دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
تر احمد شاه بابا وړاندي د افغانستان حالات

 

تر احمد شاه بابا وړاندي د افغانستان حالات

 

د افغانستان د نويو پيړيو تاريخ د احمد شا بابا د واکمنی پيليږي. هغه مهال په سيمه او نړی کي د نويو بدلونو پر لور د هيوادونو خوځښت او په هېوادونو کي د غورځنګونو بهير داسي اغيزمن وو چي مورخين يې د نوي پير نوم ايښودلو ته اړ کړل ، همدې ځانګړتياو ته په پام  مورخينو هغه مهال ته د نويو پيړی ( قرون جديده ) نوم او اصطلاح وکارول . دا مهال په افغانستان کي د اعليحضرت احمد شا بابا د واکمنی  پيل دی، په دې لنډه ليکنه کي د احمد شابابا تر واکمنی وړاندي د افغانستان حالاتو ته لنډه کتنه شوېده ، چي ښاغلی لوستونکي يې لوستلو ته رابلم 
الف : سياسي  او نظامي حالات :  د هرات تيموري دولت تر نړېدو وروسته ، په افغانستان کي د دريو ګاونډيو له لوري پر له پسې يرغلونه پيل شوه . د هېواد لوی ښارونه کله ديوه او کله د بل ګاونډي تر واک لاندي راتلل. د دې يرغلونو په وړاندي د هيواد په بيلا بيلوسيمو کي د خپلواکۍ لپاره پر له پسې غورځنګونه د هېواد د ميړني اولس له لوري ، تر سره کېدل. د هيواد په شمال کي دخپلواکی لپاره د بيګانو له لوري پيل شوي مبارزې دشېبانيانو واکمني ته خنډ ګرځيدلي وه. د هېواد په ختيځو سيمو کي دخوشال خان خټک او روښان پير پر له پسې اتل والو هڅو مغولان ماتي ته نږدې کړي وه ، خو په کندهار کي د ميروېس نيکه په مشرۍ ملي پاڅون د صفويانو د واکمنی ټغر ټول کړ او هېواد يې دوه سوه کلنی بې ثباتی وژغوره.
په کندهار کي د مير ويس نيکه په تدبير د هيواد څه ناڅه  دوه سوه کلنه  بي ثباتي  پای ته ورسيدل. په کندهار کي د صفويانو ظالم والي ګرګين مړ او د هيواد دملي واکمني بنسټ کښيښودل شو. خو داصفهان فاتح هوتکي شامحمود په   ١٧٢٢ ميلادي د صفويانو ورستي واکمن ته يوه داسي تاريخي ماته ورکړه چي د خپلي پاچاهۍتاج يې په خپل لاس د افغان فاتح پر سر کښيښود. هغه مهال افغانانو دوه سياسي مرکزونه پالل ، شاه محمود هوتکی د اصفهان او  شاه حسين هوتکي د کندهار اداره پر غاړه درلودل. په اصفهان کي د شاه محمود هوتکي تر مړيني وروسته د چاورو واګی شاه اشرف ته ورسېدې .
هوتکي شا اشرف  په ( ١٧٢٧ ميلادي  کال  د اصفهان  واکمن شو . نوموړي په ايران کي د شاه محمود هوتکي د سوبو لړی پر له پسې وساتل  اويو شمير  نوري  سيمي يې هم تر خپل واک لاندي کړې، د عثماني ترکيې له خوا په بغداد کي د ګمارل شوي  والي  يرغل يې  پر شا وتنباوه ، د روسي لښکرو په وړاندي يې د خپلي واکمنۍ سيمي وساتلې ، تر خپل واک لاندي سيمو کي يې امن  تامين کړ ، د ترکانو سره يې د ښه ګاونډيتوب په پلمه د سفيرانو شتون ومنی،تر خپلي واکمنۍ لاندي سيمو کي يې د ډيرکيو مذهبي چارو  د پر ځای کولو او پاللو زمينه برابره کړه ، په خپل نوم يې سکه و وهل چي د اشرفۍ په نوم تر اوسه هم د طلايې سکې په توګه اعتبار او ارزښت لري او په دې تر تيب يې  پنځه نيم کاله پر له پسې د اصفهان ښار د يوه افغاني مرکز په توګه تر خپل ګروټ لاندي وساتۍ.
هغه مهال چي شا اشرف د ايراني خاوري د بشپړتيا لپاره د روسي ځواکونو په وړاندي د بريو پر لور روان وو، د ايران په دننه کي د نادر شاه افشار سره يو شمير کسان مل او د شا اشرف په وړاندي يې د بغاوت چاري پيل کړې .
 نادر شاه افشار له يوې خوا د صفويانو پاتي شوني سره يو کړل او له بلي خوا يې د هغو بوختياو ګټه پورته کړه چي شا اشرف د روسي ځواکونو سره د ايران په شمالي برخو کي درلودې ، تر ټولو اغيزمن او ټاکونکۍ اړخ داو چي د شاه اشرف د مرستي لپاره  هوتکي واکمنو د لومړي مرکز ( کندهار ) د مرستي هيڅ ډول تدابير پلي نه کړل . په داسي پيچلو حالاتو  کي  شاه اشرف او د هغه ځواکونه د بشپړي ماتي سره مخ اواصفهان  د نادر شاه افشار ځواکونولاندي کړ. په دې تر تيب د افغانانو واکمني پر اصفهان پای ته ورسيدل. شاه اشرف لومړۍ د هلمند ګرمسيرسيمي  او بيا ښوراوک ته ورسيدۍ او هلته د ابراهيم نومي په لاس  په ١٧٢٩ ميلادي کال و وژل شو.
اما، کندهار د هوتکي واکمنۍ لومړنی پلازمينه چي د ١٧٢٢ ميلادي کال  را وروسته په پرله پسې توګه د هوتکي شاه حسين له لوري اداره او ساتل کيدل، د هوتکي شاه محمود تر مړني وروسته هم د يوه ځواکمن مرکز په توګه د شينډنډه تر غزني او کابله د کوټي تر ګومل او بيا پنجاب پوري زياتي سيمي تر خپل واک لاندي درلودې.  نادر افشار د اصفهان تر نيولو  اوه کاله وروسته د هوتکي واکمنی دوهم مرکز ته پام واړاوه. لومړی يې د افغانستان شمالی سيمی په خپله واکمنی کي شاملي کړې، بيا يې په ١٧٣٦ ميلادي کال د کندهار پر لور خپل ځواکونه وليږل. شاحسين هوتکي د خپل نامتو قوماندان سيدال خان ناصر په ميړانه پوره يوکال د کندهار ښار د فاع وکړل. تر يو کال او څو مياشتواوږدې کلابندی ورسته نادر افشار لومړۍ سيدالخان ناصر او د شاحسين هوتکي زوی د کلات په سيمه کي ونيول او هغوۍ يې د سترګو د نعمته محروم کړل. تر هغه وروسته د کندهارښار کلابندي ماته او نادر افشار  کندهار ته ننوت ، شاحسين هوتکي يې لاس تړلۍ د مازندران  زندان ته وليږی او هلته يې  د زهرو په وسيله مړکړ . په دې ډول د هوتکي امپراتورۍ لړۍ ته  په  ١٧٣٦ ميلادي کال د نادر افشار په وسيله د پای ټکی کښيښودل شو.
نادر افشار د کندهار تر نيولو وروسته د هند پر لور لښکر کښي وکړه .د افغانستان سهيلي او ختيځي سيمي يې تر لا هور او دهلي پوري تر خپل واک لاندي کړې ، خو د مزاج د بدلون او ايرانيانو د تربګنيو په ترځ کي نوموړۍ و وژل شو او تر شاه پاته واکمني يې تيت او پاشلې پاته شوه . احمد شاه چي د ډګر ازمويل شوی او د سياست څيرک ليدونکۍ وو ، دا تشه ډکه او په١٧٤٧ ميلادي کال يې په افغانستان کي د نوي امپراتورۍ بنسټ کښيښود.


 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006