ستر پښتون او زړه ور سياستوال اجمل خټک دا نړۍ پريښوده
په وير او ناورين يې اورو چي د پښتون اولس رښتينی استازی شاعر او نامتو سياستوال اجمل خټک له دې نړۍ سترګي پټي کړې.
انا لله انا اليه راجعون
( د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ) اړوندان ، د( لمرڅرک )خپروني د امتياز خاوند او مسوول مدير او د باوري مطبعې مشر د ټولو افغانانو او پښتنو ورڼو سره په دې ستر غم کي ځان شريک ګڼي. د لوی خدای ( ج ) له درباره خدای بخښلي اجمل خټک ته د فردوس جنت غوښتنه کوو او کورنی ، دوستانو ، پلويانو او ټولو هيوادوالو او پښتنو ورڼو ته د جميل صبر دعا کوو. امين يار ب العالمين
د باوري مطبعې مشر
الحاج محمد جان باوري
د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت مشر
پوهنوال محمد رسول باوري
د لمرڅرک خپرونی مسوول مدير
حاجي امين باوري