د سلام فرهنګي ټولني د غم شريکی ليک
په وير او خواشنی خبر سو چي د هېواد وتلی ټولنيز شخصيت او د علم او پوهي ملاتړی مرحوم عبدالواحد فراهي له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړې؛
انا ا لله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې د ستر څښتن رب المنان له حضوره دخدای بخښلي عبدالواحد فراهي سپېڅلي روح ته د فردوس جنت غوښتنه کوي او د کورنی غړو ، دوستانو او ملګرو ته يې د رب العزت ( ج ) له درباره جميل صبر غواړي.
امين يا رب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري