دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
پرچا اختر راځي او څوک اختر ته ورځي!


 

د بابوزي په قلم

پرچا اختر راځي او څوک اختر ته ورځي!


 زه اوس  په منډه منډه  اختر ته ورځم ،خو د ژوند خوږې خاطرې  مي د هغو کلونو سره تړلي چي اختر به په منډه منډه  زما لوري ته را روان و.  د اخترونو د  را  تللو  يا  اخترونوته  د  ورتللو  دا منډي د ژوند بهير دی ، کله څنګه کله څنګه، دريغه دريغه  .

 

د اختر په وياړ د بابوزی د تير کال اختريز شعر ډالی کوو  

 

 

د ماشوم  اختر


کاشکی زه ماشوم شم او اختر را باندي راشي
له دې ژونده ورستون شم بختور راباندي راشي


بيا می جامې جوړي او لاسونه راته سره کا
د مور په محبت کي خوندور را باندي راشي


سهار مي تلوسه شي چي ملګري ننداره کړم
ملګري له هر لور لکه لښکر راباندي راشي


ميله د اختري مو له پلرو ځني اخستې
مصرف ته يې هوا د قلندر راباندي راشي


يو و بل ته ښيو خپل کالی د لاس نکريزي
منډو کي خولې د سمندر راباندي راشي


ځو به فالوده ،نقل نخود به خورو پريمانه
نه يې کړو پروا که مازيګر را باندي راشي


ټوله ورځ ميله وي چي رسيږمه سم کور ته
مشر ورور په قهر زورور را باندي راشي


پوښتنه وکړي ولې ټوله ورځ په ميله تللې
د مور پوړنی سم لکه وزر را باندي راشي


بيا مي مور څه وسکونډي اوردي بدي وايې
ډاډ د محبت يې جادوګر را باندي راشي


څو مي پلار خبريږي ، زه بيده شمه له ډاره
خوب هم بيله ځنډه په پېخر را باندي راشي


کاشکي زه ماشوم شم او اختر راباندي راشي
له دې ژونده ورستون شم بختور راباندي راشي


٢٧ -  سنبله ١٣٨٨
١٨  – سيپتمبر ٢٠٠٩

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006