دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د ملي ژغورني ورځ او د ملي تلويزيون پروګرامونه

 

د بابوزي په قلم

 

د ملي ژغورني ورځ او د ملي تلويزيون  پروګرامونه


په  بشپړ  باور ويلای سم  چي زياتو ليدونکو به  د ملي ټلويزيون  د دلو د اوه ويشتمي شپې پروګرامونه ليدلي وي.  د نوموړي شپې د پروګرامونو د ليدلو تکل به د بيلا بيلو موخو او هيلو پر بنسټ  وو . يو شمير ليدونکوته به دا ورځ د هيواد د ژغورني د ورځی په توګه  ارزښتمنه وه  او د همدې  ميني پر بنسټ به يې د هيواد د ملي تلويزيون  د پروګرامونو د ليدلو لپاره زړه ښه کړی وي، يو شمير نورو به د هيواد د اوسنی واکمني ادارې د دريځ څرګندولو په نيت د دې ورځی پروګرامونه تعقيب کړي وي  او يو شمير نور به دملي تلويزيون د پروګرامونه د معمولي او همېشني ليدونکو په توګه د همدې شپې  پروګرامونه ليدلي  وي . په هر صورت د ملي تلويزيون د  دلو د مياشتي د ٢٦ تمي نېټې  د  پروګرامونو د ليدلو لپاره به د هيواد زياتو وګړو ليوالتيا درلوده . 
د هيوادوالو  په زړونو کي د ملي ژغورني د ورځي د مناسبي نمانځني  هيلي  هغه مهال په اوبو لاهو سوې چي په ملي تلويزيون کي د شپې پر نه بجو د مستند فلم په  توګه د جنګسالارانواو پيژندل سويوداړه مارانودبدمعاشئ د هغه فلم خپريدل  پيل سوه چي د هر افغان پر زخمي زړه د مالګي شندل وه . ما او زما سره په ديره کي ناستو کسانو دا فلم ته کتل او په خپلو کي مو ويل چي ، د دې فلم د ښودلو مناسبت څه دی؟ دا خو د جنګسالارانو د ولجه کولو ورځ نه ده ، دا خو د افغانستان څخه د  شوري ځواکونو د وتلو ورځ ده او دې ورځي ته د ملي ژغورني ورخ ويل سوېده ، په ټولو هغو کالنيو او جنتريو کي چي دولتي او غير دولتي موسسو خپرې کړيدي ، په خورا غټو ټکو ليکل سوي چي د ( دلو ٢٦ مه د ملي ژغورني ورځ رخصتي ) دا خو ممکنه نه ده چي د ملي تلويزيون چلونکي دي جنتري نه وي ليدلې او دا فلم دې خپريدلو ته وړاندي کړی وي ؟
د ناستو کسانو په منځ کي په دې تړاو يوه خورا  جالبه خاطره هم را ياده سوه او دا د ١٣٧٠ يم کال د همدې ملي ژغورني د ورځي په تړاو وه . په  ١٣٧٠ لمريز کال دا کتر نجيب الله د شوروي پوځيانو د وتلوورځ  د يوه فرمان په ترځ کي د ملي ژغورني د ورځي په نوم رخصتي اعلان کړل . د همدې فرمان په اړه د  (  سلام  ) په نوم يوې خپلواکي خپروني خورا په زړه پوري ليکنه خپره کړل ، چي په ليکنه کي دا فرمان خورا ارزښتمن ګڼل سوې وو او دا هم ورسره زياته سوې وه ،چي د روسي ځواکونو د وتلو ورځ د ملي ژغورني ورځ اعلان سوه ، اوس بايد دوهم ګام هم پورته سي  .  هغه افغانان چي په زندانو نو کي د روسي لښکرو سره د جګړې او مخالفت  په نوم ،  د بند شپې ورځي تيروي د ملي  ژغورونکو په نوم په وياړ له زندانو نو خوشي او د ملي قهرمانانو په څير دي د ځانګړو مراسمو په ترځ کي د زندان له تيارو را ويستل سي.
هغې ليکني ته د هغه مهال واکمنو او په ځانګړې توګه   جمهور رئيس  داکتر نجيب الله  ګړندی  پاملرنه وکړل  او ښاغلي  توخي ته يې هدايت ورکړ چي  د سلام خپلواکي مهالنی د مسولينو سره  يوه بيړنی ناسته وکړي  او د دې ستونزي د حقوقي  حل پر لارو چارو  خبري وکړي . په همدې اړه غونډه جوړه سوه او  په ترځ کي بيلا بيلي پريکړي وسوې  او په دې منځ کي  يوه پريکړه داوه چي  : هغه شمير بنديان چي د محاکمو له لوري  ورستی  حکم نه لري ، د هغوی دوسيېو ته دي  په يوه اونی کي د همدي فرمان متن ته په پام د برئت حکمونه تر تيب سي. هغه چي د محاکمو له لوري په نهايې حکمونو په زندان کي دي ، د هغوی دوسيې دي بيا وکتل سي او د زندانه د خلاصون لاره دي ډير ژر ورته برابره سي. خو هغه کسان چي د روسي ځواکونو سر د مخالفت په نوم تورن سوي ، او په څنګ کي يې دحق العبدي  دعوی پاته وي ، هغوی د ي د حق العبدي برخي  د  جرم مطابق سزا و ويني.
دا هغه مهال وو چي د داکتر نجيب الله پر خلاف د هغه  د يو شمير پخوانيو ملګرو ، چي افغانستان ته د روسي ځواکونو د راتللو اصلي مُهرې وي او د روسي ځواکونو د وتلو  له امله يې د داکتر نجيب الله سره مخالفت درلود ، او د همدې له امله   يو شمير بنديان سوي وه ، خو يو شمير نوريې لا د داکتر نجيب الله په واکمنه اداره کي په  خورا ځواکمن  موقعيت کي دولتي چاري پر مخ بيولې . کله چي دا فېصله  په دولت  او حکومت کي د روسي پلو کسانو لاس ته ورسېدل ، نو سمدستي يې د خپلو ملګرو په ګټه وکارول او هغه کسان يې را خوشي کړل چي نه يوازي د روسي ځواکونو د وتلو مخالف نه وه بلکي د روسي ځواکونو د راوستلو مهمي مًهرې هم وي.
دا خاطره کټ مټ بيا تکرار سوه ، هغه کسان چي د جهاد پر مهال يې د روسي ځواکونو سره پروتوکولونه لاسليک کړي وه ، هغوی د دې ورځي د نمانځني په بهانه د خپلو هغو جنايتونومستند فلم په ملي تلويزيون کي نندارې ته کښيښود چي نه يوازي  د ملي ژغورني ورځ يې تجليل نه کړه بلکي  د روسي پلو کسانو پر پل يې قدم کښيښود او د ملي مجرمينوپه څيره يې خپله کرغيړنه څيره  برملا کړه .
زموږ دا تبصرې او خاطرې لا رواني وې چي  فلم ، قطع  او ملي ترانې پيل سوې . زموږ پام لا ورته زيات سو،  موږ فکر کاوه چي ښايې په تير وتنه کي فلم ځنډيدلی وي ، خو له نيکه مرغه بيا مو ونه ليد، او قطع سو. فکر کوم چي زما په شان به زياتوليدونکو د جناتکارانو هغه  فلم ليدلی وي چي پر نيم قطع سو، اوس پوښتنه دا ده چي د دې فلم د خپرېدلو وجه څه وه ؟ دې فلم  چي د هغی ورځي سره  هيڅ ډول تړاو نه دلود، څنګه نندارې ته کښيښودل سو ؟ او د خوښی خبره خو دا ده چي د بشپړي نندارې مخه يې ونيول سوه ، دا هم د پوښتني ده چي څنګه  پر نيم پريښودل سو ؟
 زه هيله من يم چي د ملي  تلويزيون چلونکي دا ډول تيروتنو ته پام وکړي او پرې نښودل سي چي ملي تلويزيون د ملي يووالي په وړاندي د بې اتفاقیو   عامل سي . 
په درنښت             

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006