دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دروښاني غورځنګ لنډ ه پيژ ندګلوي

 

دروښاني غورځنګ لنډ ه پيژ ندګلوي


ميا روښان ( بايزيد ) د عبدالله زوی او د شيخ محمد لمسی په ١٥٢١ ميلادي کال د پنجاب په جالندر نومي سيمي کي وزيږيد او په ١٥٧٥ ميلادي کال د ننګرهار ولايت اړوند سيمه کي د خپلواکی غوستني په يوې جګړې کي و وژل شو. نوموړي په سيمه کي د خپل مهال تر ټولو اغيزمن سياسي، عرفاني، ادبي او اصلاحي خوځښت پيل کړ، چي پيړۍ پيړۍ يې د اولسونو ملاتړ د ځان سره درلود.
روښاني غورځنګ د  روښان پير له خوا پيل شو . د دې غورځنګ سياسي  مبارزې  يوه پيړۍ په پر له پسې توګه د جلالدين د روښان زوی، حداد د عمر زوی ، عبدالقادر د حداد زوی او کريمداد د جلالدين زوی تر مهاله پايښت وموند. د سياسي خپلواکی غوښتلو دا غورځنګ د روښان پير او جلا الدين  اکبرد واکمنی پر مهال پيل اود دې غورځنګ ورستی سياسي لارښود کريمداد و چي  د هندي واکمن  شاجهان په وړاندي يې د خپلواکی ساتلو د مبارزې ډګر تود ساتلی وو.
د عرفاني او ادبي پلوه د روښاني غورځنګ اغيزي يوازي په هغو پيړيو او د روښاني واکمنی په سيمو کي محدودي پاتې نه شوې، روښان پير د پښتو ليکدود او پښتو ادب د پراختيا او ودي لپاره ځانګړي لاري چاري پيل او د پلي کولو لپاره يې بشپړه ژمنتيا درلوده. د روښان پير په زيار د خير البيان ليکل شوی کتاب نه يوازي دا چي د هغه  پير د نصايحو او هدايتونو له اړخه ارزښتمن دی بلکي د پښتو ليکدود او پښتو ادبي نثره دتر ټولو پخوانی بيلګي په توګه خورا مهم ګڼل کيږي.
د روښاني نهضت ارزښت د عرفاني او تصوفي اړخه لا زيات دی، د دې نهضت لارويان له هم هاغه پيله بيا تر اوسه د عبادت او رياضت ځانګړی لاري او طريقې لري چي په هند ، اوسني پاکستان او افغانستان کي پيروان لري. په سيمه کي د تصوف د بيلا بيلو ټولګيو څخه يوه مهمه ټولګی همدا روښاني طريقه ده چي رياضت او عبادت يې د نورو صوفيانه طريقو په څير د اعتدال  خوښونکي او د هر ډول بنسټ پالني  او سخت دريځی نه پرهيز کوي  .
روښاني نهضت د همدې ځانګړنو پر بنسټ د زياتو څيړونکو او محقيقينو د پام وړ ګرځېدلی او د څيړلو لپاره يې زياتو بهرنيو او کورنيو څيړونکو زيار ايستلی دی. د ناوروي ، فرانسې ، پخواني شوروي ، هند ، پاکستان او زيات شمير نورو هيوادونو ليکوالو د خپلو ليدلورو سره سم د دې نهضت څيړنه او پلټه کړېده.ځينو دا نهضت يو تصوفي او عرفاني خوځښت ګڼلی ، خينو بيا د خپلواکی د يوه غورخنګ په توګه ياد کړی ، يو شمير يې د اصلاحي او کلتوري خوځښت په توګه يادوي.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006