دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
يوه کلکه غوښتنه يو نرم وړانديز

 

   دبابوزي په قلم

   يوه کلکه غوښتنه  يو نرم وړانديز


د انتخاباتو ورځي شپې دي ، د هر افغان سره يو آند او فکر شته او وايې چي که داسي وشي نو به کارونه   وفق المراد  وي. د هېوادوالو زړونه به خوشاله شي . هغه آند او فکر چي زما په خيال کي ګرځي را ګرځي غواړم تاسو درنو لوستونکوته يې وليکم.
لومړی، کلکه غوښتنه  : د ښاغلو کانديدانو څخه په کلکه غوښتنه کوم چي زموږ د هېواد ملي شخصيتونه او ملي وياړني د خپلو سياسي هيلو لپاره ونه کاروي ، يوه کانديد خپل عکس د ميرويس نيکه د انځور سره يوځای کړی او يو ه بل کانديد بيا د شهيد داودخان د انځور سره او  یوه  بل بيا د هيواد د فرهنګي ميراثونو ( د جام څلی) انځور د خپل سياسي موخو د ګټولواو  پلي کولو لپاره کارولې دی.
افغان اولس پوهيږي چي ، هغه چا چي د ميرويس نيکه انځور يې د خپل عکس سر يوځای کړی دی، په تير سياسي او يا فرهنګي ژوند کي يې د ميرويس نيکه د وياړنو لپاره هيڅ نه دي کړي او نه يوازي دا چي هيڅ يې نه دي کړي بلکی ټول سياسي کړه وړه يې د ميرويس نيکه د ارمانو خلاف تر سره کړېدې، او لا يې اوس هم تر سره کوي.
هغه اغلې چي د شهيد داود خان د انځور سره يې خپل عکس پتليز کړيدی، هيڅکله يې د هغه مرحوم د کار او ژوند په اړه نه څه ليکلي ، نه يې څه کړي او نه يې لږ تر لږه د هغه مرحوم ارمانونو په خپل شخصي ژوند کي پلي کړيدي. دا د شک پرته د پوهېدلو ده چي د سياسي ګټي لپاره يې خپل عکس د هغه مرحوم سره پتليز کړېدې.
هغه ښاغلی کانديد چي د جام څلی يې د خپل عکس سره يوځای کړيدي ، ښايې د هغه نيت به داوي چي هغه ښاغلی کانديد هم د غور ولايت دی، خو دا خبره د پام وړ ده چي ، د دې ښاغلي په سياسي يا فرهنګي ژوند کي تر اوسه د جام څلي په ګټه  هيڅ ډول  هڅه ، کار او زيار نه دي شوی، نو دا سي بريښي چي دا ښاغلی دا انځور د خپلو ځانګړو ګټو لپاره کاروي. همدا مي کلکه غوښتنه ده چي لومړی دي ښاغلي کانديدان د دې ډول ناوړو کارونو لاس واخلي چي زموږ ملي وياړونه مسخه او يا د شخصي ګټو لپاره وکاروي، او بل خوا د ښاغلو رايه ورکونکو په کلکه غوښتنه کوم چي دا ډول دوکه ماران  وپيژني او پرې ونه غوليږي.
يو نرم وړانديز : اوس ښاغلي کانديدان يو بل ته د طمعي او راتلونکي ويش پر سر يو دبل لپاره پر راکړه ورکړه فکر کوي ، د خپلو مصارفو د تر لاسه کولو او په راتلو نکي سياسي اډانه کي د خپلي برخي پر څرنګوالي يا فکر کوي او يا يې د معلومولو په لار کي په لافو او چينو بوخت دي. نرم وړانديز دا دی چي : هغه ښاعلي کانديدان او د هغوی پلويان چي د ټاکنو په بهير کي خپل بری نه وي ښه به دا وي چي زياته طمعه ونه کړي د خپلو مصرف شويو پيسو تر ګټي دې تير شي او د کانديدانو شمير دې دوو  يا  دريو  تنو ته را ټيټ کړي. په دې ډول به له يوې خوا رايه ورکونکي په  اسانی سره خپله رايه وکاروي او له بلي خوا به د ولسمشر د ټاکلو په لار کي دوه زړه او لار ورکی نه وي.

په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006