دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د منادي د قاتلينو د پټولويوه لاره د طالبانو د خبرونو نه خپرول دي

  

 د بابوزي په قلم

د منادي د قاتلينو د پټولويوه لاره د طالبانو د خبرونو نه خپرول  دي


زه ډير خواشينی يم چي يو بل افغان ژورناليست د خپلي سپېڅلي دندی د پلي کولو بلهاري شو. خو په دې خبره هم خواشنی يم چي زموږ د هېواد ژورنالستانو ولی د خپل ملګری شهيد منادې ارمان تر پښو لاندې کړ . منادی د دې لپاره ومړ چي رښتيا بربنډ ، د پيښو بنسټ لڅ او د پيښو رښتيني حالت د خپلو خلکو تر غوږونو ورسوې. خو دا دی له بده مرغه د هغه ملګري د هغه سره د وفاداری په نوم د هغه د ارمانونو سره دښمنی کوي.
زما په ذهن کي خو دا پوښتنه پيدا کيږي چي د طالبانو د خبرونو نه خپرول د چا سره دوستي او د چا سره دښمني ده؟ زما په پام خو دا  دشهيد منادی د ارمانو نو سره دښمني او د هغه د قاتلينو سره دوستي ده! هغه کسان به رښتني خبرونه د چا څخه واوری ، چي د منادی د قاتلينو د پيژندلو تلوسه لري؟ که زموږ ژورنالستان دا فکر کوي چي د طالبانو د خبرونو د نه خپرولو په نوم به طالبان د منادې د قاتلانو په توګه هېوادوالو او نړيوالو ته معرفي او وروپيژني ، زما په اند دارښتيا موندني لپاره مناسبه پريکړه نه ده. د دې ډول پريکړي  به څوک ګټه واخلی؟ څرګنده ده چي ګټه اخيستونکي د شهېد منادې قاتلان دي. او زه فکر کوم چي که دا قاتلان طالبان وي او که بهرنيان ، د دواړو لپاره به دا ګټوره وي چي افغانان خبر نه شي او دا مړينه هم د نورو پخوانيو په څير هيره او تيره شي.
زه د لويه سره دا ناروا ګڼم چي ژورنالستان دي د خبرونو د نه خپرولو پريکړه وکړي.دا د ژورناليزم د اصولو سرغړونه او د اولس سره جفا ده ، که ژورنالستان په دې باور دي چي د منادی قاتلان طالبان دي ، بيانو تر ټولو ښه خبره دا ده چي د هر طالب خوله ولټوی او د هر طالب سره مرکه وکړي اوپه پای کي دا ومومي چي د منادي قاتل څوک دی؟او دا پړه د منادي پر قاتلينو ثابته کړي ، په دې به له يوې خوا د هغه شهيد قاتلين څرګند شوي وي او له بلي خوا به نور د ژورنالستانو د ژوند سره لوبي په دې اسانی نه کيږي او هر يو به دا ډار لري چي که د ژورنالست سره ظلم او تيری کيږي ، بيا به د نورو ژورنالستانو له خوا څيړل کيږي او په پای کي به د قاتل څرک لګيږي او خلک به يې د سزاورکولوغوښتنه کوي . او که پټه خوله پاتي شي ، دا به هغه قاتل د خلکو د سترګو پټ او د سزا ورکولو څخه به په امن کي وستل شي .
درنو ژورنالستانو د اولس هيله دا ده چي ستاسو دنده د پيښو په وړاندي عصبانيت او احتاج نه بلکي د پيښو څخه په رښتينې توګه د خلکو خبرول دي .

                                                                                         په درنښت
                                    د شهيد منادي اود نورو شهيدو ژورنالستانو ارواح دي الله ( ج) فردوس جنت ته وليږي
                                                                                   امين يارب العالمين 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006