د سلام فرهنګي ټولني اعلاميه
له بده مرغه خبر شوچي ليكوال او شاعر عبدالله جان ملتيار له تېرو څو ورځو راهيسې لادركه دى، ملتيار د كوټې ښار لوېديځ لوري ته د خروټ اباد په پښتون باغ نومي ځاى كې ژوند كاوۀ او د تېرې شنبې په شپه ناڅرګندو كسانو له خپله كوره په مرموزه توګه تښتولى دى.
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې د کوټی ښار د امنيتی مسؤلينو څخه په کلکه غوښتنه کوي چي ښاغلی ملتيار دي ژر تر ژره د دې ناڅرګند حالته و ژغوری ، کورنی ، دوستانو او فرهنګي ملګرو ته دي يې د خلاصون ډاډ ورکړي.
په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
يادونه : د دې اعلاميې انګليسی متن يونسکو او په بلجيم کي د اروپايې ټولني مرکز ته هم ليږل شوېدی.