دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د سلام فرهنګي ټولني خبرتيا

 

د سلام فرهنګي ټولني خبرتيا

 

                                     د نوروز په اړه د يونسکو دپريکړي هرکلی کوو!

 

دډيري خوشالی ځای دي چي د نوروز ورځ او د نوي کال جشن د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د يونسکو علمي سازمان له لوري په رسميت وپيژندل شو. نوروز د لرغوني افغانستان او په ځانګړې توګه د اريائيانو ستر فرهنګي ميراث دی. زموږ نيکونو د لومړي خل لپاره د طبعيت د بدلون ، د کال د ويش او د فصلونو د تنظيم داسي لاره دود کړه چي د زرګونو کالو وروسته هم لا د کارولو وړ ده او کارول کيږي.

ارايائيانو په بلخ کي د کال د ويش سره سم د کال پيل د حمل مياشتي د لومړی ورځ وټاکل، او دې ورځي ته يې نوروز و ويل .د ژبني پلټني له مخي د نورورز د نوم جوړښت د پښتو ژبي د ګرامري آرونو سره بشپړ سمون لري، په پښتو ژبه کي ستاينوم تر نوم وړاندي راځي لکه توره تخته، لوی کور، سپينه ورځ او داسي نور . د نوروز د نوم په جوړښت کي هم همدا اصل مراعات شويدی چي د شک پرته د نوروز ورځ د افغانستان د لرغوني تاريخ يو ستر او وياړمن ميراث دی.

د دې نيکمرغه خبر په اورېدلو سره ټولو افغانانو د خوښی احساس وکړ. خود خبر متن داسي واورېدل شو چي دا جشن د يونسکو له لوري د ايرانيانو د جشن په نوم ثبت او منلی دی. دسلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې د يونسکو ادرې څخه د زياتي منني تر څنګ هيله کوي چي په خپله اداره کي دا اريائيانو دا لرغونی وياړ د اريانا او يا اريائيانو په نوم ثبت او راجستر کړي، نه ده ايرانيانو په نوم ، دا ځکه چي دا فرهنګي ميراث په اريائيانو او بيا په ځانګړي توګه د افغانستان په لرغوني تاريخ پوري اړه لري.

                                                                                                         په درنښت

                                                                  د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګی په استازيتوب

                                                                                                پوهنوال رسول باوري

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006