دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
دغمشريکۍپيغام

 

دغمشريکۍپيغام


دا دغم له پاسه غم دۍ !


دهيواد يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت  دابد لپاره له موږ نه جلاشو


په ژوره  خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او سياسی   ډگر   ټولنيز  شخصيت د جرگو او مرکوپېژندل  سوې څيره  ښاغلي عبدالواحد فراهي  دورپېښي سوي ناروغۍ له امله، له گران اوهغه ته منلي هيواد افغانستان څخه دبېلتون په شرايطو کښي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ،اوزموږ نه دابدی ژوند په لوردتل لپاره وکوچيدي .

اناالله و انا اليه راجعون


دغم خبره داده چي له يوې خوا دپرديو په بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ  بيگناه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي افغان ولس  ئې په بيلتون  ډير زيات  خوار او زورېږي .
ارواښاد عبدالواحد فراهي  ديوافغان په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې  تل زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې  ټولی ورسپارل شوی دندي سرته رسولي دې.
دغه لوړعلمي  شخصيت  دخپلي ژبي اوافغاني کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دخپل توان او طاقت  له مخي  داسي  گامونه اوچت کړي دي چي دتشې ډکول به ئي دډير وخت لپاره په سيمه کښي له کړاونونه ډکه وي  .
موږ پدې ټينگ باور لروچي ددغه ټولنيز اوسياسی  شخصيت  د ملي ،سياسی  او فرهنگې چوپړ يادبه دتل  لپاره  دافغانانوپه  زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی خاطرې  په توگه پاته وي .
  په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه  اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي دارواښادعبدالواحد فراهي مړينه دهيوادوالو لپاره لويه  اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولو.
 دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم عبدالواحد فراهي  دکورنۍ  ټولوغړواودوستانوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو .  روح دې ښاد اوياد دې ابدسی وي .


په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه  په استازيتوب   حبيب اله  غمخور

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006