دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
انصاف وکړی ، که نه ...

 

 

د بابوزي په قلم

انصاف وکړی ، که نه ...

که څوک تله د انصاف په لاس کي درکړي
خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

په اداري سياسي چارو کي   بې انصافي :
افغان اولس دا ويني چي په دې واکمنه اداره کي څوک د چا استازيتوب کوي؛ پر يو شمير سيمو او ولايتونو د لوړو او واکمنو ادارو د ورکولو باران اورېدلی هغه چي د درې  کوڅې څخه د راوتلو توان يې موندلی نو وزير سوی او يا د بشپړ واک خاوند سوی دی؛ او يو شمير سيمي او ولايتونه  بيا داسي هير ي سوی چي ته وايه هغه د افغانستان اوسېدونکي نه دي .يوه بيلګه يې يادوم ، پخوانی پروان او پخوانی پکتيا سره مقايسه کړی ، د روزګان ، زابل ، بادغيس او غور به هيڅ نه وايوو.

په اقتصادي  چارو کي بې انصافي :
په دې کي شک  نسته چي د اوسنی نړۍ په ټولو هيوادونو کي د متفاوت طبقاتي ژوند لمر ځليږي ، خو په افغانستان کي دا تفاوت دومره زيات دی چي د ډير لږ شمير نازولو د ژوند هوسايې او سهولتونه دومره زيات دي چي   د دې هيواد د ډيرو وګړو ژونديې د مرګ تر پولي رسولی دی. او ناوړه يې لا دا چي دا د بهرنيانو په ملاتړ  نازولی  د خوارو وګړو په وينه خپل چاغښت جرم نه ګڼي ، بلکي دا هم وايې چي  ګويا دوی د استحقاق پر بنياد دا هر څه لري. په داسي حال کي چي تر ديرشو کالو وړاندي يې  خپل ژوند هير کړی دی.

په قانوني چارو کي بې انصافي :
هغه قانون چي د همدې واکمنانو په مرسته او غوښتنه تر تيب او تدوين سويدی، د همدې واکمنانو له لوري  يې د پلي کېدلو مخه نيول کيږي او يوازي هغه برخي يې مني او پلي کوي چي د همدې واکمنانو د شخصي ګټو سره سمون ولري، يوه بيلګه يادوم: د قانون له مخي د دولت ټول کارکونکي او په ځانګړي توګه لوړ پوړي چارواکي بايد خپل شته ټوله څرګند او په دولتي ادارو کي ثبت کړي. خو دا چاره نه تر سره کوي ، دوې به هرڅه فکر چي کوي ، کوي به يې حقيقت خو  دادی چي دا لوړ پوړي چارواکي  څکه خپله دارايې نه څرګنده وي چي هر ورځ يې پر عايداتو په غير قانوني  او نامشروع لارو ورځ تر بلي  زياتيږي. دا په داسي حال کي چي د افغان اولس اکثريت  وګړي د غريبی اوبېچاره ګی  په اور کي ورځ تر بلي زيات سوځيږي .

همداسي نوري بې انصافی  سته چي د ټولو ليکل  به دا کرښي زياتي کړي ،  هغه خبره چي د پايلي په توګه  د يادولو ده  دا ده چي  : دا چارواکي بايد پوه سي چي  که همدا اوس خپل ځانونه سپين نه کړي نو په تاريخ کي  به تر ټولو خائېن او ويني څښونکي واکمنان وشميرل سي.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006