دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
ائتلافي حکومت جوړول د خلکو په رايو ملنډي وهل دي

 

د بابوزي په قلم :


ائتلافي حکومت جوړول د خلکو په رايو ملنډي وهل دي

 

په افغانستان کي د ولسمشری لپاره ټول ټاکنو درې خورا مهم ټکي را برملا کړل:
١ –  افغانانو د هغو اعلان شويومخالفت او سزاګانو پروا ونه کړل چي د دولت مخالفينو رايه ورکونکو ته  د ګوتي پريکولو او وژلو تر بريده اعلان کړي وې . افغانان ونه ډاريدل او د رايه ورکولو صندوقونو ته ولاړل .
٢ – د لومړي ځل لپاره يو شمير افغانانو د هر ډول ځاني او فردي اړيکو پرته د هيواد لپاره يوه ژغورندويه پروګرام ته رايه ورکړل. د دې سره – سره چي کميت يې لږو ، خو هغه لږ د هيواد رښتنينی کيفيت و.
٣ –  د افغانانو له خوا په ټولټاکنو کي دا ګډون  په حقيقت کي د ديموکراسی د پايښت لپاره د افغانانو هوډ و. او په دې ډول نور زيات ارزښتونه را څرګند او سپناوی يې وشو.
 اوس دلته او هلته اوريدل کيږي چي د پخوا نيو عنعنو په څير يو ځل بيا د ائتلافي حکومت د جوړېدلو لپاره هڅي رواني دي ، دا هڅي په ټولټاکنو کي د  دوو اساسي رقيبانو تر منځ د يوه ائتلافي حکومت د جوړېدلو لپاره کيږي. ښايې زيات افغانان به د دې هڅو ملاتړ ونه کړي ، دا ځکه چي اولس د ډيرو خطرونو په منلو سره خپل د خوښي کانديد ته رايه ورکړل ، د يو شمير رايه ورکونکو ګوتي پرې شوې، کورنه يې وسوځول شوه، او د مرګ تر بريده و وهل شول، او دکندهار اولس لا دا دی د هغه رايه ورکولو په جزا پر له پسې په وينوکي لژند او کړول کيږي.  که اوس ګټونکی او بايلونکی دواړه په حکومت کي راټيل شي، بيا نو هغه خطرونه چي اولس پر ځان منلي وه او بياپرې عملي هم شول ، په حقيقت کيداشې اولس ته بي اعتنايې اود هغوی په رايو ملنډي وهل وګڼل شي.
که يو شمير ورونه داسي فکر وکړي چي دا ائتلاف به د هغو پټکو او لافو په مخنيوی کي اغيزمن شي چي يو شمير بايلونکو ويلي وه چي هغوی به د سلاح سره راوزي او امن به د خطر سره مخامخ کړي. دا بياد منلو خبره نه ده. که نړيوال د ديموکراسې د تعميم لپاره مرستي ته راغلي وي . نو د هغو طالبانو او دغو داړه مارانو تر منځ توپير څه دي چي هغوی د رايه ورکونکو ګوتي پرې کوي او دا د خلکوامن له منځه وړي او د خلکو پر مال او ثروت بريدونه کوي .
دولت او نړيواله ټولنه  اړه  ده چي هم د طالب او هم د داړه مار د پټکو او لافو څخه دا اولس وژغوري ، که نړيوال دا نه کوي ، بيا دوې خورا مهمي پايلي او نتيجې  را منځ ته کيږي. لومړۍ دا چي دا راغلي نړيوال ځواکونه اشغالګر دي ؛ دوهم دا چي د روسې او يو شمير نورو هيوادونو د ګټو د ساتلو لپاره د افغان اولس ژوند بلهاري او قرباني کيږي ، او بس

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006