دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دلمر څرک مهالنی څخه

 

د سولي مشورتي جرګې د پريکړو د پلي کول ژمنو او هوډمنو کادرونو ته اړتيا لري

 

د ا لا د وړاندي برملا وه چي د سولي مشورتي جرګه به خامخا د سولي د پلي کولو لپاره څرګند وړانديزونه ولري. دا خکه چي افغانان هم مسلمانان او هم د جګړې لمبو سوخلي دي. د اسلام مبارک دين د سولي دين دی، او مسلمانان به خامخا د سولي لپاره وړانديزونه او پريکړي کوي ، او پاته شوه دوهمه خبره چي افغانان د تيرو څه ناڅه ديرشو کالونو په ترځ کي پر له پسې  او د ځنډ پرته د جګړې لمبو سوځولي او دردولي دي. نو ځکه دا څرګنده وه چي د سولي دا مشورتي جرګه به خامخا د سولي لپاره ګټور وړانديزونه ولري.
د سولي د مشورتي جرګې وروسته دادی افغانان د دې جرګې د پريکړو د پلي کولو په انتظار کي دي، د دولتي رسنيو، خپلواکو خپرونو او بهرنيو خبري اژانسونو په يوه يا بل ډول د جرګې د پريکړو په اړه غبرګونونه ښودلي دي.خو هغه څه چي ورته زياته اړتيا ده هغه يا نه ويل کيږي او که ويل کيږي ، پاملرنه ورته نه کيږي.دا اړتيا د جرګې د پريکړو د پلي کولو لپاره د ژمنو او هوډمنو کادرونو په کار ګمارل دي.ښايې يو شمير به دا خبره بابيزه وګڼي خو رښتينی حقيقت دا دی چي که هر جرګه او هره غونډه ډيره ښه او ګټوره پريکړه وکړي ، خوپريکړه پلي نه شي، خامخا به د هغې غونډي او ياجرګې ناکامي منل کيږي.
سولي ته ژمن او هوډمن کادرونه څوک دی؟ ښايې په بشپړ صراحت دې پوښتني ته ځواب ستونزمن وي ، خو ملي ګټي او د خپل هيواد سره  مينه به هر څوک دې ته وهڅوي چي دا ژمن او هوډمن کادرونه ياد کړي . هر افغان په اوسنيو شرايطو کي د سولي د راوستلو لپاره هم ژمن او هم هوډمن دی، خو يو شمير داسي کسان شته چي سوله ايز ژوند د خپلو ځانګړو ګټو سره يو ځای غواړي ، په داسي حال کي چي سوله ايز ژوند  د هر افغان حق او غوښتنه ده ، بيله دې چي د دغه يا هغه کس د ګټو سره موافق او يا مخالف وي. که د عامو خبرو را تير سو نو د څو مميزو يادول موږ ته هغه څرک په لاس راکوي چي د سولي مشورتي جرګي د پريکړو لپاره ژمنو او هوډمنو کادرونو ته مو ورسوي .
لومړی: د سولي مشورتي جرګې د پريکړو د پلي کولولپاره دي د سولي کميسون ته هغه کسان غوره شي چي په تيرو لسو کالونو کي يې په يوه يا بل ډول جګړه نه ده کړې.
دوهم د هغو کسانو لاسونه دي لنډ سي چي د اوسنيو مخالفو وسلوالو سره يې په تيرو مهالونو کي جګړې کړيدي.
دريم : په سيمه ايزو ادارو کي دي د سولي لپاره هغه کسانو ته واک وورکړل سي چي د مخالفينو سره يې دښمنی او مرګ ژوبله نه وي کړې.
څلورم :يادو سويو مميزاتو ته په پام دي  د سولي کميسون او د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي  د هغو څانګو ته دي خبير او کار پوه افغانان  غوره سي.
پنځم : دولتي مسؤلين دي په دې کميسون او د هغو په څانګو کي نه شامليږي. خو اداري چارواکي دي يوازي د کميسون د پريکړو پلي کولو ته د اسانچارو په توګه وګمارل سي.
که غواړو چي د سولي مشورتي جرګې پريکړي پلي او ګټوري پايلي تر لاسه سي، نو دې وړانديز ته پوره پاملرنه په کار ده.
و ما علينا الا بلاغ                    

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006