شوې سكې، كوم چې د علمي كيندنو په وسيله او يا په اتفاقي توګه په لاس راغلي دي، د دې مطلب د تائيد لپاره دقيق دليل دي چې دواړه سلسلې د لرغونې افغانستان په تاريخ كې د برم او د بدبې څخه ډكې كارنامې لري.
دويم دا چې د دواړو سلسلو پاچاهانو په سكو كې خاصې محلي صبغې په روښانه توګه وجود لري چې د كامل استقلال او خپلې آزادۍ لرونكي وو.
كه چېرې د دې دواړو سلسلو تر مينځ په انډوليزه توګه نظر واچوو په واضح ډول به وښودل شي چې:
د كوشاني سلسلې د سكو ارزښت د جنسيت له مخې چې زياته اندازه طلايي سكې وي د يفتلي سلسلې د سكو ارزښت څخه چې په زياته اندازه مسي سكې دي، زيات وو او دا مطلب د كوشاني پاچاهانو د پراخه تجارتي اړيكو د شته والي څخه نماينده ګي كوي.د كوشاني پاچاهانو د سكو هنري اړخ ته د يفتلي پاچاهانو د سكو د هنري اړخ په نسبت زياته پاملرنه شويده، نو ځكه د هنري پلوه د كوشاني سكو لوړتيا د يفتلي سكو په پرتله په ډاګه معلوميږي.

اخځونه
۱- پادهيا، بها سكر چتو. "نګاهي بر سكه زني كنشكا" مترجم ځلمى حيدري، تحقيقات كوشاني، شماره دوم، سال ۱۳۶۱.
۲- ځدران، الفشاه. مسكوكات و كتيبه هاي قديم افغانستان. (كابل: پوهنتون كابل) ۱۳۶۸.
۳- حبيبي، عبدالحى، تاريخ مختصر افغانستان. (كابل: مطبعه دولتي)، جلد اول، ۱۳۴۳.
۴- راولند، بنجامن. هنر هاي قديم افغانستان. مترجم: احمد علي كهزاد، (كابل: فرانكلن) ۱۳۴۶.
۵- روزنفلد، جان، م. هنر دوره كوشاني. مترجم غلام سرور همايون. (كابل: مطبعه دولتي) ۱۳۵۸.
۶- سي، يو كى. د چينيانو يونليكونه. مترجم: عبدالكريم محب. (كابل: اكادمي علوم) ۱۳۵۷.
۷- غبار، غلام محمد. افغانستان د مسير تاريخ. (كابل: مطبعه دولتي) ۱۳۴۶.
۸- كهزاد، احمد علي، مسكوكات ماقبل التاريخ افغانستان، سالنامه كابل، ۱۳۱۶.
۹- كهزاد، احمد علي، تاريخ قديم افغانستان. جلد دوم، (كابل: مطبعه دولتي) ۱۳۴۶.

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006