د سلام فرهنګي ټولني له خوا
د استاد اسمايې
د مړيني په اړه دخواشنی ليک
په ډير درد او غم سره مو د هيواد د معاصرنامتو فيلسوف او ليکوال د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنخی پخواني استاد اسد اسمايې د مړيني خبر واورېدی. ويرجن شولو، داسي ويرجن چي د ويلو او ليکلو توان يې نشته.
انا الله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې خپلي خواشنی د خدای بخښلي استاد اسمايې دوستانو او ملګرو ته وړاندي کوي . د لوی خدای ( ج ) د درباره هيله لرو چي خدای بخښلي ته فردوس جنت او دوستانو ته يې د زړه صبر ورکړي.
امين يارب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري