په هلند هيواد کي د نامتو افغان شخصيت
عبدالباري جهاني
وياړ غونډي ته د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت،
باوري صنعتي مطبعې او لمر څرک خپروني
پيغام
خوشاله يو چي د اروپا په بيلا بيلو هيوادونو کي د افغان نامتو ملي - فرهنګي شخصيت عبدالباري جهانی په درنښت ستري او وياړمني غونډي يو په بل پسې جوړي سوې او دا دی اوس يې په هلند هيواد کي د ستري غونډي ليدونکي يو. په اروپا کي د افغانانو دا نوی خوځښت له يوې خوا د افغانانود يوالی او پر ځان د بشپړ باور څرګندويي کوي او له بلي خوا د هيواد د يوه رښتيني شخصيت درنښت پرځای کوي.
زموږ په باور عبدالباري جهاني د خپل وياړمن ژوند په بهير کي د رښتينوالي او افغانيت هغه بيلګه ده چي په حقه به يې زموږ نوی او ځوان نسل د خپل ژوند لپاره مودل او بيلګه وګرځوی او پر هغه لار به د تللو هوډ وکړي چي جهاني تللی دی. د جهاني لاره د سپيڅلتيا ، وطن پالني او ملي شهامت لار ده.
د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ، د باوري صنعتي مطبعې او لمر څرک خپروني اړوندان د دې غونډي جوړونکي ستايې او ګډونوالو ته يې د برياليتوب هيلي کوي.
د باوري صنعتي مطبعې مشر
الحاج محمد جان باوري
د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت مشر
پوهنوال محمد رسول باوري
او
د لمرڅرک خپروني مسوول مدير
حاجي امين باوري