دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د افغانانو بدمرغي

 

د بابوزي په قلم

د افغانانو بدمرغي


که د دې بنسټيزي خبري راتير شو چي لا زموږ په هيواد کي سوله نشته ، او په دې هم پوهيږو چي  دا شونې نه ده چي د جګړې لپاره د نړۍ د ټولو راغلو جګړه مارانو ( القاعده او ناټو ) په شتون  کي  دي  ، د سولي لپاره د دې  يرغمل شوی اولس  هيله پوره شي. د دې بنسټيزي غميزي تر څنګ يو شمير نورو ظاهري بدمرغيو هم د افغان اولس تقدير ناولی کړی دی.په دې لنډه ليکنه کي د افغان اولس ظاهري بدمرغيو ته ګوته نيسم.
په نړۍ کي د اولسونو لپاره  وياړ مني  ورځي د هېوادونو د خپلواکی  جشنونه او  يا د هېوادونو د مشرتابه لپاره د ټاکنو ورځي شپې وي.  خو زموږ افغانانو لپاره نه د خپلواکی جشنونه شته او نه د ټاکنو لپاره د وياړ بيلګي . 
تير کال د افغانستان د بهر نيو چارو وزارت له لوري ټولو سفارتونو ته خبر ورکړل شوی وو ، چي د خپلواکی جشن ونه نمانځی ، او داسي يې بريښول  چي ګويا افغانستان د دې جشن د نمانځلو لپاره بودجه او پېسې نه لري ، خو په همدې ډول يو بل  خبري ليک  کي دا  ليکل شوي وه چي د يوه جګړه مار  د مرګ ورځ دي په ډيرو پرتمينو مراسمو ونمانځل شي.. غالب ګمان دا دی چي د بهرنيو چارو وزارت نظر د دولت د لوړ پوړو چارواکو نظر دی..
زموږ بله بدمرغي دا ده چي د جمهوري رياست لپاره د ټاکنو بهير مو داسي روان دی چي ورځ تر بلي  زيات افغان اولس د توهين او تحقير سره مخ کيږي. لومړی خو د دې خوار او ورسته پاته جګړې ځپلي هيواد د مشر تابه لپاره دومره کانديدان پيداشويدي چي رايه ورکونکي به يې په پيژندلو کي زياتي ستونزي ولري. تر دې ټکي لا افغان اولس ته  دا زياته د پام وړ ده چي  دا کانديدانو په خپلو شخصيتونو کي کومه لوړتيا او ځانګړتيا ليدلې ده چي  ځان يې د دې مستحق ګڼلی چي د افغان اولس مشري وکړي.
د افغان اولس بدمرغي خو بيا په دې کي ډيره برملا کيږي چي د کانديدانو له لوري خپاره شوي شعارونه ولوستل شي. هغه کسان چي ملي يوالي ته هڅ ژمن نه دي هغوی د ملي يوالي شعار ورکوي ، هغوی چي د دمرکراسی خلاف څرګند تاريخ لري  اوس د دمکراسی ږغونه راباسي، هغوی چي د افغانستان سره هيڅ مينه نه لري هغوی افغانستان ته د خدمت دعوا کوي. هغوۍ چي د خپل ژوند دسمون وړتيا نه لري اوس زموږ د هېواد دسمون شعارونه ورکوي. هغوی چي په امريکا او اروپا کي  په جنائې جرمنو مرتکب شويدي ، اوس زموږ په هېواد کي د جرمنو پر خلاف د مبارزې ټټر وهي . هغوی چي  د همدې هيواد د پلونو ، مکتبونو، دټولګټو ودانيو، سرکونو او حتی د  کابل ښار  د ورانولو څرګندي نښي يې لا پر ځای پاتي دي ، هغوی اوس  د هيواد دودانولو لافي وهي . هغوی چي  د هيواد مادي او معنوي ارښتونه يې د څو پيسو په بدل کي  په بهرنيانو وپلورل اوس د فرهنګ د دفاع او کلتور ساتني  دعوا کوي؛ هغوی چي  لاسونه يې لا ترواسه د افغانانو په وينو رنګ  دي اوس د بشري حقوقو د دفاع شعار ورکوي.  او په دې ډول نور شعارونه .
د افغانانو هيله دا ده چي دا کسان چي نه يې  ټولنيز موقف څرګند دی ، نه يې د زدکړو کچه معلومه ده او نه يې شعاورنه د خپل تير ژوند سره سمون خوري له خپله ځانه سره فکر وکړي او نور دي افغانان نه توهينه وي او پر خپل ځای دي کښيني.  او هغو کسانو ته هم دا يادول په کار دي چي د څو پيسو په بدل کي د ناوړه کانديدانو د کمپاين او پلوی څخه لاس واخلي او افغان اولس دي نور نه  توهينه وي او په ډغلبازيو دي د دې او هغه کانديد څخه د پيسو د تر لاسه کولو هځه نه کوي ، هغه کمپاين کونکي بايد خپلو کانديدانو ته په زغرده و وايې چي هغوی د ټاکونو ګټونکي نشي کېدلای او که دا ونه وايې نو  هغه مبارک ايات به پر دوی کټ مټ برابر وي چي په قرآن عظيم الشان کي راغلي : (( ان المنافقين فی درک اسفل من النار. ))   

              صدق الله العظيم
و ما علينا اللبلاغ

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006