دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په پارلمان کي د بهزاد په تخلص وکيل بايد محاکمه شي

 

د بابوزي په قلم


په پارلمان کي د بهزاد په تخلص وکيل بايد محاکمه شي 


په پارلمان کي يوتن وکيل ښاغلي بهزاد په دې ورستيو کي د يو شمير رسنيو په مرسته په پرله پسې توګه د افغان اولس سپکاوی کړیدی.  د اولس سپکاوی ټولنيز جرم او مجرم ته د محاکمې له لوري د جزا ورکول د قانون پلي کول دي.  د دې مجرم له لوري داسي زياتي مرکې  او ويناوي شويدي چي د محاکمې وړدي ، دلته د بيلګي په توګه د نوموړي يوه دوې ويناوي يادوم  چي زموږ افغان اولس يې رټلی او توهين کړيدی.
لومړی : بهزاد په هره مرکه او وينا کي بېدريغه دا ټکی کاروي چي افغان اولس مشر قانوني مشر نه دی؛ د انتخاباتو کميسون تر اعلان وروسته د داډول ويناو پايله د ټولنيز بحران زيږول او د هرج مرج لوري ته د ټولني وړل دي. په دې تر تيب د ټولنيز نظم اخلال ته د جرم په سترګه کتل کيږي او اجراکونکی يې مجرم ګڼل کيږي ، د څارنوالی دنده ده چي د دا ډول جرمونو مخه ونيسي او مجرمينو ته يې جزا ورکړي.
دوهم : ښاغلی بهزاد په زياتو مرکو کي دا هم ويلي چي زه به حامد کرزی ته ولسمشر نه وايم او هغه ته به سلطان کرزی وايم؛ دا وينا په حقيقت کي د هغو افغانانو بشپړ سپکاوی دی چي ښاغلي حامد کرزي ته يې د ولسمشری لپاره خپلي رايې ورکړيدي.افغانان خپل ژوند ته د خطر په منلو د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او خپلي رايي يې دخپلي خوښي کانديدانو ته ورکړې، خو ښاغلی بهزاد په ډيري بې پروايې سره دا ټوله قرباني توهينه وي او د اولس سپکاوی کوي. څارنوالي د همدې جرمنو د مخنوي دنده لري او بايد د افغان اولس د توهين مخه ونيسي او داډول مجرمينو ته د سزاورکولو قانون پلی او دا بې انصافه او د اولس دښمنان په خپلو سزاګانو ورسوي.
په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006