دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
خبرتيا

 

د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت

خبرتيا


 
د دولسمو ټولگيو هغه فارغين چي د لرغونپوهني ، ګرځندوی  او ادبياتو په څانګو کي د مسلکي او علمي زدکړو ليوالتيا لري ،کولای شي د افغانستان د کلتوري ميراثونو اوګرځندوی انستيتوت کي د لوړو زدکړو د بشپړتيا  لپاره خپل  نومونه وليکي .
دا انستيتوت  د اطلاعاتو او فرهنګ   وزارت  له لوري  راجستر شوی  او دپلوم  يې د مافوق بکلوريا په امتياز  منل کيږي. د انستيتوت درسي پروګرام  د لوړزدکړو وزارت او د کابل پوهنتون  له لوری  په بشپړ ه توګه  منل  شوی دی.
تر ددو کلونو  بر يالي تحصيل وروسته به د انستيتوت   فارغين   په هغه ځانګړې ازموينه کي برخه اخلی  چي په کابل پوهنتون کي د لوړو زدکړو د دوام  په نيت اخستل کيږي . د دې ځانګړي ازمويني بريالي محصلين به   د کابل پوهنتون  په دريم ټولګی کي خپل  تحصيل ته دوام ورکوي . او انستيتوت به  د  هغه شمير فارغينو سره  هم مرسته کوي چي د لوړو زدکړو دوام نه غواړي ، هغوی ته به  د مسلکي غړي په توګه  د اطلاعاتو او فرهنګ  او ترانسپورت وزراتونو او همداشان دهيواد په ښارواليو کي د دندو په تر لاسه کولو کي  مرسته کوي .
د انستيتوت درسي پلان د تيوريکي زدکړو تر څنګ عملي  زدکړي هم لري . عملي   زده کړي به  هغه محصلين  پر خپل ځان  لا ډير ډاډمن  کړي  چي  غواړي شخصي کار او هڅي  په خپل نوښت تنظيم او پر مخ يوسي.
 
په انستيتوت كي نوم ليکنه  يا  داخله  د حمل د دوهمي نېټې پيليږي
پته :
د کابل سيلو واټ ،  خوشال مينه د برقي بسونو مخامخ
د ا فغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت

ټيليفون شميره : ٠٧٠٧٤٤٥٥٧٠
 
  bawary1@hotmail.com
 
Website:    www.aicts.org.af
          www.salaamtolana.org

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006